تاند- د فنلنډ د مهاجرت د خدماتو ادارې (The Finnish Immigration Service) په داسې حال کې چې د اسیايي هیوادونو د پناه پالیسي له سره ارزوي، د افغانانو د مهاجرت د غوښتنلیکونو په اړه پرېکړې ځنډولي دي.
دا اداره وايي «د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د افغانستان په اړه نوې پالیسي اعلان کړې. حاضردمه موږ پر دې پالیسۍ کار کوو او که اړتیا وه خپله پالیسي به بدله کړو. په موقت ډول به موږ د افغانانو د پناه د غوښتنلیکونو په اړه پرېکړې نه کوو. موږ به نور تفصیل هغه وخت اعلان کړو چې د موضوع په اړه تحلیل بشپړ کړو.»
د بخښنې نړیوالې ټولنې یا ایمنسټي انترنشنل په وروستیو کې له فنلنډ څخه وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو له بېرته استولو لاس واخلي ځکه چې د افغانستان امنیتي حالات مخ په خرابېدو دي.
ایمنستي د ملګروملتو په قول ویلي چې د سږکال په لومړیو ۶ میاشتو کې د افغانستان په تاوتریخوالو کې ۱۶۰۰ تنه وژل شوي او۳۵۰۰ نور ژوبل شوي دي.
دې ټولنې دغه راز یادونه کړې چې فرانسې او ایټالیا په همدې علت افغانستان ته افغان پناه غوښتونکي نه لېږي، او فنلنډ هم باید د افغانانو بېرته ستنول ودروي.
له بلې خوا د فنلنډ پولیسو د ټویټر له لارې تایید کړه چې دوی هم افغانستان ته د افغانانو بېرته ستنول ځنډولي دي.
د فنلنډ پولیسو پر ټویټر لیکلي:«پولیس به په راتلونکو ورځو کې هیڅوک بېرته افغانستان ته ونه لېږي. موږ له بېلابېلو چارواکو سره مسله حل کوو. بیا به لازمه پالیسي څرګنده کړو.»
د فنلنډ د مهاجرت ادارې له شمېرنو سره سم، د تېر کال له مې میاشتې څخه د سږ کال تر مې پورې په ۱۲ میاشتو کې د ۴۲۲۹ افغان پناه غوښتونکو پر غوښتنلیکونو غور شوی چې نژدې د ۳ زره غوښتنلیکونه تایید شوي خو ۱۰۰۰ نور رد شوي دي.
د پناه غوښتونکو له چارو خبر افغانان وايي چې اکثره هغه کسان نه منل کېږي چې د پناه لپاره ښه دلایل نه لري او یا داسې اسناد نه لري چې د دوی له پناه غوښتلو سره مرسته وکړي.
تاند ته ځینو افغان ترجمانانو ویلي، ځینې افغانان په دې خاطر رد شوي چې کله ورڅخه پوښتل شوي چې ولې غواړي پناه واخلي؛ نو ویلي یې دي چې په افغانستان کې کار او روزګار نه و یا غواړي چې زده کړې بشپړې کړي.
د دوی په وینا دا ډول دلایل د پناه ورکوونکو هیوادونو لپاره په هیڅ صورت د منلو نه دي.