په شاعرۍ کې له فکره مراد يواځې اخلاقي پېغام يا د مدعا المثل په زور شوې خبره نه وي، نور ډېر څه پکې راځي.

د شپون صاحب په ليکنو کې مې چېرته لوستي وو، چې د فارسي شعرونه په ليکنه کې ډېر ساز راځي، خو پښتو دومره نه دي. دا ولې، دا ځکه چې موږ کله د شاعرۍ او فکر پر تړاو فکر نه دى کړى.

يو خو له شاعره د سوچه فيلسوف تمه ډېر نه ده پکار. د شاعر کار د خبرې څنګه کول دي؛ نو چې يو فلسفي فکر هم وړاندې کوي، پکار ده، چې پر طرز يې فکر وکړي، ګنې خبره خو به يې فلسفي وي، خو شعر به نه وي. شاعر د يوه مفکر فکر څه چې ىوه فرسوده اخلاقي خبره هم د شعر لپاره انتخابولى شي، خو چې شعر يې کړي.

اتل افغان وايي:

د ارتقا له پړاوونو نه همېش تېرېږي

ګوره انسان له ابتدا نه مطمينه نه دى

د هيګل او داروين د فلسفې په ګډون به مو په ډېرو فلسفي مکتبونو کې د انسان د حرکت، بدلون او ارتقا خبره اورېدلې وه، خو شاعر ورسره دا هم د شعر د شاعرانه کولو لپاره غوټه کړې، چې د دې مطلب دا دى، چې انسان له اوله له ځان و جهانه مطمين او پرې قانع نه دى.

دا خبره له مخکې نه ټولو ته معلومه وه، چې دنياپرستو کره اۤبرو د مرغۍ پۍ وي، خو مرحوم استاد پسرلي ترې په مدعاالمثل شعر جوړ کړى دى، چې هم د خپلې پوهې د بډاينې لپاره معلومات راکوي، هم خوند:

مه غواړه اۤبرو په عاليجاهو کې

پورته منزلونو ته نم نه خېژي

د شاعرۍ په کار کې پکار ده، چې شاعر د فکر و شعر د لوازمو ترمنځ توازن وساتي. که د فکر بيان ته يې وړ کلمې پيدا نه کړې او په بدلو کلمو کې يې وړاندې کړ، بيا دا هغه فکر نه دى، بدل شو او که فکر يې سم دم وړاندې کړ، خو شعر يې نه کړ، نو بيا به فکر وي، خو شعر به نه وي. شعر جديت او خواري غواړي، خو زموږ خلکو ته چې له اصلي کارونو لږه دمه په لاس ورشي، نظم يا غزل وليکي.

يو شعر به خوند درکړي، خو فکر به درنه کړي. دا هم د شعر له دايرې نه شو ايستاى، خو په عالي شعر کې يې هم نه شو شمېرلاى، ځکه چې عالي شعر خو هغه دى، چې خوند هم درکړي او يوې خبرې ته دې ځير هم کړي، چې هو والله داسې هم کېداى شي.

خوشال بابا وايي:

د نامردانو ورسره کار نشته

غم د مردانو دى، مردان د غم دي

د خوشال دا بيت راباندې له يوې درنې خولې نه تر راوتي درانه نصيحته خوږ لګي او د درانه غم پر وړاندې راته د همت زغره رااغوندي. داسې شعرونه په سخته کې د سړي سخت په کار راځي. د خوشال يو لوى کمال دا دى، چې د فارسي شاعرۍ غوندې يې هر شعر له فکره ډک دى. همدا لامل دى، چې د خوشال له شاعرۍ نه د استدلال استفاده کولاى شو او هر بيت او مسره يې د ليکنې د سرليکېدو وړتيا لري، خو کله موږ پر خپله شاعرۍ فکر کړى، چې زموږ شاعري هم دا استعداد لري؟ په سخته کې پکارېداى شي؟ د نااۤرامو زړونو تسکين پرې کېږي؟

يو ځل به يې بيا ووايم، په شاعرۍ کې فکر يواځې اخلاقو او فلسفې ته نه وايي. يوه عشقي خبره به وي، خو سړي ته به ىو فکر ورکړي، چې په يارانه کې خو دا هم راځي.

