که یوې خواته ننني علم مخته تګ کړی، بل خواته یې انساني ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی،چې ښه بېلګه یې ننۍ معاصره تکنالوژي یادولی شو.

فېسبوک هم د ننۍ معاصرې تکنالوژۍ یوه برخه ده چې تر نورو انټرنیټي شبکو زیات کارونکي لري، همدا چې زیات کارونکي لري او ډېر کسان ځینې استفاده کوي،نو د یوې څېړنې له مخې هغه کسان چې زیات فېسبوک کاروي نظر هغو کسانو ته چې فېسبوک کم یا بیخې نه کاروي، په رواني ناروغیو ژر اخته کېږي،چې دغه ګراف بیا له نارینه و نه په ښځو کې لوړ دی، یعني تر نارینه و ښځینه فېسبوک کارونکې په رواني ناروغيو ژر او ډېرې اخته کېږي.

دا چې ولې ښځې تر نارینه و زیاتې په رواني ناروغیو اخته کېږي؟ شاید یو علت یې دا هم وي چې الله ج ددوی وجود نازک او حساس پیداکړی او زړه بوږنوونکې پېښې یې رواني حالت له خنډ سره مخامخ کولای شي، نور به هم زیات لاملونه لري خو په ټولو یې خبرې کول یو بل ځانګړی بحث دی.

اوس نو د فېسبوک پر کارونکو(نارینه و او ښځو) د رواني ناروغیو اثر تر ډېره حده یو شان دی،خو ځیني تاثیرات شته چې تر نارینه و یې پر ښځو اثر زیات دی:

د فېسبوک کارونه دوه مخونه لري ،یو ترې سمه او پر ځای ګټه اخیستل دي بل د ښې استفادې تر څنګ ترې ناوړه او غیراسلامي ګټه چې باید د اسلامي نواحیو په نظرکې نیولو سره د بربنډو تصویرونو او فلمونو له لیدلو نه پکې کلکه ډډه وشي،ځکه دداسې څیزونو لیدل یو خو د اسلام له نظره حرام دي بل نه یوازې دا چې کس په رواني ناروغۍ اخته کوي تر څنګ یې همدغه کس په یو ډول پرېشانۍ، خسته ګۍ، دحافظې له لاسه ورکول او تل یې د یواځیتوب خواته سوق کوي، چې دغه ناوړه اغېز هم پر ښځو او هم پر نارینه و یو شان دی.

په فېسبوک کې د ښځینه ښکلو تصویرونو شتون یو بل هغه لامل دی چې بېرته ښځینه فېسبوک کارونکې له یوه ذهني کشمکش سره مخ کوي هغه په دې چې ښځینه فطرت په ښکلا او ښایست کې د ځان سیاله یا په نورو خوبیو کې تر ځان صفتي کس(بله ښځه) نه شي زغملای.

که یوه داسې چاته د ملګرتیا غوښتنه (ریکوېسټ) ور ولېږئ چې ستاسو په نظر د هغه ملګرتیا د ځان لپاره اړینه بولئ، خو هغه کس ستاسو غوښتنې ته ژر د هو ځواب در نه کړي، یا ترې خپل اکونټ بند شوی وي، یایې د ملګرو لېست پوره شوی وي او یا به هم کومه بله ستونزه راپیدا شوې وي نو ځکه به ستاسو غوښتنه لاځوابه پاتې شوې وي، خو پرته له دې چې تاسې دې خبرو ته پام وکړئ نو یو د کمترۍ احساس به کوۍ ، ځان به تر هغه کسه درته ټیټ ښکاري چې دا کړنه هم ستاسې په روان باندې اغېز کولای شي.

نور هم ځینې لاملونه شته چې د فېسبوک کارونه مو په رواني ناروغیو اخته کړي، دا چې ژر په نارغیو پکې اخته کېږو همداسې ژر او په ډېره اسانۍ سره ترې ځان هم ژغورلی شو:

اول- د بربنډو تصویرونو او فلمونو له کتلو څخه په کلکه ډډه کول.

دویم- له اړتیا پرته مو خپل تصویرونه مه پوسټ کوئ، ځکه که دا کار وکړئ او بیا مو تصویر د ملګرو له خوا زیات یا بیخي خوښ (لایک) نه شي نوپایله به يې بیا هم ستاسو لپاره ځورونکې وي.

درېیم- یو لایک کولای شي تاسو ته د ازموینې د پنځوس نومرو ارزښت ولري خو دا په هغه صورت کې چې تاسې هم د نورو لیکنې او نظرونه خوښ کړئ.

څلورم- پرته له هغو ملګرو چې ورسره پېژنۍ نور تش په نوم چې درسره ملګري دي یا په اصطلاح ورسره سلام علیک نه لرئ نو له داسې کسانو سره هېڅ وخت د لیکنۍ (چټ) او غږیزو خبرو کولو هڅه مه کوئ، په تېره بیا له مستعارو ای ډي ګانو(نجونو)سره.

پنځم- له اړتیا پرته زیات فېسبوک کې مه مصروفه کېږئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *