۱۳۹۴/ثور/۱۳
فضل یار –
تیره ورځ دخوست ولایت په ملي لوبغالي کې دفوټبال دلیګ سیستم په سیالیو کې له (ب) ګروپ څخه دمجاهد او همت لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.
لوبه ماسپښین مهال درې نیمې بجې پیل شوه ،له پیل څخه دواړه لوبډلې دګولونوپه هڅه کې وې ،دلوبې په اولنۍ نیمه کې دمجاهد لوبډله په دې وتوانیدله ،چې په مقابله لوبډله دیار محمد په پیاوړي شوټ سره دهمت لوبډلې دروازه پرانیزي .
له دې ګول وروسته هم دواړو لوبډلو په یوه او بل بریدونه ترسره کړل ،خو یوه لوبډله په مساوي کولو او دویمه په دویم ګول کولو کې پاتې راغله.
د لوبې دویمه نیمه ،چې بیا هم په ډیره تیزۍ سره پیل شوه ،دواړو لوبډلو یې دګولونو په کولو کې خپلې ټولې هڅې دریغ نکړې ،دلوبې په دې دویمه او وروستۍ برخه کې دمجاهد لوبډلې دوو پیاوړو لوبغاړو شوکت مندوخېل او عبدالفتاح واکمن هغه لوبغاړي وو ،چې دلوبډلې بریا یې یقیني کړه او دغه نیمه هم دمجاهد لوبډلې دوه صفر پای ته ورسوله.
په دې ترتیب سره مجاهد لوبډلې دغه لوبه ،چې پوره نوي دقیقې روانه وه ،درې د صفر په وړاندې له همت لوبډلې وګټله.
دیادولو وړ ده ،چې نن ورځ له دریم (ج) ګروپ څخه د دوو غوره لوبډلو کاروان او کلوب ۲ ترمنځ سیالي کیدونکې ده .