په خوست کې د فوټبال مسابقې

۱۳۹۴/ثور/ ۷

فضل یار

تیره ورځ دخوست ولایت په ملي لوبغالي کې دفوټبال دلیګ سیستم په سیالیو کې له (ب) ګروپ څخه دمجاهد او ګربزو سرحدي لوبډلو ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه.

لوبه ماسپښین مهال درې نیمې بجې پیل شوه ،چې له پیل څخه لوبه دمجاهد لوبډلې په لاس کې وه او په مقابله لوبډله یې دګولونو باران جوړ کړ .

دلوبې په اوله نیمه کې دمجاهد لوبډله پّ دې وتوانیدله ،چې د دوو وروڼو لوبغاړو په طاقت څلور ګولونه ووهي په دې برخه کې محمد عارف یوسفزي او زبیح الله یوسفزي دوه ډوه ګولونه ووهل.

د لوبې دویمه نیمه هم دګولونو په وهلو سره پیل شوه او په دې نیمه کې هم محمد عارف یوسفزي دریم ګول وکړ او ورسره ترڅنګ دویم زبیح الله هم دوه ګولونه ووهل.

په دې سره دمجاهد لوبډلې وکولای شول لوبه په اوو (۷) ګولونو سره دځان په نوم کړي او په لوبه کې د دریو ګولونو په وهلو سره محمد عارف یوسفزی غوره لوبغاړی ونومول شو.

دیادولو وړ ده ،چې نن ورځ له دریم ګروپ څخه د دوو قوي لوبډلو دکلوب دویم ټیم اوحیدرخېلو بریال کلب ترمنځ سیالي کیدونکې ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *