حمیدالرحمن کریمزی
موږ د روانو ناخوالو، جنګ، جګړو، وژنو او کورنیو تاوتریخوالو ها خوا په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له فساده هم ډیر ډير ځوریږو.
په ادارو کې د دې ناوړه پدیدې د ورکیدو په موخه د نړیوالو ادارو په شمول د هیواد حکومتي چارواکي د سختو هڅو او ګرمو ژمنو په ورکولو سره ونه توانیدل چې د فساد کچه راټیټه کړي، بلکه دا عادت ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی.
اوسني نظام ډيرې طرحې او ډير وړاندیزونه په کار واچول، خو له دې شاتو (فساده) څوک په شا نشول، د فساد په وړاندې د مبارزو بیلا بیلې ادارې چې د ځينو نړیوالو ادارو په مالي لګښت او مرسته جوړې شوې ناکامې پاتې خو فعالیت یې همداسې روان دی.
د اصلاحاتو اداري په نوم د کمیسیون جوړیدل چې تر ډيره یې خپلواکه ښیې او په ټولو دولتي ادارو کې د سی بي ار او په نورو نومونو یو مامور په لوړ معاش مقرروي هم ناکامه پاتې ده.
ښایسته نومونه یې ورته غوره کړي او ښایسته او منظمې پالیسۍ هم ورته جوړې کړي، خو دا ټول یوازې هغه چا ته چې د زور او زر خاوند نه وي.
مونږ هم هیله من شوو، چې ځه که د مامور معاش لوړ شي، نو رشوت خو به نه اخلي خیر دی ډيرې پیسې دې واخلي، خو چې فساد ورک او غیب شي.
خو دلته خبره سرچپه ده، لومړۍ دا ده چې په پورته یادو شوو نومونو جوړې شوي ادارې داسې جوړې شوې، چې له نړیوالو یې په میلیونونو ډالر له ډونره حیف او میل کړې، کله یې چې په فعالیت پیل وکړ، نو د لاسته راوړنو او ستونزو په پیدا کیدو یې له اړونده کس یا مرجع نه چې رسوا نشي په لکونو ډالر رشوتونه واخیستل شول.
دا یوازې له اداري فساد سره د مبارزو په نوم د جوړ شوو ادارو برکت وه، چې نن مو فساد د سر په بیه تمام شوی.
بله طرحه په لوړ معاش د مامور مقرري ده، چې د سی بی آر او په نورو نومونو یو مامور مقرریږي چې په راتلوونکي کې بیا رشوت وانخلي.
ایا دې طرحې رښتیا هم لکه څنګه یې چې په پالیسي کې ده همداسې مثبته پایله ورکړه ؟
زه خو وایم نه !
ما ډير ولیدل چې د اصلاحاتو خپلواکې ادارې لخوا چې څوک مقرریږي د ازموینې د تیاری په ځای د واسطو او کمیشنکارانو په لټه کې ډير وي.
بله دا چې کله په رشوت او واسطو مقرر شي او د معاش لکونو افغانیو قرارداد امضا کړي، نو ځان ورته ډير لوړ ښکاره شي حتا له موقف نه هم لوړ، ځکه چې ده خو په اول کې ځان تللای وي، چې په خدای که د دوو زرو افغانیو لایق هم وي، خو اوس چې په لکونو معاش اخلي لده لاره ورکه شي.
پام یې نه وي، چې معاش یې ځکه لوړ دی، چې رشوت وانخلي، خو نه؛ دا ظالم بیا هڅه کوي چې که دوه لکه افغانۍ یې معاش وي باید له دوو لکو زیات باید رشوت واخلي، نو همدا علت دی چې نن مو د فساد کچه لوړه شوي.
په درغلی بریالی شي، په حقیقي معنی د یوې ادارې ستونزې او نیمګړتیا وڅیړل شي، خو بیا وروسته همدا ستونزې او نیمګړتیا د پیسو په زور بیرته په ښه خدمت کې شمار شي، نو څنګه به فساد ورک شي.
مونږ هر وخت دا نارې وهو چې فساد لوړ شوی، مجرم سپین او سپین مجرم ګڼل کیږي، اداره په لکونو او میلیونونو ملي شتمني حیف او میل کوي، خو چې دا مسؤولیت را وسپارل شي مونږ هم همدا کوو.
که نظام په رښتیا هم غواړي چې د فساد کچه ټيټه کړي، نو اول دې د لوړ معاش طرحه ختمه کړي، ځکه دلته یو کس د استعداد او ښه خدمت له مخې نه بلکه د زور او زر په ذریعه مقرریږي، چې دا بیا په خپله په ادارو کې بې باوري او نفاق منځته راوړي، چې دلته بیا یو مامور د خدمت په ځای خیانت ته ډير پام کوي.
مونږ تر اوسه پورې خپل تولید نه لرو، خوراکي او غیر خوراکي توکي له نورو هیوادو راوړو حتی غوښې او ترکاري هم له نورو راوړو، چې دې حالت بیا زمونږ د بازار نرخ لوړ کړی او دا لوړ نرخ بیا مونږ ته اجازه نه راکوي، چې په ټیټ معاش کار وکړو.
د دې ستونزې د حل لپاره باید دولت خپلو کروندو او مالداری ته پام زیات کړي، دولت باید لدې خلکو سره قراردادونه وکړي، هغه لوبیا چې مونږ ته له نورو راځي باید له خپله کروندګره یې واخلو، په ښه بیه یې واخلو هسې دا ډالر بې پوښتنې د یو غل جیب ته ځي، ولې د دې غیریب کرونګر جیب ته نه ځي.
لدې تولید را نیولو وروسته دې دولتي مامور ته د کوپون سیستم بیرته فعال کړي، ترڅو د کور خرڅه یې ترې پوره شي او هغه ټاکلی معاش چې له شلو زرو باید زیات نه وي کولای شي چې د دوی د نورو ضروروتونو ځواب ووایې.
پدې طرحې سره به زمونږ اداري فساد کم شي، په بازار کې به مو خپل تولید ته مارکیټ پیدا کړی وي او نرخ به هم کم شي.
دا وړاندیزونه چې ما یاد کړي، نوي نه دي، بلکه دا تجربه شوي دي، پایله یې ټولو ته معلومه ده.
پخوا به چې یو دولتي مامور په لوړه چوکۍ کار کوه د خدمت تر پایه به د دولت ورته کورونه ورکول کله به چې تبدیل یا منفک کیده همغه کوربه له ده اخیستل کیده او د ده ځای ناستي ته به ورکول کیده، مونږ تیر یو له خصوصي سکتوره، ځکه دې پدیدې په مونږ کې بې سوادي، کم ظرفیتي او بلا نورې ستونزې جوړې کړي دي او همدا ستونزې دي چې مونږ ته یې اداري فساد را زیات کړی.