نوید احمد وطنوال د الحاج محمد نادر خان زوی دالحاج عبدالحق خان لمسی د میرهزار خان کړوسی دعبدالجبارخان کوسی دعطاوالله خان کودی دی
په کال ۱۳۶۰/۵/۲۷ تاریخ کښي دهلمند ولایت دنوزاد ولسوالۍ دمیانجوی په کلي کښې دالحاج محمد نادر خان په یوې دیني، علم پروره ،وطندوسته کورنۍ کښې يې دې دنیا ته سترګي خلاصي کړي دي.
ابتدایي منځنۍ او ثانوي زده کړي یې دګرشک ولسوالۍ دابوالفتح بستي او میخانکي عالي لېسه کي بشپړي کړي وروسته یې په ۱۳۸۵ کال کښي دښووني اوروزني په عالي موسسه کښي شامل سوی اوپه ۱۳۸۰ کال کښي دژبي او ادبیاتو په څانګه کښي دمتوسط لیسانس ترلاسه کړی دی او همدارنګه په ۱۳۹۰ کال کښي دکانکور دامتحان له لاري داراکوزیا په پوهنتون کښي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی کښې شامل سو ی او اوس دیاد پوهنتون داتم سیمسټر د ادارې او دپلوماسۍ د څانګي محصل دی.
لنډي زده کړي
۱ ـ د مالي چارو .عامه لګښتونو او تداروکاتي قوانینو زده کړه
۲ ـ دمحاسبي او پالیسۍ . پلان جوړونۍ او ښه مدیریت په برخه کي زده کړي
۳ ـ دا نسانانو دقاچاق او اختطاف دمخنوي په اړه زده کړي
دندي
۱ ـ په ۱۳۸۵ کال کښې په هلمند ولایت کي دثبت احوال نفوس په عمومي مدیریت کي د توزیع تذکرې د مدیر په صفت دنده
۲ ـ د ولایت دمقام په حکم باندي په ۱۳۸۷ کال کښې د لښکرګاه ښاروالۍ دتفتش د معاون په صفت دنده
۳ ـ ۱۳۹۰ کال کښې د ایس .وي . ایف اجتماعي موسیسې د ریس په صفت دنده
۴ ـ په ۱۳۹۱ کال کښې د هلمند مستوفیت د عوایدو دمدیر په صفت دنده
د دندي د اجرا په وخت کي افتخارات او لاسته راوړني
۱ ـ د ولایت دمقام په حکم باندي په ۱۳۸۷ کال کښې دریمه ��رجه تقدیرنامه
۲ ـ د هلمند ولایتي شورا څخه په ۱۳۹۲ کال کښې تقدیرنامه
۳ ـ د مالې وزارت له خوا څخه په ۱۳۹۲ کال کښې تقدیرنامه
نوید احمد وطنوال په ۱۳۹۳کال کښې په مدني فعالیت شروع وکړه او ویې غوښتل چي ددي لاري خپل وطن او اولس ته خدمت وکړي چي اوس د بست مدني ټولني او دمدني ټولنو د همغږي دمرکز مرستيال دی.
په مدني فعالیت کښې لاسته راوړني
۱ ـ دټولو مدني . اجتماعي .فرهنګي . ځوانانو شورا اود ښځو دټولنو او نورو ټولنو تر مینځ پوره دهمږغۍ هڅه چې پايلې يې لرلي .
۲ ـ د معیبنو لپاره د دولت څخه (۸۰) رهایشي نمرې اخستل .
۳ ـ د اولس او دولت تر مینځ د اعتماد فضا جوړول او داولس مشکلاتو ته رسیده ګي او په مشکل یې ددولت لوړپوړي چارواکي خبرول او دحل لاري چاري ورته لټول.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۴) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۲۳\ ۱۳۹۴