دغه ليکنه د چا په خواب يا رد کې نه ده، بلکې غواړم په هېواد کې د فساد د جال په اړه خپل ليده کاته شریک کړم. دغه کرښې «ډاکتر فاروق وردګ چې زه يې پېزنم» په دوام او دويمه برخه هم نه ده. ممکن په ځينو ځايونو کې تېرو هغو ليکنو ته اشاره وکړم. سريزه او مقدمه هم نه ليکم چې خبره اوږدېږي.
لومړی غواړم دوه عمومی پوښتنې مطرح کړم:
يو: په معارف وزارت کې موجود فساد ډاکتر فاروق وردګ ته منسوبېږي؟ ایا دا اجتماعی عدالت دی چې هر يو محترم ډاکتر ځلاند، محترم سلیم، او يا بل هر څوک يې منسوبوي؟ د ټولنيز عدالت ويی مې ځکه وکارواه چې دغو دواړو محترمينو کارولی.
دوه: د پوهنې وزارت کارکوونکي يا خواخوږي په نامناسب ډول دفاع کوي، دغه دفاعيه کله کله داسې حالت غوره کړي چې ځان په کې خوږوي. ولې؟
دوه مشخصې او ځانګړې پوښتنې
۱- ځانګړي پوښتنه مې د مورنۍ ژبې د زده کړې د بهير په اړه ده، باور مې دی چې په دې اړه غلط معلومات خلکو ته وړاندې کېږي او په اړه يې حساسیتونه راپاروي.
۲- راځي الله ته مخ کړو، او سرګرېوان ته ټيټ کړو چې موږ په خپلو ليکنو کې څومره رښتنې يوو. ایا دا ژمند او تعهد کوو چې فاسدينو په وړاندې به تر پايه درېږو؟
پورته پوښتې هغه وخت ښې ځوابېدی شي چې څو دماغونه سره يو ځای شي، شننه يې وکړي او په پای کې معقول خو لنډ ځواب ووايي چې د خلکو زړونو ته ولوېږي او لنډ ځکه چې وخت يې ضايع نه شي.
محترم سلیم په خپله ليکنه کې د اقبال عزيزي فساد ته اشاره کړې، باور مې دا دی چې د هغه فساد فاروق وردګ منسوبول ټولنيز عدالت نه دی، ځکه اقبال عزیزي د ډاکتر فاروق وردګ د وزارت پر مهال د ننګرهار د پوهنې ريیس نه و، کله چې فاروق وردګ د ۱۳۸۹ کال په لړم کې وزير شو، له دې مخکې اقبال عزیزي د ۱۳۸۸ کال د کب پر ۲۷مه د لغمان والی شوی و. دا هماغسې خبره ده لکه محترم ځلاند چې بهير مطبعه په ډاکتر فاروق وردګ ټپ کړي. لږ دقت په کار دی. موږ د عادي لوستونکي په حيث وايو چې ستاسې ټولې کرښې وقس علی هذا… اقبال عزيزي په وړاندې موږ ټول ولې په ننګرهار کې کوڅو ته راو نه وتلو؟ انصاف په کار دی.
د دغه ډول خبرو راسپړل ښه دي، یعني د فساد په اړه مبارزه خورا ستر کار دی، الله جل جلاله دې موږ ټولو ته توفيق راکړي. خو کومه طريقه چې محترمينو غوره کړې دا نامناسبه ده.
په همدې ډول د هلمند معارف ريیس ته يې اشاره کړې چې د نسيمې نیازۍ ورور دی، چې ګواکي د خپلې خور په مټ يې په هلمند کې په خلاص مټ فساد کړی او زموږ ورڼه او خویندې يې له تعليمه بې برخې کړي. دلته ستونزه دا ده چې همدغې نسيمې نيازۍ ته او يا بل هر وکيل ته د کلتوري ټولنو جرګې مقام ورکړی او په وزيرانو يې ورزړور کړی دي. په نمانځنغونډو کې مو رابللي او بر په دريځ کينولي يا مو په لومړي کتار کې ځای ورکړی او دا مو ځکه ورکړی چې تر کاسه لاندې نيم کاسه ده. موږ بايد د اقبال عزيزي، محمد نسيم، د لغمان د معارف ريیس، يا د پکتيا د معارف رييس، يا د وردګ ولایت د معارف ريیس – ټول بيا رسوا کړو خو دا رسوایي ډاکتر فاروق وردګ ته منسوبول ټوټلي ناروا کار دی. هه، دوی بايد په داسې ډول رسوا شي چې څوک يې تر شا ولاړ دی، څه ډول يې تر شا ولاړ دي چې د خلکو حقوق تر پښو لاندې کوي.
دغه کار څنګه وشي او څوک يې وکړي؟ راځئ په دې بحث وکړو، راځئ همدا د مباحثې د تمرکز ټکی وګرځوو.
خبره دا ده چې که په پکتيا کې مجيدي فساد کوي او يا په دغه او بل هر وزير فشار راوړي، یا دغه او غه زورواکی دوی بيا رسوا شي. شرم دا دی چې مجيدي د شهيدانو د ورثه وو حق او حقوق په بډه وهي. شرم دا دی چې د ولايت په کچه د کفن او تابت پيسې په جیبونو اچوي. موږ دغه رسوايي ځکه بايد وکړو چې د واليانو له لاسه ريیسان په ارام نه دي، د واليانو تر منځ مباحثه او وړانديزونه ته تم شه.
کله چې محترم حليم فدايي والي شو، نو ښاغلي عبدالجبار نعميمي ورته وويل: دا حکمت ښه ريیس دی درسره ويې وساته. هغه بس دوو ربعو کې لړ کړ، ځکه چې والي ته يې قلنګ او جزيه نه ورکوله. که موږ په وزير يو ريیس بدل کړ او بل لاړ شي، نو ته وا دا بل به له حاجي والي صاحب بې له جزيې او قلنګه خلاص شي.
دا د فساد تونل او کرړه پيدا کول په کار دی. د ولسوالي په کچه چارواکی، د ولایت په کچه ريیس او والي څنګه سره تړلي دي، په غزني کې موسی خان اکبرزاده څنګه پيسې راټولوي، په دفتر کې يې ريیس څومره خپل خپلوان مقرر کړي دي او صلاحيت کل يې په لاسونو کې دی که يه؟ راځئ معلوم کړو چې دا د فساد منډ څوک وهي.
دا په هېڅ صورت په دې معنی نه دی چې موږ دې فاسد رسوا نه کړو، بلکې کومه په طريقه چې کار کوو هغه سمه نه ده، مار بايد مړ کړو نه نیم ژواندی چې لا چيچونکی شي.
که ووايو چې وزير دې استعفا ورکړي، دا يې هم د حل لار نه برېښي، ځکه بل به هم داسې وکړي.
که ووايو چې وزير دې راووځي او د خلکو د ملاتړ غوښتنه دې وکړي، حقيقت دې ووايي او واقعيتونه دې بيان کړي، دا حقه غوښتنه ده، همداسې بايد وکړي ممکن بل حل لار هم وي، په هغې هم فکر کول په کار دي.
په هغه ډول چې د پوهنې وزارت او يا يې هم د منسوبينو په اړه ليکنې کېږي دا په هېڅ صورت حقيقت نه شي منعکسولی بلکې حقيقت او واقعيتونه دواړه پټوي او له خلکو لاره ورکېږي. ځکه خبره سره ګډه وډه شوه. نه مو کرونولوژي په پام کې ونيوله او نه مو هم واقعيتونه چې څه دي؟
که څوک ووايي چې په کرنه وزارت کې فساد دی، او دغه فساد د هلمند ولایت، د پکتيا ولایت د کرنې ريیسانو کړی، د تخم غنم يې د والي په مشوره پلورلی. دلته دې ته اړتيا نه شته چې مجیدالله قرار راپانڅي چې وزير فساد نه دی کړی، دلته خبره پر وزير نه ده، بلکې په وزارت کې په موجود فساد ده. په بله وينا په لومړی ګام کې خبره وزير ته منسوبه نه ده. که احيانا محترم قرار په دستوري ډول د ريیس او والي دفاع وکړي چې لاسونه يې ککړ دی نو بيا په اوړو کې شګه شته او که په بې فهمي کې وي هغه بيا بېله خبره ده. وړانديز مې دا دی چې د پوهنې د ريیس يا د معارف د مدير د فساد دفاع بايد د ډاکتر فاروق وردګ مينه وال و نه کړي او نه هم د ريیس فساد ډاکتر فاروق وردګ ته منسوب شي. البته دا خبره پر خپل ځای چې څنګه فاسد شخص په جزا ورسول شي.
په ۱۳۹۲ کال کې د نورستان والي ولې له کاره ګوښه شو. د کليو او پراختيا غنم چا خرڅ کړل او څنګه يې خرڅ کړل. دلته سم له واره وزير په فساد کې راښکېلول ټولنيز عدالت نه دی او نه هم انفرادي نياو. دلته بايد ژوره څېړنه وشي چې وزير ته پل رسېږي که نه.
نه دا د حل لاره ده چې د خلکو په شخصي ژوند تهمتونه ولګوو او نه هم دا د حل لار ده چې فاسدينو ته ميدان پرېږدو. په مخکینی ليکنه کې مې ځکه ځينو مواردو ته اشاره کړې وه چې هلته د محترمينو له ليکنو د شخصي مسايلو او ګټو بوی روان و. په دې مفهوم چې هغوی په شخصي مسايلو نښتي وو او يوه خو په کې لا قوم ته هم سپکه کړې وه چې خورا لويه تېروتنه ده. قومي تخلصونو ته يې هم اشاره کړې وه چې بې ځایه وه. د قومي او سيمه ييزونو تخلصونو د دفاع ځانګړي بحث دلته يې نه راسپړم. که ژوند و دا به کوم بل وخت مباحثې ته راواچاوه.
د مورنۍ ژبې د زده کړې د مبارزې او بهير په اړه بايد بې پرې ليکنه څېړنه وکړو، هغه ټول واقعيتونه او حقيقتونه خپاره کړو چې موجود دي. دلته بايد په پوره امانتدارۍ معلومات شريک کړو او بې ايماني و نه کړو. څوک به دغه کار وکړي؟ وړانديز مې دا دی چې د کلتوري ټولنې جرګه په دې اړه رادمخه شي او مباحثه يوه اړخيزه و نه کړې بلکې دوه اړخيزه وي چې درې ګوټونه ولري. وزارت، مبارزين، او خلک.
د پای خبره:
که موږ هر يوه له شخصي مسايلو پرته له کلي نيولي تر ولسوالي او ولايت او بيا د وزارتونو پورې د هغه چا په وړاندې ودرېږيو چې په فساد کې ښکېل دی، باور مې دی چې د الله جل جلاله په مرسته به هدف ته رسېږي او وطن به له فاسدينو پاک شي.
که يو څوک د خپل کلي معلومات، د خپل کلي د ښوونځي معلومات شريکوي او هلته چارواکي فساد کوي، هيله ده په چا بده و نه لګي، بلکې په اړه يې اقدام وکړي.
هيله د زوی په ګناه پلار او د پلار په ګناه زوی ځورول شي.
هيله ده چې شخصي حريم تېری و نه شي. بلکې مباحثې عقلاني وڅېړل شي، له درده وڅېړل شي.
واقعيت دا دی چې موږ په هره برخه کې دردېدلي يو، د صحت په برخه کې چې هره ورځ مو څومره کوچنيان او ميندې ژوند له لاسه ورکوي. د معارف په برخه که چې له زده کړې بې برخې پاتې کېږي او د سوداګريری په برخه کې چې سوداګر مو بې کيفيته توکي وطن ته راوړي او موږ له تدريجي مرګ سره مخ کوي.
ځلاند هغه غل انسان دی چی دوه لکه افغانۍ یی په خوست کی پټی کړی وی او باالاخره دوسیه څارانوالۍ ته تلله او والی صاحب ته یی ژړل که دچا باور نه راځی دخوست ولایت مقام او مالی او اداری رئیس صاحب طوطاخیل نه دی دځلاند ددوسیی په هکله مالومات واخلۍ.
دی رمپپ پروژی ټول دفتری وسایل یی کورته یوړل او دی په ټولنیږ عدالت خبری کوی.
په اسلام آباد پوهنتون کی ناکام شو او جعلی سندی یی جوړ کړی او جرمنی ته یی دتحصیل لپاره چی زمینه مساعده شوه هلته یی درس ویلی او په خاورو نه پوهیږی او دی بیا په فاروق وردګ پسی خبری لیکی خو که دی دومره تکړه وی او په څه پوهیدلۍ ده هم دخارج نه ماسټری او دوکتورا دملت په وینی اخستی خو دی به هم اوس چیرته وزیر یامعین وی.
په اشیافوندیشن کی انجنیرفضل ربی وردګ دپروژی معاون مقرر کړ او دهغه زور وو که نه والله که یی چوکیدار هم نیولی وای په هغی دفتر کی.
دځانه وایی چی که پکیتاکی سل استادان چاپیداکړل زه جریمه ورکوم دپوهنی ریاست نه پوښتنه وکړی چی څومره استادان به پکتیا کی دی.
که ریښتیا راباندی وایی داشرف غنی دانتخاباتو په دوران کی یی ځان ویاند معرفی کولو یو څومصاحبی یی چی وکړی همدی ډاکټر فاروق وتره وویل چی وروره تر موټی پورته لومه کوه په سیاست نه پوهیږی حساسیتونه مه راپاروه کرار کښینه خپل معاش اخله نور دوطن په جوړولو کی تر تا ډیر تکړه خلک شته چی خبری یی ونه منله منفک یی کړ.
تاسی او خدای دفاروق وردګ خدمت دځلاند غوندی غله په خبرو باندی تر سوال لاندی راځی.