فوسیل
په فوسیلي تېلو او سوڼ توکو کې سکاره (coal)، پېټرولیم یا تېل (petroleum)، طبیعي ګاز (natural gas)، د نفت ډبرې (oil shales)، قیر (bitumens)، په قیر لړلې شګه (tar sands) او درانده تېل (heavy oils) شامل دي. بې له فوسیلي تېلو د نړۍ ډېر ماشینونه کار نشي کولای همداسې ډېره روښنایي هم په تېارې بدلېدای شي ځکه چې د برېښنا د تولید لپاره هم کاریږي، د ډېرو خلکو کورنه به په اوړي کې ډېر ګرم او په ژمي کې ډېر ساړه شي. ټول خلک فوسیل په یو نه یو ډول کاروي خو له کارونکو یې د ګوتې په شمېر د فوسیل په اړه مالومات لري.
 
په ټولو فوسیلي تېلو کې کاربن موجود وي او ټول فوسیلي تېل د دوه پروسو یا پړاونو پاېله ده. دغه توکي څرنګه رامنځته شوي ؟ په رامنځته کېدو کې یې دوه پروسې کارېدلي یوه فوټو سېنټې سېز (photosynthesis) چې د وړانګو په ذریعه د موادو ترکیب ده لکه د بوټو د پاڼو شین رنګ تولیدېدل او بله پروسه د همدې بوټو په پاتې شونو جیولوجیکي پروسه ده. فوټو سېنټې سېز په اصل کې د یو ژوندي لخوا لمریزه انرژي په کیمیاوي انرژۍ بدلولو ته وایي. ډېر فوسیلي توکي چې مونږ یې نن ورځ کارو له الګي (algae)، باکتریا (bacteria) او بوټو رامنځته شوي دي چې ځینې یې د ۴۱۹.۲ میلیونه او ۳۵۸.۹ کلونو وړاندې تر منځ د ډیوونین دورې (Devonian Period) دي. دغه پورته فوسیلي یاد شوي تېل او سوڼ توکي ډېر زاړه دي او فوسیلي ژوي ندي. اوس باید فوسیلي ژوي هم وپېژنو چې څه دي او اوسمهال په کوم ډول کې پیدا کیږي.
 
د ژو فوسیل په اوس وخت د ژو او بوټو پخواني پاتې شوې نښې او جسدونه دي. د بدن د سختو برخو نښانونه یې په ډبرو کې د فشار د وارېدېدو له امله جوړ شوي د همدې نښانونو له پاسه یې جامد او خوسا شوي اسکلیټونه هم موندل شوي. کوم ژوي په کوم شکل کې پاتې شوي یا کوم بل شکل ته بدل شوي ؟ دې سوال باندې د پوهېدو لپاره باید د ژو د بدن د غړو ترکیب باندې لمړی ځان پوه کړو. صدف له کلسیم کاربونېټ (calcium carbonate) څخه جوړ شوی، هډوکي له کلسیم فوزفېټ (calcium phosphate) څخه جوړشوي. که چېرې یو ژوی مړ شي او د بدن دا برخې یې ژر د خاور لاندې شي او چار چاپېره ترې عضوي نسجونه پاتې شي نو ممکن د بدن سختې برخې یې تر میلینونو کلونو ساتل شوې پاتې شي بل امکان داده چې ممکن دا جسد په جامدو منرالونو بدل شي په دې مانا چې عضوي نسجونه یې په بشپړ ډول له منځه ځي او په غېرې عضوي توکو چې کاربن نلري بدلیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *