که په فلش کي مهم مالومات لرئ او نه غواړئ چې د ورکېدو په صورت کې د بل چا لاس ته ورشي نو فلش ته مو شفر/ پاسورد ورکړئ،او ځان ډاډمن کړئ.

ډېر ساده او اسانه دا کار(فلش ته شفر ورکول) کولای سو،لاندي لارښووني یو په یو عملي کړئ څو فلش مو شفر لرونکی سي:

۱-فلش مو له کمپیوټر سره وصل کړئ.

۲- د پیل (start) مینو کلیک کړئ او په لټون ځای کې bitlocker  ولیکئ او بیاbitlocker drive encryption  کیلک کړئ.

۳-په وروسته مرحله کې د ټاکلي ډرایو یا فلش پر turn on bitlocker کلیک وکړئ.

۴. خپل پاسورډ ولیکئ او پر next کلیک وکړئ.

۵Help- Computer-اوس تاسو ته دوه اپشنونه یا انتخابونه مخته راځي په لومړي اپشن recovery key سره کولای سئ پاسورډ د یو فایل په ډول ثبت کړئ څو د هیري په وخت کې ورڅخه استفاده وکړئ او دوهم ايشن د همدې پاسورد فایل درته چاپوي.(که پرینټر نصب وي)

۷-بیا پر next کلیک وکړئ.

۸-خپل مخکینی پاسورد د تایید لپاره بیا ولیکئ او پر start encrypting کلیک وکړئ.(ځیني کمپیوټرونو کې بیا پاسورد لیکل نه غواړي)

۹-اوس ستاسو فلش پاسورد لرونکی سو،او هدف ته ورسېدلاست(ځیني وخت کله چي فلش د data ډک وي نو پاسورډ اخیستل وخت نیسي.)

اوس د دې لپاره چې وګورئ چي ایا فلش مو شفر لرونکی سوی دی او که نه؟ د دې تشویش د رفع کولو لپاره مو فلش د بل کمپیوټر سره وصل کړئ او وګورئ چي فلش مو پاسورډ لرونکی سوی دی،اوس نو فلش ته د ننوتو لپاره همدا پاسورډ کاروئ او د ورکېدو په صورت کي د بل کس د ننوتو څخه ډاډه اوسئ.

له فلش څخه د پاسورډ بیرته لیري کول:

۱-فلش له کمپیوټر سره وصل کړئ

۲-پر start مینو کلیک وکړئ،په لټون ځای کې bitlocker ولیکئ،bitlocker کلیک کړئ او بیا پر bitlocker drive encryption کلیک وکړئ.

۳-اوس پرturn off bitlocker کلیک وکړئ او وروسته decrypt drive کلیک کړئ،تر اخیرني کلیک وروسته مو فلش بلکل له پاسورډه خلاص او د مخکې په ډول سو.

یادونه: پورته د شفر ورکولو کړنلاره یواځي فلش ته د شفر ورکولو لپاره نه بلکي ډرایو،باندیني هارډیسک او نورو ذخیروي الاتو (storage devices) لپاره هم کارولی سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *