د انساني ارتقا پر منظر او پس منظر، اهمیت او افادیت چې هر څومره فکر ووهل شي تر ټولو مهم محرک یې داخلي قوه ده چې د یو شمیر نورو کاري فعالیتونو تر څنګ د انسان د عملي ژوند د مثبتو او منفي ارزونو کار د فکر له لارې پرمخ بیایي، فکر دی چې د انسان سرنوشت ټاکي، د ښو او بدو ترمنځ تمیز پیدا کوي، د انساني ژوند بینادي چوکاټونه عیاروي او بلاخره د انسان د خلاقیت مهمه ځانګړنه یې همدا فکري پروسه ګڼلی شو چې تر دې دمه د انسان هغه ټول طبعي پړاونه پکې حرکت کوي پر کومو پړاونو چې د انساني ژوند اساس ولاړ دی.
هره ټولنه د مختلفو حدونو د فکرونو خلک لري، څومره چې دنیا پراخه ده همداومره یې په اړه د فکرکولو ساحه لویه ده، د فکر د همدې لویې ساحې توازون نه په زور ولاړ دی او نه هم په عاوطفو بلکې د انسان په نورمال شعور پورې اړه لري چې څوک څومره د شعور په واسطه درک کولای شي په همغومره اندازه د فکر کولو ساحه ورته برابره وي.
وسنی نړی چې د ګلوبلایزیشن د عصر پر محور چورلي، تهذیبي ترقي اوج ته رسیدلې ارزښتونه د متضادو جګړو تر منځ واقع دي نو اوښیار او پوهه ملتونه همغه پامیږي چې پر فکري افادیت او د پوهې پر اهمیت خبر وي، فکري رسالتونه پیژني، ښونځي او مدرسې پکې د ژوند هومره ارزښت ولري، د فکر او فرهنګ د ترویج او وسعت لپاره پکې کتابتونونه، غونډې او سیمنارونه یې عامه فعالیتونه وي، استادان، معلمین او د علم، فکر او هنر خاوندان پکې د بنسټیزو قدرونو په توګه شناخت ولري، نو دا د نن د دنیا پر معصرغیرت او حثیت خبر او سیال ملتونه دي، هغه څوک چې د فکري عمل افادیت یې کمزوری وي او یا یې نلري ګواکې دوی د باتهذیبه نړی په نقشه کې ځای او حثیت نلري.
څلویښت کاله کیږي چې د افغان وطن د جغرافیې په سیاست کې مو نه همدا معصرغیرت خوندي دی او نه مو هم همدا د فکري اوزارو اساسات !! نه یې په اړه ځان پوهاوو او نه یې هم د فکر په ساحو کې له خپلو فکرونو د عمل لپاره کار اخلو نو نتایجو یې ضرور ده چې د فکري بې ثباتی لامله اور او انسان راته مساوي کړي.
دا به د ځمکني حقایقو او زمونږ د ټولو معنوي ګټو لپاره مهمه وي چې د خپل تیر هر اړخیز سیاسي،نظامي او د ټولنیزعمل وژن ترنقد لاندې ونیسو او د تجربې په توګه یې د منفي او مثبتو ارزونو له اعتراف ورسته د راتلونکي لپاره ترې مهم څه تصفیه کړو.
څلویښت کاله د ځان او وطن لپاره پر وژنکیو وسایلو وجنګیدو او د هر جنګ په اصطلاح له ګټلو ورسته مات یو!!
څلویښت کاله مو د پوهنځیو او مدرسو پر غولیو د کتابونو او افکارو پر ځای د جنګی تکتیکونو درسونه وویل او د جنګی نفسایاتو پر روزلو مو تمرکز کړی!!
څلویښت کاله د دایمي نابودی لپاره نورو راته ویلي او مونږ منلي، د دوست او دوښمن په تفکیک نه پوهیږو او د نورو پر ګټو او تاوانونو ورک لیوني یو !!
څلویښت کاله د ورور پیژندنې او انسان پیژندنې له معنوي ارزښتونو نا خبره یو !!
څلویښت کاله د خلکو پر زهنیتونو او نفسیاتو د بې فکری او بې مغزی کار شویدی او دفکر، پوهې، عقل له انساني او بنیادي بحران سره مخامخ یو!!
څلویښت کاله پر سراسري سیاست، ټولنیزو رویو، ښونیز نظام او پر فکري فکټورونو د نورو ( پردی ) کلتور او تیوري حاکمه ده!!
نو بلاخره ویلی شو چې د دې ټولو ستونزو یوازنی عامل د فکر په نه کولو او د حل لار یې د فکر په کولو کې نغښتې ده. همدا د فکر د نه کولو لامل دی چې له پورته ټولو ستونزو سره مخامخ یو او حل لاره یې هم دا ده چې فکر وکړو او پر دې ټولو ستونزو بری ومومو.
سوال دا دی چې ایا تروسه فکر نه وو موجود؟ چې وس یې به اړه باید فکر وکړو.
فکر خامخه موجود وي، اصلا دلته د فکر توانمندي، اراده، دقت او سراسریتوب پوری اړه لري. مونږ کولای شو چې د هر کار په پیل کې فکر وکړو دا فکر د همغه کار په ساحه کې ګورو چې څومره دقیق یا سراسري ده، نتایج یې څه دي؟ کنه دا هم د سراسري فکر پایله ده چې (لوټه کیږده او له اوبو تیر شه) چې ښه مثال یې د تیر دیارلس کالن سرکار د حکومتولی کارګوزاري،پلان او عمل ښودلی شو.
په هر صورت د فکري تحولاتو په اساس کولای شو چې لومړی د خلکو تر منځ په هر فورم، مکالمه،سټیج او مباحثو کې د فکري جمود په ماتولو او پر لارو چارو یې بحث رامنځته کړو او د فکر د کولو د اهمیت او افادیت عملي بیلګې او مثالونه وړاندې کړو او د دې لپاره چې فکرعام کړو د فکر عملي اړتیا ته په شدت سره پام او توجو پکار ده، تر څو هر عمل،اراده،او توان مو د فکر په پایله کې رامنځته شي.
دوهم یی د سیاست په برخه کې د یوه قوي ریاست لپاره د سیاسي تیوری له اصله د یوه داومداره او ملي ژورفکره تهنک ټینګ( ملي فکري ادارې) ته اړتیا پامیږي چې بنسټ یې پر فکري اساساتو ولاړ وي،نه د سیاسی ګوندونو د تجربوي افکارو او د ګوندي واکمنی په بدلون سره به اوړي نه بلکې داوم به مومي، چې دا ډول فکري ادارې د منظم او اوږد مهاله فکر پر بنست د صحت مند سټیټس تضمین ورکوي چې له بدمرغه په افغاني سیاست کې هیڅ ځای نلري، هرګوند او هر واکمن چې په حکومت کې راځي له سره نوی فکر پیل کوي اود لنډې مودې له حکومتولې ورسته ځې، بیا بل راځي اوهغه هم له نوي سره پیل کوي او همدغسې نیم نمیکړي فکري واکمنی دي چې چلیږي.
ترهغې د انساني او سیاسي بې ثباتی له شره نه شو خلاصیدی تر څو مو چې د سیاست په برخه کې د سیاسي بې فکری جرړې نه وي ویستې د فکري سیاست له لارې ممکنه ده چې خلک او ټولنې د ثبات لوري ومومي.
او دا رښتیا او یقیني وایم چې لسګونه لسیزې افغان انسان د فکر له کرمته بې برخې او محروم دی، فکر یې بندي شوی او وژل شوی دی، تر څو چې د فکري بیا رغونې چاري پیل نه شي، په دې خورا حساس وخت کې هر ډول خوشبیني راته حماقت ښکاري، د ټولو ستونزو او غمیزو یوازنی حل لاره او نجات راته د فکر په بیارغوانه کې ښکاري،چې له دې حالته مو ویستلی شي.
هو! د افغان انسان د نجات لاره ………..فکر.