خان ولي خان بشرمل

له نن څخه ۲۴۰۰ کاله وړاندې ، لیوسیپ پس او  ډیموکراتیس خپله نظریه وړاندې کړه، چې هر څه له کوچنیو ذراتو او تشې خلا څخه جوړ دی، له دې څخه وړاندې هیریکلیټس نظر ورکړ، چې هر څه په حرکت کې دي . اپلاتون وویل چې زمونږ حرکت او کړنې د مافوق الفطرت ځواک لخوا کنټرولیږي او موږ دې ته اړتیا لرو چې د هغه له لامحدوده او مطلق ځواک څخه په ګټه اخیستو، د مجازي نړۍ انځورونه جوړکړو. له دې وروسته ارستو یو شمیر نظریات وړاندې کوي ، دی وايي:

هغه څه چې زما ښوونکي اپلاتون وړاندې کړی دی، د نیوکي وړ دی، ده د اپلاتون نظریاتو ته  یوازې هغه څه ور زیات کړل  چې د اپلاتون په مطلق مطلقیت کې د یو لږ  پرمختګ باعث وګرځیدل ، البته ده هم د خیال پرستي لمن پرینښوده، دي وايي چې د مطلقیت ترمنځ د یو شي د رامنځته کولو په موخه ذرات شته دی او د دې اجزاء خپلمنځې تضاد او ټکر د دې باعث ګرځي چې یو نوي شی رامینځته شي . البته پر  ارستو هم دلته یوه نیوکه کیدای شي او هغه دا چې ده هم د تضاد رامنځته کوونکو ذراتو ځانګړتیاوې مطلقي وبللي. د ارستو نوښت د دې باعث شو چې وروسته جارج هیګل او مارکس له دې څخه د تضاد قانون یا د مارکس په اصطلاح د نفې نفې قانون را وړاندې کړ.

له نن څخه ۲۳۰۰ کاله وړاندې ویل کیده چې د هرشي پوهه د انسان د وس خبره نده او  موږ  وړتیا نلرو، چې پر هر څه پوه شوو، د دې خبرې د لا تشریح لپاره دوی یوه بیلګه وړاندې کوله چې موږ د هر څه د مالومولو ځواک پدې خاطر نلرو، چې موږ یې د ادراک طبیعي حسونه نلرو، یانې جوهن لاک نړۍ ته د فلسفې په برخه کې هغه څه وړاندې کړل ، چې درویشت سوه کاله وړاندې په لاشعوري توګه د هغو اټکل کیده او هغه دا چې لیده، خوند، اوریدل، درک او بوی کولو حس. له دې وروسته ډېرو ساینس پوهانو هغه څه د تورو پیړیو له اوږد جهالت څخه وروسته وړاندې کړل، چې له امله یې ساینس په لویه کچه پرمختګ وکړ.

یو وخت و چې خلک به پر ښه او بد نه پوهیدل، البته هغه څه چې په طبیعي او ظاهری بڼه دوی ته د ګټې وړ وو، ښه او هغه څه چې دوی ته په طبیعي او ظاهري توګه  ضرري توانیدل بد وو. ښې بیلګې یې د بوټیو څخه د دوی ګټه پورته کول وو، د اوږد مهاله ژوند په موخه د بوټیو خوړل او ډېر داسې بوټې چې دوی به یې د مرګ کندې ته اچول ، بد ګڼل کیدل . هغه ځناور چې کمزوري وو، ښه او هغه کمزوری چې پر انسانانو زورور وو، بد! همداسې هغه ځناور چې د دوی بار به یی راوړل او ورځنیز  چارې به یې ترسره کولي تر ټولو ښه ځناور و. هان تر دې چې د ځینو ځناورو لکه سخوندر، فیل، غوا او مارانو عباداتونه به هم کیدل ، زکه چې دوی د هغه وخت انسان ته تر ټولو ځواکمن ځناور ښکاریدل . همدا علت دی، چې د نن په خدایی کې د ځواک ماده لیدل کیږي .  یانې د خدای سره ځواک تړي .

د ونو عبادات هم کیده، ولې چې دوی به د ونو له سیورې او میوو ګټه پورته کوله .  یانې د خدایی تصور ډېر شیان په لوړ والي کې پټ دي . زکه چې په یو وخت کې د غره د لوړوالي له امله د هغو عبادات هم انسانانو پر خپل ځان عین عبادت او فرض ګڼلي و. همداسې د بوړبوکیو لوړوالي او توپانونو هم د عبادات بڼه غوره کړی وه . وروسته توپانونه او بوړبکي د خدای په قهر بدلیږي . همدا علت دی، چې د خدای په پرستش کې لوړوالي ته اهمیت ورکول کیږی، ځینې یې بیا پر دی هم باور لري، چې خدای لوړ دی . یانې په اسمانانو کې اوسیږي، دا په داسې حال کې چې د اوه اسمانونو تصور، په اوه ورځو کې د کایناتو جوړول، د اونۍ اوه ورځي بیا په هغه کې ښه ورځ، د سفر کولو او نه کولو ورځي، د عبادت ورځ او د کار ورځ هغه څه دی، چې د یونان له غني کلاسیک ادبیاتو او تمدن څخه را اخیستل شوې دي. دې ډله بندي ته وروسته ارستو په لسو برخو کې سیسټماټیک او منظم شکل ورکړ خو دې ډله بندي د هغه وخت نظام ته ډېر ځواک ورکړ او وروسته یی بیا ادارو، حکومت او د دولت نظام ته مسلکیتوب او پیژندګلوي ورکړه، چې له بده مرغه موږ یې نن هم نلرو.

د ارستو ډله بندي د کایناتو ترمنځ د یو شي د سپین، تور او سور ګڼلو په هکله  ستر انقلاب ته لاره هواره کړه،  حتی ویلی شو چې نننۍ ساینسی څیړني، فزیکي نوښتونه او قوانینو هم له دې یوناني ډله بندی څخه تر ډېره بریده کیدای شي اغیزمنتیا ترلاسه کړی وي. همداسې په نړۍ کې ډېرو ناپیژندل شویو ځواکونو  او شته شیانو ته چې د عادي سترګو په مرسته یې نشوو کتلی ، د هر څه د حرکت او  په حرکت کې د شته اجزاء تضاد یو نوی اړخ ورکړی دی. دې نه یوازې د مادي په تل کې پټ خوځښت  ته د پیژندګلوي لاره هواره کړه بلکې د نړۍ خلک یی پر دی وه پوهیول چې هغه څه ته چې موږ  نه رسیږو،  د څیړني او ادراک له لارې رسیدای شوو. خو بل لورې ته ډېرې نیمګړتیاوي هم له ځان سره لري.

لنډ دا چې په نړۍ کې شته عناصر د نړۍ د بدلون باعث ګرځي، دا بدلون تر ډېره بریده مادي وی خو د مادي بدلون تر شا پټ ځواک د نالیدو یا مخفي حرکت له مخې بدلون ته لاره اوارول ، یو ډول خیالي تشریح کول مافوق الفطري ځواکونو ته د جواز  لاره  برابروي .حقیقت خو دا دی، چې هيڅ نشته دی، خو له شته عناصرو پرته ، زموږ فکري خوځښت د مادی خوځښت  د نه لیدو یا د دې د ادراک وړتیا نه درلودو په صورت کې د څه شته مطلب یانې هیڅ ته د څه شته ځواک وربښل غیر ساینسي اقدام دی  او  ویلی شوو، چې عینې ساینسي څیړني دې ته لاره  اوارولي شي، چې هیڅ ثابت کړي، بیا تر ټولو عجیبه خبره خو دا ده، هغه څه چې باور پرې نلرو د هو په صورت کې ثابتوو، یانې د مادي عناصرو ځان د یوه پیښې په صورت کې ظاهرول!

دا خبرې ډېرې زړي دی خو بیاهم زموږ ډېرو ملګرو ته نوې ښکاری او پر ډېرو یې بحث کول له دودي کړنو څخه سرغړونه ګڼل کیږي. د دې کار یو عمده علت دا کیدای شي، چې دوی لا تراوسه پر فکری  استقامت نه بلکې د پخوانیو کیسو پر استقامت د رښتنوالي ګمان نه بلکې عقیدوي باور لري. د ډېرو په اند د زړو دودونو پالنه د قام او ملت او بیا د ځینو په اند د بشري ارزښتونو معیار ګڼل کیږي، خو خبره داسې نده بلکې فکري استقامت ملتونه او قامونه پر شا او د وروسته پاتيوالي کندي ته غورځوي. په داسې ټولنه کې نه یوازي  انساني ارزښتونه د زړو فکرونو قرباني کیږي، بلکې له هغو ټولو معاصره دودونو چې د ټولنې د لا پرمختیا او ودې سبب  ګرځي، مخنیوي کیږي او په بدل کې یې وروسته پاتې وراسته عناصر ځای نیسي.

حال دا دی، چی هیرایکلیټس له نن څخه ۲۵۰۰ کاله وړاندې وايي چې هیڅ شي دایمي ندی بلکې په دوامداره توګه پر بدلیدو او د حرکت په حالت کې دي. یانې موږ په فکري توګه د هیرایکلیټس له زماني هم وروسته پاتې یوو، د مصریانو د سخوندرو د خدایانو له ژوند څخه هم وروسته پاتې یوو! زکه چې په هغه وخت کې د میرمنو حقوق خوندې وو، بشري ارزښتونو ته په  بشپړه توګه درنښت و، د یو خدای پر ځای سلګونو خدایانو ته درنښت کیده، اوس حالت دې ته راغلي دی، چې د یو خدای پر دعوه هم مسلمانان له یو بل سره لاس او ګریوان دی.

موږ چې د کوم فکري پېر (Period) استازیتوب کوو، په اړه یې اټکل کول ډېر ګران کار دی، په بشري ژوند کې ورته هیڅ بیلګه نلرو. فکري  استقامت د ټولنې د تباهي او وروسته پاتیوالي باعث ګرځي. موږ هیڅ کله نشوو ویلی چې دا سپین دی، هغه تور دی او دا سور دی، بلکې د دې د سپیناوي لپاره جدې او دقیق ساینسي څیړني ځواب ویل شي. پلانی انسان دوه پښې، دوه سترګي، دوه غوږونه، دوه پوښتورګي او یو زړه لري، همدا علت دی، چې دې ته انسان وایو! خو آیا که چېرې د یو انسان یوه پښه نه وی یا یې یو لاس نه وی، نو دې ته انسان نشو ویلي؟

نو زموږ ځواب به دا وی، چې د دې انسان  ډي این ای (DNA) به دې ته ځواب وايي چې  انسان دی که نه؟ که چېرې د دې سړي ډي این ای د انسان وی، نو دې ته انسان ویلی شوو، که چېرې د دې سړي ډی این ای د انسان نه وی، نو دې سړي ته انسان نشو ویلی!

خو که چیرې له دې انسان څخه یوه پښه غوسیږي او په دی پښه کې  انساني ډی این ای (DNA) موندلي کیږي، نو آیا دې پښې ته انسان ویلی شوو او که نه نو ولې ؟ نو مالومیږي، چې دې ډول پوښتنو ته فکري استقامت ځواب نشې ویلی، بلکې ساینسي او ژوربشري مادي فکر ځواب ویلی شي. که چېرې انسان ته د دې لپاره انسان ویل کیږي، چې خبر ې کولای شي، نو بیا ولې هغه انسان چې په جرمني ژبه غږیږي او مونږ پرې پوهیږو هم نه نو ولې ځناور نه ورته  وایو ؟ یا دا چې افغاني ژبه ویوونکو ته ولې جرمنیان ځناور نه وايي: آیا د ځناور مانا ببر ویښته، څلور پښې او واښه خوړول دی، نو آیا دا معیار د ځناور لغت پوره مانا ورکوي که چېرې نه یې ورکوی نو بیا به د ځناور لپاره کومه مانا انتخابول غوره کار  وي. يا آیا موږ د ځناورو پر ژبه  د پوهیدو فکر کړی دی؟

زمکه له سترګو ګرځي او سترګي له موږ ګرځي یا نه، زمکه له سترګي ګرځي نور هیڅ نشته نو راتلونکې به څنګه رامنځته کوي آیا بس دا مالومول وو، چې زمکه له سترګي ګرځي او بس دا حقیقت دی. له دې انکار نشې کیدای، چې د ګالیله او کلیسا یا د مذهب او ګالیله خپلمنځې ډغرو په لویه کچه د رښتیا او درواغو ترمنځ پریکړه روښانه کړه چې رښتیا او درواغ څه دی، خو بیا درواغ او رښتیا ته په فلسفه کې ځانګړۍ پیماني ټاکلی کیږي، تر څو دا روښانه کړو چې څه ته رښتیا ویلی شوو او څه ته درواغ!

البته رښتینوالي به هیڅکله له یو شي څخه مطلق جوړ نکړی لکه څنګه چې کلیسا یا عیسویت ، پر کلیسا فکري استقامت خپور کړی و او پایله یې دا را ووتله چې نن ساینس له کلیسا څخه څو درجي وړاندې دی او د کلیسا په پرتله ډېر خلک اوس پر ساینس باور لري .

One thought on “فکري استقامت زموږ  وروسته پاتيوالي/ خان ولي خان بشرمل”
  1. ډیره په لړه پورې لیکنه… په غور په لوستلو ارزي سره له دې چې فلسفي او تیوریکي لیکنې پیچلې او بشپړ درک یې ستونزمن وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *