تاند- د کونړ او هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي، چې دوې اوونۍ پخوا په اسلام اباد کې برمته شوی و، خوشي شو.
په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ نن /جمعه/ تایید کړه، وحیدي چې د فبرورۍ په دوولسمه نېټه د اسلام اباد په یوه مارکیټ کې تښتول شوی و، خوشي شوی دی.
پاکستاني رسنۍ وايي چې وحیدي په صوابۍ کې وموندل شو.
د صوابۍ په رشید ګړۍ کې ده د خلاصون په عملیاتو کې د برمته ګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوي دي.
په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ وویل چې وحیدي نن /جمعه/ سهار وختي خلاص شوی او کونسلګرۍ ته سپارل شوی دی.
د وحیدي زوم هم د خپل خُسر خوشي کېدا تایید کړه.
د افغانستان ولسمشر له پاکستاني مشرانو غوښتي و چې د وحیدي د خلاصون لپاره جدي هڅې وکړي.
پاکستان داسی کارونه کوی قسم دا که شیطان یه هم وکی سری و تختو اوبیا یه خوشی که چا وتختو معلومه ندا