خدای (ج) هر انسان ته خلاق ذهن ورکړی او مفکر یې پیدا کړی دی. الله پاک موږ ته عقل او فکر ځکه راکړي چې دنیا او اخرت ځان ته په ښکلی کړو.
پوښتنه دا ده، چې ایا موږ وقعا لۀ دغو خدای راکړيو نعمتونو او ځانګړتیاوو څخه څه فائده اخیستې ده؟ ایا موږ اصلا د دغو انساني خصوصیاتو د ارزښت او اهمیت په باب څه سوچ او سنجش کړی دی؟
موږ ته قران کریم په ډیرو آیتونو کې د عقل پر کارولو تاکید کوي او څوک چې عقل نه کاروي هغوی ته یې عذاب ښوولی دی لکه چې یوځای وایي:
ترجمه: هیڅ ساكښ د الله له اذن (ارادې) څخه پرته ايمان نشي راوړلای. او هغه کسان چې لۀ عقل څخه کار نه اخلي، الله پر هغو عذاب راولي.(سورة یونس:۱۰۰)
په عمومي توګه هر انسان په فکر او عقل چلیږي خو څوک پخپل فکر نورو ته لارې جوړوي او چا خپل فکر یوازې دومره کارولی چې د نورو له خوا پر جوړو شویو لارو ځان برابر کړي.
هغوی چې عالي او لوی فکرونه لري د هرې لارې سرلاري دي او چا چې خپل عقل او فکر پر تاخچه تړلی ایښی، یو وار نور ګوري بیا مخکې قدم اخلي.
موږ د عقل او فکر سستي کوو، همیشه مو ځانونه منجمد نیولي دي؛ پېښې او پدیدې هغسې منو، چې نور یې راته وایي، ان که څوک راته ووایي، چې سقراط خر د سپي زوی بالۀ نو موږ یې ښایي خبره رښتیا وبولو ځکه خبره سقراط کړې او په سقراط شک کول خو کفر دی(!)
تېر ژمی ناروغ وم، تقریبا کال مې خپله ناروغي کله یو ډاکټر ته او کله بل ډاکټر ته ښکاره کړه، خو متاسفانه د ډاکټرانو دوا مې درمان نه شوه او همداسې لۀ دردونو څخه رنځېدم.
د ګوګل سایټ ته ولاړم د خپلې ناروغۍ اړوند څه الفاظ مې ورته ولیکل. تر لږ ځنډ وروسته ګوګل د خدای جهان خبرې راته مخته کېښودلې. تر هغو (متخصو ډاکټرانو چې زۀ ورغلی وم) زیات معلومات یې راکړل.
ښایسته زیاتې لیکنې مې ولوستې او مهم خبرې مې ټولې له ځان سره یادښت وساتلې. چا طبیعي بوټي، سبزي او چا د مېوو ډولونه او نور بېلابیل شیان ښوولي وو، چې پلانی شی دا ګټه لري او پلانۍ مېوه دا تاثیر کوي.
لۀ دغو ټولو لیکنو څخه مې ایسته ځان ته یوه نسخه برابره کړه او څو ورځې مې یاد شوي شیان وخوړل؛ اوس د الله مهرباني ده، له ډاکټرانو خلاص شوم او لویه خبره دا چې کوم دردونه مې لرل، اوس مې هغه نه دي حس کړي.
نو د نتیجه په توګه ویلی شم، چې موږ باید په ژوند کې منجمد پاتې نشو، په تړلو سترګو د شیانو په اړه د ښۀ او بد قضات ونه کړو، تل په نورپسې تګ ونه کړو، بلکې داسې څوک واوسو، چې زموږ د فکر او عقل په رڼا کې نور تګ وکړي. محقق او پلټونکي واوسو او په اسانه د یوه شي لمن پرینږدو، چې ګویا موږ خو نه دی زده یا ورباندې نه پوهیږو.
موږ ټول انسانان ټول د عقل او فکر توانايي لرو او له همدغو انساني ځانګړتیاوو څخه ګټه اخیستل یا نۀ اخیستل انسانان لۀ یو بل نه بېلوي. څېړونکي او د لویو فکرونو لرونکي خلک تل بریالي او په ژوند کې لۀ نور ښۀ چلند کوي او اقدام یې پر ځای وي؛ هغوی چې تل د نورو پېښې کوي او له خپل ذهن څخه کار نه اخلي او ځان یې منجمد او کنګل پریښی بې پایلې او بېرته پاتې شوي دي.
نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