تاند، چهارشنبه د چنګاښ ۲۶ مه: د فوټبال نړیوال جام سیالیو دویم پړاو لپاره د لوبډلو د ځای د مشخصولو لپاره پچه اچونه وشوه او افغانستان په کې له بنګله دیش، عمان، قطر او هند سره یوه ډله کې راغلی دی.

په دې درجه بندۍ کې لومړی ګروپ د ګوام، مالدیپ، فلپین، سوریې او چین دی.

دویمه ډله کې نیپال، کویټ، تایپي، اردن، استرالیا، دریمه کې کامبوج، هانګ کانګ، بحرین، عراق او ایران، څلورمه ډله کې سنګاپور، یمن، فلسطین، ازبکستان، عربستان او پنځمه ډلګۍ کې له افغانستان سره بنګله دیش، هند، قطر او عمان راغلي دي.

د قطر ۲۰۲۲ کال نړیوال فوټبال جام لپاره دویم پړاو کې شپږم ګروپ د منګولیا، میانمار، تاجکستان، قزاقستان او جاپان دی.

اووم ګروپ کې یې انډونیزیا، مالیزیا، تایلنډ، ویتنام، امارات او اتم ګروپ کې یې سریلانکا، ترکمنستان، شمالي کوریا، لبنان او سویلي کوریا راغلي دي.

دغو اتو ګروپونو نه به ایله څلور لوبډلې د قطر ۲۰۲۲ نړیوال جام فوټبال سیالیو لومړني لیست ته ووځي.

قطر د نړیوال جام سیالیو لپاره له څو کلونو راهیسې د سپورټي ښارګوټي په جوړولو کار روان کړی دی او دې برخه کې یې چټک کارونه روان کړي دي.

د فوټبال د تېر نړیوال جام کوربه توب د روسیې پر غاړه و، چې اتلولي یې فرانسې له کروشیا څخه وګټله.

نور سپورتي خبرونه

د فوټبال افغان لوبډله سختې لوبې په مخ کې لري

مجیب الرحمن انګلستان ته رسیدلی

د پنځوس اوريزو سیالېو په نړيواله درجه بندۍ کې راشد خان خپل اتم مقام 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *