تاند- د امریکا فوربس مجلې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ تر ټولو قدرتمن مشر ونوماوه.

فوربس چې له ۲۰۰۹ څخه را په دې خوا د هر کال په پای کې د نړۍ د قدرتمنو مشرانو د نومونو لیستونه خپروي، سږ کال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل لیست په سر کې راوستی دی.

د فوربس معتبره مجله، چې اکثره مطالب یې د سوداګري او اقتصادي مسایلو په اړه دي، د نړۍ د سیاسي مشرانو، سوداګرو، پانګوالو او لویو شخصیتونو په منځ کې سږ کال پوتین د نړۍ تر ټولو قدرتمن انسان معرفي کړی دی.

دې مجلې تېر کال د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نړۍ تر ټولو قدرتمن سړی نومولی و.

د فوربس مجلې چلوونکي سټیف فوربس پرون له سکای نیوز تلویزیون سره په مرکه د پوتین د غوره کولو په اړه وویل:

«حاضردمه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ټولو په غوره کې دی. دی په روسیې کې ښکاره واکمني کوي، ده له ځانه د منځني ختیځ خان جوړ کړی. زموږ ولسمشر (اوباما) پوتین ته سر ټیټ کړ چې د سوریې په اړه د ده رضایت ترلاسه کړي.»

دا لومړی ځل دی چې پوتین د فوربس مجلې د لیست په سر کې راځي.

کریملین د دې خبر په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د کریملین ویندوی دیمیتري پیسکوف وايي: نپوهېږي چې په خپله پوتین په دې هکله څه فکر کوي.

وروسته له دې چې فوربس په ۲۰۰۹ میلادي کال د نړۍ د قدرتمنو مشرانو د کالني لیست په خپرولو پیل وکړ، له ۲۰۱۰ کال پرته چې د چین ولسمشر هو جین تاو یې د نړۍ تر ټولو غښتلی مشر ونوماوړه، هرکال یې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نړۍ تر ټولو قدرتمن مشر غوره کړی دی.

د فوربس مجلې د سږ کال په لیست کې د چین اوسنی ولسمشر شي جین درېم دی. پاپ فرانسیس څلورم او د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل پنځمه ده.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي درویشتم دی خو د روسیې صدراعظم دیمیتري مېدوېدیف ته دري پنځوسم مقام ورکړای شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *