تاند- د فوټبال د نړیوال جام د اتلولۍ د غوراوي په دوهمه مسابقه کې د سوریې د فوټبال ملي ټیم د سې شنبې په ورځ افغانستان ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه.

تر دې مخکې سوریې په ایران کې افغان ټیم ته شپږ پر صفر ماتې ورکړې وه.

په افغانستان او سوریه کې د جګړو له کبله نړیوالې مسابقې نه کېږي. د افغانستان پر ځای په ایران کې او د سوریې پر ځای د اردن په امان کې د دوو ټیمونو مسابقې وشوې.

نن /سې شنبه/ په اومان کې سوري لوبغاړو د سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې درې ګولونه ووهل او یو یې وخوړ خو په دوهمه نیمايي کې یې د یوه بل ګول په وړاندې دوه ګولونه ووهل.

د لومړۍ نیمايي په وروستیو شېبو کې د افغانستان لپاره نورالله امیري ګول وواهه.

د افغانستان دوهم ګول فیصل ښایسته په ۷۸ مه دقیقه وواهه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *