د هر ليکوال خپله دنيا ده. دلته له دنيا څخه مطلب له يوې ايډيالوژۍ سره د ليکوال فکري تړاو دى. ځينې ليکوال په خپلو ليکنو کې يوه ايډيالوژي پالي، ځکه چې دا ايډيالوژي ورته ښه ښکاري او تبليغ يې ثواب ګڼي؛ خو هوښيار ليکوال هغه دى، چې له يوې ايډيالوژۍ سره ړنده مينه ونه کړي، منفي خواوې يې وځيري. تر دې ښه ليکوال هغه دى چې په مخالفو او نامخالفو ايډيالوژيو هم ناپېيلى فکر کولى شي. که ليکوال پر څو ايډيالوژيو هممهال فکړ وکړي او سره پرتله يې کړي؛ نو خپله يوه نوې ايډيالوژي ترې راايستى شي او خپلو خلکو ته- چې پر ده يې حق دى- سمه لارښوونه کولى شي.

د دې کار نورې ګټې هم دي:

يوه دا چې رسم و دود معلومات به ليکوال د حقايقو له پېژندلو راايسار نه کړى شي او د يوې ايډيا مينه به يې سترګو ته خاورې وانه چولى شي، د نورو ايډيالوژيو د کمالونو له خبرولو راونه ګرځولى شي.

ليکوال به د متواضع شخصيت خاوند وي. د يوې ايډيا افراطي دفاع او د بلې افراطي ترديد نه کوي. په دې پوه وي، چې د بېلابېلو ايډياوو او مسلکونو ترمنځ توپير(اختلاف) او همرنګي طبيعي ده او په جګړه نه ارزي. په دې خبر وي، چې حقيقت چا ته په يوه او چا ته په بله بڼه ځان ښيي.

لويه ګټه يې دا ده، چې ليکوال له فکري تسلسله برخمنوي، ځکه چې که د خپله فکر زېږنده يې هم وي، خو ليکوال به د يوې ټاکلې مفکورې خاوند وي.

د ليکوال په فکر کې ضمني بدلونه خير دى، خو يو سل اتيا درجې يا درې سوه شپېته درجې بدلون د ليکوال بې بندوباري ښيي او پر داسې ليکوال- چې کله د يوې ايډيا پلوي کوي، کله د بلې- لوستونکي باور نه کوي او د ذهني ګډوډۍ په رواني ناروغۍ يې اخته بولي. داسې ليکوال ليکوال نه، ناقل دى.

ليکوال ته پکار دي، چې څه ناڅه خو خپل فکر هم له يوې ايډيا سره بيان کړي.

لوستونکى په ليکنو کې د ليکوال فکري تسلسل ته ډېر ځير وي.

د يوه ليکوال په ليکنو کې د هغه د موضوع د انتخاب، سبکي او فکري تسلسل غاړه غړۍ راروان وي.

لوستونکى خبر وي، چې دا ليکوال څه ډول موضوعات انتخابوي، څه ډول يې وړاندې کوي او د څرنګه فکر خاوند دى، خو تر ټولو مهم پکې فکري تسلسل دى. مثلا: د اسدالله غضنفر ليکنې درواخلئ. يو سبک، د موضوعاتو د غوراوي له پلوه سره ورته او پر فکري تسلسل يې پوهېږو، چې د وژنو، خرافاتو، د ناسمو زړو ټولنيزو او ادبي دودونو مخالف دى او پر عقل ټينګار کوي.

د اسدالله غضنفر ليکنې چې لولو، فکر تسلسل راته پکې له ورايه ښکاري او د همدغه فکري تسلسل له امله يې په شوق لولو.

پر فکري تسلسل ځکه ټينګار زيات دى، چې دا په ټولنه، علومو او هنر کې فکري بدلون او نوښت راولي.

د ځينو ليکوالو په ليکنو کې د فکري تسلسل پر ځاى سبکي تسلسل ته تمايل زيات وي. مثلا: د استاد شپون ليکنې د خواږه سبکي تسلسل له امله لولو او خوند ترې اخلو.

هر ليکوال ته پکار دي، چې د خپلو ليکنو ترمنځ فکري تسلسل وساتي او چې نوې ليکنه کوي، پر زړو ليکنو فکر وکړي، چې خپله کومه پخوانۍ خبره خو بېرته ردوي نه. دا پر ځان پورې خندا ده او داسې ليکوال چې له فکري تسلسله برخمن نه وي، د نورو د خندنيو شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *