تاند- د فليپين د ښکلا ملکه د ٢٠١٣م کال د نړۍ د ښکلا ملکه غوره شوه.

ميګن يانګ چې په امريکا کې زېږېدلې، تېره شپه په يوه سخته سيالۍ کې ١٢٦ نورو سيالانو ته ماتې ورکړه.

يانګ، چې ٢٣ کلنه ده، ویلي چې تل به د نړۍ د ښکلا تر ټولو ښه ملکه وي.

په دغو سياليو کې د فرانسې د ښکلا ملکه دويمه او د ګانا دا درېيمه شوه.

2د نړۍ د ښکلا ملکې ته د جايزو د ورکړې مراسم تېره شپه د انډونيزيا په بالي ټاپو کې جوړ شوي وو.

په اندونیزیا کې، چې د نفوسو د شمېر له پلوه د نړۍ تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی، د ښکلا د ملکې د سیالۍ پر ضد ځینو خلکو مظاهرې وکړې او دا سیالي یې غیراسلامي او په اندونیزیا کې د بې بندوبارۍ د خپراوي لپاره هڅه وبلله.

One thought on “فلیپنۍ ملکه د نړۍ د ښکلا ملکه غوره شوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *