یونس تنویر

     ویل کیږي چې اوس د ساینس زمانه ده. د صنعتي انقلاب وخت دي. حتا د اکثرو انسانانو ذهن ته یې تغیر ورکړی دی . مګر د شاعر ذهن ولې ورسره په تفاوت کې واقع شو؟ او نه یې په شاعري، څه تاثیر وکړ. علت به یې څه وي؟ هغه سپوږمۍ، چې شاعر به د معشوقې مخ تعبیره وله، اوس نو خلک هلته ورځي او په دې فکر کې دي، چې ژوند پکې وکړي. مګر په شاعرۍ کې لا اوس هم په همهغه تعبیر پرته ده.

   ما شیني نړۍ هرڅه ماشیني کړي دي. له طبابته یې را واخله تر انجینري. مګر شاعري اوس هم په خپل خیالي اس سپره ده. خو ماشین شاعري نه شي زیږولی. ولې داسې یو ماشین جوړنه شو. ولې داسې یو رباط جوړ نه شو چې شاعري دې وکړي. دغه دواړه تکنالوجۍ انسان وژلی شي، زخمي کولای یې شي. مګر شاعري نه شي کولای. او نه یې وژلی شي.

   خبره داده چې شاعري یو داسې منظر څيړي، چې هغه د انسان فطرت دی. هغه د کایناتو روح دی. د کایناتو روح په ښکلا پورې تړلی دي. که نړۍ ښکلې نه وای؛ نو الله تعالی (ج) به خپل خوږ نبي اکرم (ص) به نه ورته رالیږه. ځکه چې رسول اکرم (ص) خو په الله تعالی ( ج) زیات ګران و.

   شاعري د هغه شي، انځورونه کوي چې د کال څلور فصلونه یې سره ویشلي دي. او د شاعري انځورونه د انسان د هغه حالت ده چې انسانان یې د د اظهارولو نه ، عاجز دی. همدغه فطرت نګاري ده چې شاعري غیږه ورکړې ده. او همدغه شی ترقیامته وي. د ساینسي پرمختګ په څېر، زر فنا کیدونکی نه وي. داسې فنا کیدونکی لکه څلور فصله چې د انسان کالي بدلوي. خو د شاعرې انځورونه په مسلسله توګه روانه وي. او همدا د هر دور د انسانانو خواص وي. د هر دوره انسان به مینه لري، نفرت، درد، احساس، عاطفه، تخیل، حواس، غم، خوښي، کرکه… لري. دغه هر توکی یو خاص فطرت لري. یو خاص حالت لري. شاعري د همدغه شي انځورونه او تحلیلونه کوي.

     او دغه حالت له تمدون نه ډیر لوړ دی. ساینسي پرمختګ به دې مقام ته ونه رسیږي. دا هغه شی دی چې شاعري تلپاتې ساتي. خوشال بابا خو ځکه وایي:

ناقرار د خوشال زړه همیشه ښه دی

یو زمان دې نه وي بند په قرارۍ کې

                                            (خوشال بابا)

     خوشال د کوم حالت د پاتې کیدو غوښتنه کړې؟ دا هغه حالت دی چې انسان په امید کې ساتي. او حضرت عمر(رض) له خدای (ج) څخه دومره ویره درلوده چې یو خس به یې را پورته کړ او وبه یې ویل چې کاشکې دا خس زه وای. چې د الله تعالی (ج) له عذابه خلاص وای. او د دو مره د لوی امید څښتن و چې ویل به یې که له دنیا یو انسان جنت ته ځي؛ نو هغه به زه یم. یانې د الله تعالی مهربانۍ څخه یې دومره زیات امید درلوده. او بیا یې وویل چې :ایمان د خوف او رجا ترمنځ دی. نو شاعري همدغه شی را انځوروي. شاعري دغه حالت ښکاره کوي.

   شاعري د مینې ژبه ده. او مینه هر انسان لري. تیکنالوژي به مینه پیدا نه شي کړای. شاعري د انسانانو د احساساتو انځورونه کوي. شاعري د انسانانو د خوشالي، درد، او د سکون د فطرت انځورونه کوي. نو د ژوند کولو اهمه پوهیدا په همدې شیانو کې نغښتې ده. چې د الله تعالی (ج) په تخلیق سم غور وشي او د هغه (ج) لویي راته څرګنده شي. دا وړ شاعري تلپاتې وي. هره شاعري هم شاعري نه شي کیدای. تر څو چې د کایناتو دعناصرو د فطرت انځورونه یې نه وي کړې.

   دغه فطرت د ځمکې په عناصرو کې هم شته او په انسانانو هم. د انسانانو معنوي حالت فطرت دی. چې له روح څخه را ټو کیږي. او بل د ځمکې فطرت، ښکلا، هوا، لویې او … ده.

     تاسې د خوشال بابا دا بیت وګورۍ چې د انسان د فطرت هغه حالت یې انځور کړی دی چې انسان یې په اسانه نه شي انځورولی:

چې یې زړه تر کاڼي سخت دی پرې مین شوم

لاس دې نه شي د سړي تر کاڼي لاندې

                                                 (خوشال بابا)

     خوشال بابا د هغه حالت انځور راکوي، چې اظهار یې ډیر ګران دی. تراوسه به مو د ډیرو، لاسونه تر کاڼی لاندې شوي وي. او درد یې، زړه برېښونکی دی. خوشال یو داسې درد را تر سیم کړی دی. چې تکنالوجي یې، نه شي کولای. که مو په مخکې یو څوک تر تیږې لاس لاندې کړي. نو طبعًا، د درد احساس یې  حس کولای شی.

     خوشال بابا موږ ته د هغه معشوق ظلم را ښودلی دی. چې زړه یې هغه کاڼي ته ورته دی چې د انسان په خوږو، بې تفاوته دی. همدغه د درد فطرت یې را انځور کړی دي. تاسې یې دا نور بیتونه هم وګورې:

لکه لوند خر څوړی تاو کړي نم یې ووځي

بیلتانه هسې نچوړ کړم په خپل اور کې

                                                     (خو شال بابا)

قلندره چې په دار هم سربلند و

هغه سر به اوس په پښو کې د د صنم ږدم

                                                    (قلندر مومند)

زمانې زه دې د رحم قایل نه یم

شاید نه دې و بل غشی په کمان کې

                                                     (ایوب صابر)

د عمل د خاوندانو په حضور کې

د وینا خاوند ولاړ لاس په سلام دی

                                                    (ګل پاچا الفت)

په ښه خوی سره د خلکو افسانه وې

خدای زماله کمبختیه په زړه سنګ کړې

                                                       (رحمان بابا)

هیروه مې چې تر څو دریادیدای شم

یادوم دې چې ترکومه مې وس رسي

                                                        (حمزه بابا)

——————————————-

د ښاغلي تنویر نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *