د پوهنې وزارت
خبرپاڼه
۱۳۹۳ د سلواغې ۱۲ مه


‎د فنلنډ هېواد د افغانستان د سواد زده کړې د پیاوړتیا له پروګرام سره ۳ میلیون ډالره مرسته وکړه، چې په کابل، تخار او سرپل کې به د سواد زده کړې په پیاوړتیا او پراختیا ولګول شي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد شفیق صمیم د فنلنډ هېواد له شوې مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ددې مرستې پرمټ به نژدې ۵۰ زره کسانو ته  د سواد زده کړې اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت د سواد زده کړې د پیاوړتیا پروګرام (ELA) تردې وړاندې د جاپان او سویډن هېوادونو په مالي مرسته پر مخ وړل کېده، چې د فنلنډ هېواد له شوې مرستې سره به نور هم پراخ او له مخې به یې ډېر شمېر هغو کسانو ته چې د سواد له نعمت څخه بې برخې پاتې دي، د لیک لوست زمینه برابره شي.
د پوهنې وزارت سرپرست وویل، چې د سواد زده کړې د پیاوړتیا پروګرام له لومړۍ او دویمې دورې شاوخوا ۶۰۰ زره کسان فارغ شوي، چې د لیک لوست ترڅنګ یې یو مسلک او حرفه هم  زده کړې ده.
ددې پروګرام درېیمه دوره، چې په تېر ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې پیل شوې پرمټ یې د هېواد په         ۳۰ ولایتونو کې نژدې ۵۸۰ زره کسان، چې ۶۰ سلنه یې مېرمنې دي، پر لیک لوست بوخت او ترڅنګ یې دغو کسانو ته حرفې هم ور ښوول کېږي.
په کابل کې د فنلنډ سفیر د افغانستان له پوهنې وزارت سره د خپل هېواد د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې په افغانستان کې به د پوهنې د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هر اړخیزه مرسته وکړي.
د یادولو ده، چې له دې پروژې سره تخنیکي مرستې د یونسکو ادارې له لوري ترسره کېږي.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *