پر فلسفه باندې بحث کول ځکه سخت دي، چې دا د ژبې له بېدرېغه امکاناتو نه استفاده کوي. له ژبې نه ادبيات هم استفاده کوي او دا د فلسفې او ادبياتو مشترک اړخ دی. که د رغښتوالو او پسرغښتوالو(Post -structuralism) لحاظ وساتم، ويلی شم، چې ژبه د خپل ځان د څرګندولو لپاره فلسفه او ادبيات کاروي. مطلب دا چې، ژبه وسيله نه ده، بلکې هدف ده، همغومره هدف لکه په ادب کې چې ده، په فلسفه کې هم ده.
خو ژبه چې د څان د څرګندولو لپاره له فلسفې نه کومه استفاده کوي، هغه د ادب له استفادې سره توپير لري. ژبه د بهرني طبيعت په اړه د انسان تعبير دی او فلسفه د يوه علم او ادبيات د يوه هنر په توګه د دې تعبير نمايندګي کوي.
فلسفه د ژبې له معقولو امکاناتو نه استفاده کوي او د وجود د اثبات يا نفې لپاره د اخلاقو او داسې نورو فلسفي موضوعاتو په اړه زموږ په ژبنيو تعبيرونو کې ګوتې وهي. په دې مورد کې د ژبې له اصطلاحي اړخ نه استفاده کوي او کله نا کله خو آن د خپل منطق پر ځای ادبي منطق ته ګوتې اچوي.
د فلسفې په درې ډوله استدلال کې پر قياسي او استقرايي سربېره تمثيلي هم دی، چې د مثالونو په ښوولو او تمثيل سره استدلال کوي. د تمثيل او د تشبيه لوی توپير دی، چې لومړی په عقلي ورته والي(تشابه) او دويم په خيالي ورته والي(مشابهت) ولاړ دی؛ خو په ادبي ژبه کې دواړه ډوله کارېږي. د اپلاتون په (جمهوريت) کې د مثل لپاره چې د غار او د اور کوم مثال ورکړ شوی او له مخې يې استدلال شوی، هغه تمثيلي ارزښت لري، بلکې په (جمهوريت) کې خو د ادبي ژبې کارونه هم ځای ځای وينو. فلسفه له خيالي مشابهت نه هم کار اخلي؛ خو ډېره مخه نه ورکوي، ځکه بيا په فلسفي فکر کې ابهام او تناقض راوستی شي.
خو ادبيات د ژبې له خيالي امکاناتو نه استفاده کوي او څرنګه چې خيال زموږ پخوانۍ او اوسنۍ ژبنۍ تجربې سره غاړه غړه کوي؛ نو عاطفي ارزښت پيدا کوي؛ خو عاطفه د فلسفې په استفاده کې نشته؛ نو فلسفه له ادبي استدلال اسره احتياط کوي. پر دې بنسټ ادب د ژبې چوکاټونه ماتوي او د يار د مخ او د آيينې ترمنځ د مشابهت د پيدا کولو لپاره د دواړو په اړه زموږ په موجود ژبني تعبير کې خيالي امکان لټوي او عادي ژبه غير عادي کوي؛ خو فلسفه د نړۍ په اړه زموږ په ژبني تعبير کې ګوتې وهي، چې د خدای په اړه زموږ موجود ژبنی تعبير څه دی او څومره سم دی. دا زما خبره نه ده، بلکې دا خو د فنومنولوجۍ، وجوديت او پسرغښتوالې ګډه طرحه ده، چې د خدای په ګډون يو څيز هم له ژبې بهر نشته.
په دې طريقه موږ ويلی شو، چې فلسفي مفکوره هم د بېلابېلو ژبنيو عناصرو په تړاو کې د ژبې په نظام کې دننه مانا لري او چې دا نظام واوړي، په مفکوره کې بدلون راځي. پخوانو د لفظ او مانا اشتراک اړين ګاڼه؛ خو بيا يې هم په يوه نه يوه بڼه دواړه بېل ګڼل. (مانا) يې يا مصداق ته ويله يا يې داسې تصور کاوه، چې (مانا) د مصداق او لفظ له اشتراک نه پيدا کېږي؛ خو رغښتوالې، چې ژبه له طبيعته بهر مستقل نظام ګاڼه، مانا د دال(ساين) او مدلول(سيګنفايډ) ترمنځ تړاو ته ووايه. مدلول هغه تصور ته وايي، چې زموږ په ذهن کې د هغه مادي څيز په اړه موجود دی. په دې طريقه د دال او مصداق تړاو مستقيم او منطقي نه دی؛ نو ژبه چې پر موږ بشپړه مسلطه ده، زموږ مفکوره ترې څنګه وتلی شي؟
موږ ته چې فلسفه او ادب دوه بېل شيان ښکاري، توپير يې په استدلال کې دی. فلسفه علمي استدلال کوي؛ خو ادب هنري. علمي استدلال څنګه وي او هنري استدلال څنګه وي، دا زما د دې ليکنې له موضوع بهر ښکاري؛ خو پاس مې ورته څه نا څه اشاره وکړه.
پر دې بنسټ موږ فلسفه د يوه علم په توګه منو او چې کله د ژبې د دې استدلال له مخې کومه فلسفي خبره سلامته ادب ته راننوځي، بيا هغه شاعر ته فلسفي شاعر وايو. موږ په فلسفې پورې اړوند ليکوال کم لرو؛ نو عموما د فلسفي ليکوال اصطلاح هم نه لرو؛ خو په نوره نړۍ کې مثلا: هايدګر، درېدا، سارتر او ډېرو نورو خپل فلسفي افکار په ادبي چوکاټونو کې هم وړاندې کړي دي. له سارتر نه د وجوديت په اړه ډرامې پاتې دي.
دلته پوه شو، چې فلسفه د يوه موضوع په توګه هم ادبياتو ته راننوتی شي، ځکه چې فلسفه د انسان د ښېرازۍ لپاره کار کوي او د هغه په اخلاقي ژوند کې اسانتيا پيدا کوي؛ نو چې په خوا کې يې ادب دی، دا به هرومرو اغېزمنوي، بلکې دا د يوې ټولنيزې ښکارندې په توګه دا د ادب دنده ده، چې له فلسفې سره په ابلاغ کې مرسته وکړي.
همدغسې ادبيات هم د يوې موضوع په توګه فلسفې ته ورداخلېدی شي. د اپلاتون په جمهوريت کې د شاعرۍ مخالفت راته وايي، چې د فلسفي کار چې له اخلاقي نظام سره دی، پر ادبياتو ولې سترګې پټې کړي، ځکه د اخلاقو موافقت او مخالفت خو د ادب موضوع هم ده؛ نو د اخلاقو ادبي تعبير زموږ پر نظام کوم اغېز پرېباسي، اپلاتون پر دې بحث کوي او د فلسفې له زاويې نه خپله رايه څرګندوي. پر وړاندې يې د شعر په اړه د ارستو تعبير هم د فلسفي استدلال له مخې دی.
فلسفې پخوا پر ساينسي مسايلو باندي هم د خبرو کولو حق لاره؛ نو پر ادب باندې خو يې بالکل لاره، چې د انسان د ذهن کمال دی. فلسفې هڅه وکړه، چې په ادبياتو کې سيستم ولټوي او هغه سيستم پر راروانو بېلګو تطبيق کړي. ارستو چې په يوه وخت يې ساينسي فکر هم لاره، په تراژيديو او کوميډيو کې د ورته والي له مخې دا سيستم او نظم وموند او د همدې سيستم له مخې يې تراژيدۍ له کومېډيو بېلې کړې.
رومانتسيزم، مارکسيزم، رغښتواله، پسرغښتواله، د ژاک درېدا ورانول(Deconstruction) او… هغه فلسفي بحثونه دي، د ژبې له هنري ايجاد(ادب) سره يې مستقيمه يا نامستقيمه اړيکه لرلې ده.
ادبپوهنه لومړی د فلسفې او بيا د ساينس احسانمنه ده، چې نظم او چوکاټونه يې پکې وموندل؛ خو فلسفې د ادب د ايجاد پر علتونو هم بحث وکړ او د جز و کل ترمنځ پر ارتباط هم. د ادبي تيورۍ زياتره بحثونه د فلسفي منطق له مخې دي، چې ادب څه دی؟ د ادب د ايجاد علت څه دی؟ د ادب موخه څه ده؟ له ادب سره د اخلاقو څه تړاو دی؟ دا هغه بحثونه وو، چې فلسفې ورته د ساينس غوندې مطلق نه؛ خو نسبي ځواب ويلی شو، ځکه ادب د ښکلو هنرونو او د ښکلاييز تاثر د ايجاد له پلوه د ښکلاپوهنې د يوې څانګې په توګه هم د فلسفې په موضوعاتو کې راته.
نو فلسفه چې هر کله په هره موضوع بحث کوي، پر ادب سترګې نه شي پټولی او دا يې لويه مجبوري ده، ځکه خو هر فيلسوف ادبي مطالعه کوي.
که څه هم فلسفي استدلال ته هنري مثالونه نقصان رسوي او شايد په يوه فلسفي فکر کې درز راولي يا پکې ابهام پيدا کړي؛ خو بيا هم چې امکان وي، فلسفه له هنري مثالونو استفاده کوي، چې پر لوستونکي خپله خبره يواځې د عقلي استدلال له پلوه نه، د هنري منطق پر بنسټ هم ومني او له احساساتو او خياله يې هم استفاده وکړي. دا بېله خبره ده، چې دا استفاده کمه کېږي او ښايي د هنري استدلال پرځای يواځې د هنري نثر تر ايجاز او نورو ځانګړنو محدود وي.
ادب راته د ژبې هغه امکانات ښيي، چې فلسفه ترې بالعموم استفاده نه کوي، ځکه نو د فکري مښود لپاره هم د فلسفې لپاره د ادبياتو لوست اړين دی، په تېره دا چې، د استدلال قوت راکولی شي او په ادبياتو کې هغه موضوعات موندلی شو، چې فلسفه ورپسي ګرځي.
د ليکوال او شاعر، بيا د يوه څېړونکي لپاره د فلسفې څه نا څه لوست اړين دی، چې پر ادبي حقايقو پوه شي او پر هغو فلسفي فکرونو پوه شي، چې په ادب کې د يوې موضوع په توګه وړاندې شوي دي.
———————————-