تاند، یکشنبه، د جدي ۸ مه: ارګ خبر ورکړی دی چې د ننګرهار پخوانی هوایي ډګر د پوځي مقاصد لپاره کارول کېږي خو د دغه ولایت لپاره به ډېر ژر نوی ملکي هوایي ډګر جوړ کړي.
د ولسمشر ځانګړي ارشد مشاور فاضل محمود فضلي په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي د نوي هوایي ډګر لپاره یې په روداتو او ګمبیري کې څېړنې روانې دي چې په پنځو میاشتو کې به تکمیل شي او د هوایي ډګر لپاره به ځای مشخص شي.
ښاغلي فضلي لیکلي: (( د روان کال د قوس په نهمه د ټیکیتال په نوم یو ایټالوي شرکت سره د ۵۶ میلیون افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، تر څو د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ او ګمبیري په دښته کې فزیبلیټي سټډي (مطالعات) وکړي، دغه فزیبلیټي سټډي به د مهال ویش سره سم په پنځو میاشتو کې وشي او وروسته له هغې به د هوايي ډګر ځای تثبیت او په دوه میاشتو کې به یې نور تفصیلي ډیزاین بشپړ شي یعنې د دغه هوايي ډګر عملي چارې به اوه میاشتې بعد پيل شي.))
ښاغلي فضلي زیاته کړې، د ټولو ختیځو ولایتونو لپاره د یو هوايي ډګر جوړول د ولسمشر مهمه ژمنه وه، تر څو د دغو ولایتونو کرنیز او نور محصولات بهر ته ولېږدول شي او تر څنګ یې د دغو ولایتونو حاجیان او نور کاروباریان د کابل هوايي ډګر په ځای همالته لنډ مستقل هوايي ډګر ولري.
فاضل محمود فضلي په دې اړه وایي: (( زوړ هوایي ډګر د لویو الوتکو لپاره مساعد نه و، نو جمهوررئیس د همدغو ژمنو په لړ کې د ترانسپورټ او ملکي هوانوردۍ ادارو ته لارښوونه کړې وه چې په ننګرهار کې د یو پراخ هوايي ډګر د جوړولو امکانات وسنجوي او ژر تر ژره دې عملي چارې پيل شي.))
د یادونې وړ ده چې دغه هوايي ډګر به له ملي بودیجې څخه د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد لخوا لکه د دارالامان ماڼۍ او د پغمان د بالاباغ د قصرونو په څير په چټکۍ سره جوړ شي.
attention ;FAZLI SAHIB;
FOR NANGARHAAR THE ELECTRIC PROJECT&DAME ON KUNER RIVER MORE IMPORTANT.
I DON,T KNOW WHY NANGARHAR OLDER ARE QUIET,
MAYBE SOME OF THE ELDERS GET SOME GIFT FROM PAKISTAN.
OR SCARE FROM TERROR?
****BUT IN THIS 21 CENTURY AFTER SECURITY/LIGHT&ELECTRIC IS IMPORTANT FOR LIFE.
THANK YOU
اوس ولس په فیسبوکی خبرونو نه غولیږی عملی چاری غواړی تاسی فکر کوی چی د ترانسپورت او هوانوردی وزارت کی داسی تخنیکی او فنی شخص نشته چی ددی پروژی او ورته نورو پروژو د امکان سنجی او مطالعات وکړی نو بیا یاد اداری یا وزارت خپلی انکشافی پروژو لپاره ګمارل کسان کومی چاری مخی ته وړی آیا د فضلی په شان په فیسبوک کی ولس ته خبرونه نشروی که په رښتیا کار کوی کچیری په هر اداره کی د مطالعاتو او ډیزاین په چارو باندی سمبال کسان نلری باید ټول مشاورین چی ۲۰۰۰۰ شل زرو زیات افغانی معاش او امتیاز اخلی یا مشاورین باید قراردادونه یی فسخ شی
کله چی خبری ډیر شی او عمل کم شی نو بیا بودجه ولی بیځایه مصرفوی مهربانی وکړی لږ له خدای حیا وکړی او ولس په درواغو خبرو او فیسبویک لیکنو مه تیر باسی ځکه ولس مطالعات امکان سنجی یا تخنیکی مطالعات ډیټیل ډیزاین یا نوری تخنیکی اصطلاح ګانو باندی نه پوهیږی ترڅو چی کار نه وی شوی بیځایه خبرونه مه نشروی
همدی ارګ خبر نشر کړی وو چی سالنګ په ځای به موږ تونل باسو او مطالعات او دیزاین چاری یوی کمپنی ته ورکړل شوی مګر چی ګورم تر اوسه ۳ یا ۴ کاله تیر شول ته مطالعه او نه ډیزاین نهایی شو او عملی چاری شروع نه شوی
تیر کال می خبر واوریده چی په لوګر کی هم میدان هوایی جوړیږی او دا ۴۰ کلن پلان د داود خان ده نو اوس چاری چیرته رسیدلی او همدارنګه ۱۸ میاشتو لپاره یی کابل لوګر سرک چی ټانګ لوګر شروع کیږی تر بینی حصار پوری کار په ډیر کمزوری شکل روان دی په دومره وخت کی شرکت ونه توانیده چی بینی حصار غونډی پری کړی نو بیا دا قرارداد شو که فساد
همدارنګه د کرزی په دوران کی ناری وهلی چی هله د ټآپی د ګازو او ټاپ د برق پروژی دی چی پاکستان او هند ته انتقالیږی مګر تر نن پوری هیڅ ارګان مسولیت او پیشرفت خبره نه کوی چی چاری چیرته رسیدلی چی ګوری ټولی چاری به یی د ریس جمهور مهم سلاکار قیومی دفتر کی بند وی یا به په ارګ دا ډول مشاورین په میز کی قید وی د څه لپاره معلومه نده مګر ولسمشر یی هم په قصه کی نده چی آی مشاورین هغه کار چیرته ورسیده بیا وایی چی ولسمشر ۱۶ یا ۱۸ ساعته کار کوی
تر اوسه پوری په هغو بندونو باندی کار ندی شوی چی انرژی ظرفیت یی لوړ ده لکه په کونړ کی چی ۵ یا ۶ بندونه دی همدارنګه په کاپیسا او پروان کی دی او تخار کی دی ولی چی ولسمشر داسی مشاورین مقرر کړی چی کورونه په بهر کی دی او ډالر اخلی او پوهیږی چی که وضعیت ترینګلی شو پاسپورت په جیب کی لرم