تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: د سولې په چارو کې د دولت وزارت د طالبانو هغه ادعا رد کړې ده چې وايي، د حکومت له لوري طالبان له ورکړل شوي لیست سره سم نه دي خوشې شوي.
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ستر سلاکار عزیز الله فضلي وايي کوم بندیان چې تر اوسه افغان حکومت آزاد کړي، د طالبانو د پنځه زره کسیز لست پر اساس دي.
ښاغلي فضلي ویلي، دوی ته د طالبانو د راغلي پلاوي لخوا ورکړل شوي لیست کې طبیعي خبره ده چې لوی بندیان به هم وو او دوی تر اوسه له ۴۰۰ زیات بندیان د همغه لیست په اساس خوشې کړي دي: (( د طالبانو لخوا راکړل شوي لیست کې پنځه زره ټول طالبان سیاسي او جنګي بندیان دي، د جګړې په ډګر کې یې زیات نیول شوي دي، نو طبیعي ده چې ځینې به یې داسې وي چې په لویو جنګونو کې یې برخه لرله.))
ښاغلی فضلي وايي، پر پاکستان یې بیا هم غږ کړی دی چې د افغانستان د رښتینې سولې لپاره هڅې وکړي.
نوموړی همدا راز زیاتوي، له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتي ټیم به یوازې د سولې لړۍ پیلوي او له هغه وروسته به د مصالحې عالي شورا چې جګپوړي چارواکي او سیاسي مشران به یې غړي وي، کار پیلوي: (( تاسې خبر یاست چې د دغې شورا د څوکۍ وړاندیز عبدالله ته شوی دی او د هغه ټیم اوس ځانته په طرزالعمل کار کوي، که ولسمشر او که عبدالله هر یو یې مشر وي د سولې لپاره به اجنډا برابروي.))
د افغان حکومت دې چارواکي وویل، د سولې د مذاکراتي ټیم د غوره کیدو لپاره ژور بحثونه وشول او بالاخره ۲۱ کسیز ټیم وټاکل شو څو وکړای شي په بین الافغاني مذاکراتو کې د ټولو خلکو نماینده ګي وکړای شي.