۱۳۹۴/ثور/۱۱
فضل یار
تیره ورځ دخوست ولایت په ملي لوبغالي کې دفوټبال دلیګ سیستم په سیالیو کې له (ج) ګروپ څخه دهمت او میدان هوايي لوبډلو ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه.
لوبه ماسپښین مهال درې نیمې بجې پیل شوه ،له پیل څخه دواړه لوبډلې دګولونوپه هڅه کې وې ،دلوبې په اولنۍ نیمه کې دشاهین لوبډلې دهادي الله په مټ یو ګول وواهه ،ورپسې جوخت د کاروان لوبډلې لوبغاړي اکبرعلي دخپل ګول بدله واخیسته او لوبه یې یو ،یو مساوي کړه .
د لوبې دویمه نیمه ،چې بیا هم په ډیره په تیزۍ سره پیل شوه ،دواړو لوبډلو یې دګولونو په کولو کې خپلې ټولې هڅې دریغ نکړې ،چې په دې دویمه نیمه کې دشاهین لوبډله یو څه ښه وه ،په دې نیمه کې شاهین ۲ او کاروان لوبډلې یو ګول وواهه.
دلوبې په دویمه نیمه کې دشاهین لوبډلې له لوري بادشاه میر مشهور په بړې او ممتاز یو ،یو ګول وکړ او همداشان په دې نیمه کې د کاروان لوبډلې له لوري امید و ،چې یو ګول یې وکړ ،خو لوبډله یې له ماتې ونه ژغورل شوه.
په دې ترتیب سره شاهین لوبډلې دغه لوبه ،چې پوره نوي دقیقې روانه وه ،درې د دوو په مقابل کې د شاهین لوبډلې په ګټه پای ته ورسیدله.
دیادولو وړ ده ،چې نن ورځ له اول (الف) ګروپ څخه د دوو قوي لوبډلو کلوب اوغرغښت ترمنځ سیالي کیدونکې ده .