فکري خپلواکي د هرانسان حق دی کوم هېوادونه چې خپلواکي لري خپلواکه ولسواکي لري خپلواک اقتصاد لري، خپلواکه میډيا لري خپلواک امنیت لري د هغو هېوادونو ولس فکري خپلواکي لري که چېرته فکري خپلواکي ونه لري دغه هرڅه نه شي لرلی کوم ولسونه چې فکري خپلواکي نه لري هغه ولس خپلواک ولس نه دی په پردیو فکرونو باندې شوخوند وهل هغه د پښتو متل دی چې ( پردی کټ ترنیمې شپې وي) نوکه یې رالنډه کړم فکري خپلواکي نه لرل د هېڅ شي د نه لرلو په مانا دي لکه څنګه چې انسان خپلواک خوښ دی دغه شان یې فکري خپلواکي هم خوښيږي هېڅ انسان په غلامۍ کې نه دی خوشحال او نه یې فطرت مني ځکه چې انسان په فطري توګه غواړي چې خپلواک ووسیږي.
لکه څرنګه چې د لیکنې په لومړۍ کرښه کې وویل شول، چې فکري خپلواکي د هرانسان په ټوله کې د ټول بشریت حق دی کله چې دحق خبره کو حق داسې شی دی چې له یو چاڅخه اخستل کیږي حق څوک چاته کور ته نه ور وړي نو فکري خپلواکي هم د هرانسان حق دی چې ترلاسه یې کړي له کوم ولس نه چې یاد حق تروړل شوی وي او یا ورنه اخستل شوی وي که وګړی وي یاد وګړی په ټول ژوند کې هېڅ ډول پرمختګ نه شي کولی که ولس وي همداسې یې درواخله یوه خبره چې د یادونې ده حق له یو چانه په څو ډوله اخستل کیږي په زور او په خوښه کوم حق چې له یو چاڅخه په زور واخستل شي هغه بېرته ژر اخستل کیږي ځکه چې زیانمن کس په زړه کې عقده پاتې کیږي په یو شکل نه په یوشکل د خپل حق د اخستلو لپاره کوښښ کوي چې څنګه کولی شي ځان ددې جوګه کړي چې خپل حق ترلاسه کړي خو فکري خپلواکي له یو انسان څخه د هغه د مجبوریت پراساس اخستل کیږي.
په ټولنه کې هر پلان، پاليسي او د ولسونو پرمختګ له همدغې آزادۍ څخه سرچينه اخلي، ډير وارې د نړۍ ډير واړه ولسونه، د ژوند په ډيرو هسکو ټيټو کې ډير مخکې تلی دی، کله چې فکري ازادي شتون ولري، په داسې يو حالت کې شونې ده چې ولسونه د ولسواکۍ، اقتصاد، فرهنګ او سياست په برخه کې ډيرې لاسته راوړنې ولري.
افغانستان په تیرو ديرشو کلونو ډير وارې د ډيرو تاړاکونو تر سخت زياتي لاندې راغلی دی، بیرته ژغورل شوی دی، خو ورته راوړل شوی سياست تر ډيره يو ډول صادراتي و او د افغاني فکر زیږنده نه و، که پرونۍ کمونيستي ايډيالوژي ته لنډه کتنه وکړو، په مسکو کې جوړه شوې مفکوره وه او هم هلته يی په موسمي ډول سره پايله لرله، او وروسته يي ماتې له افغانستان څخه پيل شوه او ټوله منځنۍ اسيا ترې خلاصی موند، همداسې ننۍ ولسواکي يا په بله وینا دموکراسي هم همداسې يو شی دی، که چيرې پکې شته اصولو ته وګورو ډير زموږ په هیواد کې شته دي او وګړي يي مني خو دا چې نوم يي پردی دی، او له پردي لوډسپيکر څخه پر موږ يو ډول تحميليږي نو دومره اغيز نلری.
زه به د ننۍ ډموکراسي يو مثال راوړم، په ننۍ ډموکراسي کې ښځو ته د حقونو ورکړه، د ماشومانو خيال ساتل، مساوي حقوق هغه څه دي چې په نړۍ کې پرې ډير ټينګار کيږي، همدا اصول زموږ په هيواد او عقيډه کې هم شته، ځکه الله تعالی فرمايي(( ان اکرمکم عندالله اتقاکم)) يآنې په تاسو کې غوره هغه دی چې پرهيزګاره وي، نو دلته الله تعالی هرڅه خلاص کړي دي، او غوره پکې يوازې او يوازې متقي هغه دی.
د آزادۍ او مساواتو بله ستره نښه هم د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په حجت الوداع يا د ژوند په وروستۍ وينا کې د هغه هغه تاريخي او له ارزښته ډکه وينا وه چې تر نن پورې يي مفسرين په اړه فکر کوي، پیغمبر د خدای فرمايي:(( تر دې وروسته به زه ستاسو منځ کې نه يم، خو تاسو ته له ماڅخه قرآن، حديث ميراث پاتې دي او ستاسو دين نن بشپړ شو، تور پر سپين، سپين پر تور، عرب پر عجم او عجم پر عرب هيڅ ډول غوره والی نلري، غوره هغه دی چې متقي وي.))
همدارنګه د ښځو د حقونو په برخه کې چې نن تر ډيره د غربي ډنډورې سرټکی جوړوي، له نن څخه ۱۴۰۰ کاله وړاندې د اسلام پيغمبر فرماييلي دي(( ښځه له تاسو سره د الله تعالی امانت دی او ښه ساتنه يي وکړۍ.))
خو ننۍ ستونزې او په اسلامي نړۍ کې د شته ناورين ستر لامل دا دی چې دوی يو لوري ته له اسلام څخه لرې شوي دي او بل د فکر په برخه کې خپله پنځونه نلري، که چيرې اسلامي علماوو، په سم ډول سره فکر کړی وی، خپل فکر يي پنځولی وی، د ټولنې د سمون په برخه کې يي هڅې کړې وی، سياست له کوره ټولنې ته ترزيق شوی وی، د ټولنې له اړتیا سره سمې اقتصادي، سياسي او ټولنزې هلې ځلې او حل لارې موندل شوی وی، ډاډه يم چې کفري نړۍ به هم له موږ څخه تقليد کړی وی، او اسلامي ټولنې به د ځمکې پر سر تر ټولو وتلې او ډيره غوره ټولنې وی.