۱۳۹۴/ثور/۱۰
فضل یار
تیره ورځ دخوست ولایت په ملي لوبغالي کې دفوټبال دلیګ سیستم په سیالیو کې له (ب) ګروپ څخه دهمت او میدان هوايي لوبډلو ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه.
لوبه ماسپښین مهال درې نیمې بجې پیل شوه ،له پیل څخه دواړه لوبډلې دګولونوپه هڅه کې وې ،دلوبې په اولنۍ نیمه کې دهمت لوبډلې یو ګول وواهه ،نو داسې ښکاریدله ،چې همت لوبډله بریالۍ او نور ګولونه به هم ووهي ،خودمیدان هوايي لوبډلې په خپلو ټولو هڅو سره نه ګول وکړای شو او نه یې مخالفه لوبډله بل ګول کولو ته په دې اوله نیمه کې پریښودله.
دلوبې په اوله نیمه کې د همت لوبډلې دلوبغاړي انورالله ګول همت ته دا همت ورکړ ،چې دا نیمه یې دځان په نوم کړه .
د لوبې دویمه نیمه ،چې بیا هم په ډیرې تیزۍ سره پیل شوه ،دواړو لوبډلو یې دګولونو په کولو کې خپلې ټولې هڅې دریغ نکړې ،چې په دې نیمه کې دمیدان هوايي لوبډلې له لوري امید دلوبې په وروستیو کې دخپلې لوبډلې امیدونه راژوندي کړل ،چې لوبډله یې له ماتې وژغوري او په دې دویمه نیمه کې یې دخپل ګول انتقام واخیست او لوبه یې مساوي کړه .
په دې سره دواړو لوبډلو وکولای شول ،چې ددې لوبې څخه ،چې مساوي شوې وه ،یو – یو پواینټ دخپلې لوبډلې په نوم کړي .
دیادولو وړ ده ،چې نن ورځ له دریم (ج) ګروپ څخه د دوو قوي لوبډلو داسمعیل خېلو دکاروان اولټکو دشاهین لوبډلو ترمنځ سیالي کیدونکې ده .