سړی نګوښیده. د ممپليو بار ریړه یې ورو ورو ټیله کوله. مخامخ یې لاس ونیو:
– وروره سټیډیم ته دغسې سیده ورووځم
– هاغه مخامخ نه وینې، دغه دی کنه
سړی ریړې ته کړوپ شو، چې تیزه یې کړي خو یوه پښه یې اوچته نه شوای اخیستلی. ورته ومې ویل:
– ممپلي له سټیډیوم سره خرڅوې؟
– هو، انډیوال مې ویل چې توپ وي هلته ښه سودا کیږي
– پنځلس دقیقې وروسته لوبه شروع کیږي چې دوه درې ساعته مخته ورغلی وای ښه نه و! ګوره له سټیډیم سره دومره خلک نه ښکارې خلک ننوتې دي
سړي په دستمال باندې چې پر سر یې تړلی و، لاس وواهه:
– اخ اې نو دا زوی مړی توپ تر کله دی؟
– یو نیم ساعت
– پوهوهو دا مردار توپ د دوو روپو شی والله که وي خو بس د خدای مخلوق پرې مین دی
ما وخندل، ترې تیر شوم، د ټکټ غرفې ته ودریدم. ده راغږ کړل:
– زه خو والله که غران په ورکړم ته ټکټ ورته کوې
ما ټکټ ورته وخوځاوه او سټیډیم ته ننوتم. د لوبې له پای ته رسیدو سره چې راووتم د ممپلي پلورونکي په لاس کې پلاستیکي توپ و. ورته ومې ویل:
– په دغه څه کوې؟
ده ریړې ته اشاره وکړه. توپ یې له لاسه ولوید. زه ورټیټ شوم توپ مې راواخیست. ده وویل:
– ورته ګوره دغه نوکي ممپلي پاتې دي نور والله که پوه شوی یم چې څرنګه خرڅ شول
توپ مې ورته ونیو. ده وویل:
– د بخت شی دی، دغه مې زوی ته واخیست.
پای