تاند- د فنلنډ یوې کمپنۍ داسي ټایرونه جوړ کړي چې د واورو په وخت خپله بڼه بدلوي او د موټرو د ښویېدو مخه نیسي.

په دغو ټایرونو کې چاینونه لګول شوي چې د موټر په سویچ بورډ کې د موجود سویچ په وسیله راوځي.

چاینونه په عادي سړک په ټایر کې ننوتي وي خو که پر سړک واوره وي او موټر ښوییږي، د سویچ په وسیله راوځي او د ښوېدو مخه نیسي.

دا ټایرونه د فنلنډ نوکین کمپنۍ جوړ کړي دي. دا شرکت وايي چې چاینونو ته هغه مهال اړتیا پیدا کېږي چې موټر پر سړک سلیپ کوي یا ښوییږي.

د نوکین شرکت په وینا موټر چلوونکو ته ګرانه ده چې بیا بیا د خپلو موټرونو ټایرونو ته چاینونه اچوي او بېرته یې ورڅخه باسي خو د دوی ابتکار نور د موټر چلوونکو تکلیف پای ته رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *