استاد اجمل ښکلی

په شاعرۍ او ليکوالۍ کې يوه بهرني محرک ته اړتيا شته، چې تا شعر يا نثر ته ولمسوي؛ خو دا بهرنى محرک هر څه هر څه نه دى.

بهرنى محرک دې وهڅوي، نور په مخه ځي، نور کار ستا خپل دى. که بهرنى محرک هر څه هر څه واى، ډېر خلک به شاعران او ليکوال واى.

په ليکوالۍ او شاعرۍ کې ډېره اړتيا د خيال او فکر ده.

فکر له تفکره زېږي. تفکر راته د واقعيتونو پر بنسټ د شيانو ترمنځ د ورته والي، تضاد او نورې اړيکې ښيي. مثلا: يوه سړى ووينو او خپل يو ملګرى راياد شي. رنګ، خوله، پزه، ونه، ناسته پاسته، د خبرو طرز يا کوم خوى ىې ورته وي. د ده او هغه ترمنځ چې دا کوم ورته والى دى، دا واقعي دى.

خيال له تخييل سره اړيکه لري او تخييل د شيانو ترمنځ د خيالي مشابهت، تضاد او تناسب اړيکه کشفوي. مثلا: دېوال راته بې پروايي او استقامت او ږلۍ راته رقيب رايادوي ؛ خو د بې پروايۍ يا استقامت او رقيب او ږلۍ ترمنځ تشابه واقعي نه ده. د دېوال يې له بې پروايۍ او د رقيب يې له ږلۍ سره څه؛ خو دا د تخييل کرشمې دي.

انسان که يواځې تفکر لرلاى او نړۍ ته يې يواځې په واقعي بڼه کتلاى؛ نو له هر څه سره به يې د ربوټ غوندې چلند کولاى؛ خو دا د انسان نېکمرغي ده، چې تخييل لري او نړۍ ته د تخييل په سترګو هم کتلاى شي. تفکر هر څه د ساده(سپين و تور) ټي وي غوندې ساده ښيي؛ خو تخييل ژوند ته رنګ ورکوي. ژوند ته مانا ورکول د تفکر کار دى؛ خو رنګينول او خوندورول يې د تخييل. تفکر عقل ته ځواب وايي او تخييل احساساتو ته، چې ژوند له احساساتو او عقل دواړو پرته نه کېږي.

تفکر او تخييل هر سړى لري؛ خو د ليکوال و شاعر غوندې حساس، فعال، ارادي او ظريف نه وي. د پنځګر تفکر او تخييل په تمرين او مطالعه او مشاهده پخېږي.

څوک چې په فکر کولو او تخييل روږدى نه وي، مضمون نه شي پيدا کولاى او نه نوې خبرې کولاى شي.

تخييل او تکفر که فعال وي. په خبرو، مشاهدو، مطالعه او پېښو کې نوي اړخونه پيدا کولاى شي. تفکر او تخييل د مقناطيس غوندې دي، چې فکرونه او خيالونه په ځان پسې راکاږي. حميد وايي:

ميبايد د يار طلب په ترک وجود

نار له نوره دى بېل کړى دغه دود

د حميد حساس تخييل دا خبره کشف کړې وه، چې د اور او رڼا توپير په لوګي کېږي. اور لوګى لري او رڼا دا عيب نه لري. وجود مادي مجبورۍ او کمزورۍ لري، ځکه له لوګي سره تشبيه شوى او چې دا له منځه ووځي؛ نو بيا اور هم همغه رڼا ده. د حميد اشاره وحدة ده.

د حميد بابا له مثاله ثابتېږي، چې د تفکر او تخييل کار ډېره پېچلتيا لري. تخييل او تفکر هممهاله په ډېرو مضامينو لګيا وي، چې ترمنځ يې اړيکه کشف کړي او مانا پکې پيدا کړي. داسې نو خيال يو وي، خو اجزا يې ډېر وي.

تخييل او تکفر همېشه خپل کار کوي، لګيا وي. معلومات راټولوي او زېرمه کوي يې؛ نو چې هر وخت دې زړه وي، استفاده ترې کولاى شې.

د تخييل او تفکر د فعال ساتلو مانا دا ده، چې همېشه ارادي فکر وکړې او نړۍ د تخييل له زاويې ارادي وګورې. که کوم فکر يا خيال درته راشي، يا دې ىوه څيز ته پام شي، چې بابېزه يې ونه وبولې، بلکې پسې وګرځې، چې دا له کوم ځايه راوتى او په کوم ځاى ختم دى.

که تخييل او تفکر فعال ساتو، نو شيانو او پديدو ته پکار ده، چې همېشه له دودې زاويې ونه ګورو. په خبرو کې خبرې پيدا کړو. په ډېر واړه بدلون سره په يوه زاړه مضمون کې نوي اړخونه پيدا کېداى شي.

د بېلابېلو شيانو او پديدو ترمنځ د اړيکې ارادي کشف يا د اړيکې د موندلو ارادي هڅه هم د شاعر و ليکوال تخييل فعال ساتي. دا ضرور نه ده، چې له دې ارادي هڅې دې له واره استفاده وکړئ، بلکې يو وخت به مو پکار شي، بل دا چې تخييل به مو ورسره فعال وي.

له دې پرته د شاعرۍ او ليکوالۍ بله لار نشته. موږ که د بهرني محرک بابا غوښې ډوډۍ ته کېنو؛ نو هېڅ به هم ونه کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *