ليکنه: محمود حقانى –
په دې پر مخ تللې نړۍ كې د ټولنيزو رسنيو ارزښت او اغېز له چا څخه هم پټ نه دى خو په دې کې بيا فيسبوک له خپلو هم مسلکو نه څو قدمه وړاندې دى ځكه چې نن سبا ماشوم، ځوان، معمّر هر يو ورته لاس رسى لري، که د علم په زيور سمباله طبقه وي او که نقيض يې.
خو پر ځاى د دې چې سمه کارونه يې وشي ځوانان لګيا دي داسې مواد نشروي چې ټولنه د ابتذال لورې ته سوق کوي او هيڅ اسلامي، افغاني ارزښتونه پام کې نه نيسي او د ځينو خو بيا د صبر، زغم قوه دومره ټيټه وي چې که خپله نيمګړتيا ورته ښايې او سمې لارې ته يې لارښوونه کوې نو وار د مخه به دې په راز راز نومونو نوموي پخپله ښه خبر به دې پښيمانه کړي او هغه نور چې ځانته ټول دين وايي که په منطق ولاړ بحث ورسره وکړې او ځواب كې دې پاتې راوست نو ښکنځلې خو د چا د پلار نه دي که څومره ورته ووايې چې دا فسق دى نو درغبرګه به کړي چې ته زما نه په قرآن، حديث ښه پوهېږې.
په خداى د نورو هيوادونو د ځوانانو کمنټونه چې وګورئ نو سم به ورته وپسخېږئ چې دوى سره د خپل ملت، هيواد ابادۍ څومره لوړ احساس دى او راشه زموږ د خلكو کمنټونو ته چې د مخصوصو افرادو نه پرته ټول يو بل ته په بد رد ويلو سره اخته وي.
خو ځنګل د زمريو نه خالي نه وي اوس هم داسې د ملت په غم غمجن ځوان کدرونه شته چې تل يې/د فيسبوک نه سالمه او مثبته ګټه پورته کړې/کوي، دوى شپه ورځ ددې درديدلي او کړيدلي ملت په غم کې فکرمند وي کله يې د تعليم په فکر کې وي کله يې د درملنې او کله د يوې فقيرې، مسکينې کورنۍ سره د مالي مرستې په فکر کې، هره ورځ داسې پوسټونه مو د سترګو لاندې تېريږي چې کله چا ته د تعليمي مصارفو کمپاين کله د کتابتون کمپاين کله د ويني د اړتيا او کله د ناروغه لپاره د پيسو، او همدغه کمپاين بيا دومره اغېزمن وي چې په لږه موده کې د مطلوب شخص لپاره هر څه برابر کړي په والله داسې اشخاصو ته د سړي د زړه له تله نه غير اختياري دعاګانې کېږي.
سپارښتنه:
هغه ځوانان چې له فيسبوک نه غير منطقي ګټه پورته کوي ځانګړې هيله کوم چې داسې مواد نشروئ چې دې رنځور ملت لپاره د درمل ځاى ونيسي فارسۍ کې متل دى ،، ماهى را که هر وقت از آب بګيرى تازه است،، اوس هم وخت تېر نه دى راځئ نوره پاتې انرژي مو د هيواد په بيا رغونه او د هيوادوالو د سوکالۍ لپاره مصرف کړئ.