رحمان بابا وايي:

شهيدان ستا د غمزو دي، لاله نه دي

چې په سره کفن له ځمکې را بېرون دي

دا شعر راته د يار د غمزو په اړه د رحمان بابا ژوره تجربه او ژور کيفيت مخې ته ودروي. مطلب دا شو، چې کيفيت هله ښه درک کولاى شو، چې د يوې تجربې په بڼه راته وړاندې شي. په ډېرو شعرونو کې به مو لوستي وي، چې د يار سترګو/ بڼو/ وروځو مړ کړم، خو د رحمان بابا شعر ځکه خوند راکوي، چې يو کيفيت، يو احساس راته په تجربه کې وړاندې شوى. بله خبره راته دا جوتېږي، چې په شاعرۍ کې کيفيتونه او احساسات دومره مهم نه دي، څومره چې (د يوه کيفيت) تجربه مهمه ده.

ساجد بهار ځوان شاعر دى. په دې لاندې دوو بيتو کې يې د نهيلۍ او ارمان تجربه وينو:

نه ځي پر مخ يوه شېبه لکه ولاړې اوبه

زموږ د دواړو يارانه لکه ولاړې اوبه

ستا د لطيف وجود تودوالى مې په سترګو کې دى

لکه د غره وچه چينه لکه ولاړې اوبه

 که زه ووايم:

درد دى، درد دى، تنهايي ده، تباهي ده

خاموشي ده، خاموشي ده، تباهي ده

دا به شعر وي، د يوه دروني کيفيت بيان به هم وي، خو تجربه نه ده، بلکې تراوسه لا کيفيت دى، چې تش زما له ذهنه پاڼې ته راغلى. مطلب زما له وجوده راوووت او د پاڼې پر وجود ننوووت، خو چا ته يې تجربه ورنه کړه، چې دا، کيفيت چې وي، نو څنګه وي. ده زما له ذهنه په راوتو هېڅ ګټه نه ده کړې او پروا يې نه کوله، که بهر نړۍ ته راوتى واى، که نه.

په شاعرۍ کې د کيفيتونو د حس و درک په موخه د موسيقۍ لپاره د متجانسو کلمو او همخرجو اوازونو کارونه پکار ده، خو چې د تجربې پر وړاندې خنډ نه شي. که د تجربې له بيان سره پخپله د متجانسو کلمو يا د ورته اوازونو تکرار راشي، شعر پياوړى کوي، خو که شعر سوچه موسيقي وي لکه زما پاسنى بيت چې دى، نو بيا ترې د تجربې هيله شنډه ده او زموږ د شاعرۍ مخه هم دې لوري ته ده، چې بې زيانه نه ده.

که د موسيقي د پيدا کولو لپاره په شعر کې د ورته اوازونو او کلمو کارونه تجربه وژني، نو د فکر د پيدا کولو لپاره يواځې پر مدعاالمثل تاکيد هم شاعر نهيلى کوي. مدعا المثل د فکري شاعرۍ يواځنۍ لار نه ده، بلکې نور ډېر وسايل دي. رښتيا خبره دا ده، چې دا وسايل دومره ډېر او خواره واره دي، چې مشخصول يې نه اسانه دي، نه ګټور.

که د چا فکري شاعرۍ ته زړه وي؛ نو لوى معيار يې دا دى، چې شاعر په شاعرۍ کې د کيفيت يا احساساتو او تجربې ترمنځ پر توپير پوه شي او نيت يې دا وي، چې په خپل شعر کې به خپلو خلکو ته فکر وړاندې کوي.

په ظاهري صنعتونو سينګار شاعري ډېر وخت نه پايي او ژر له صحنې ووځي، خو د فکر شاعري، چې تر څو دا فکر وي، دا وي. په اردو کې د لکنو او ديلي د شاعرۍ لوى توپير دا و، چې د لکنو شاعري د ژبې او سينګار شاعري وه، خو د ديلي شاعري د فکر شاعري وه. په لکنو کې ډېر شاعران تېر شوي، خو له خلکو هېر دي، خو د ديلي ميرتقي مير(ده هم وروستى ژوند په لکنو کې تېر کړى دى، خو شاعري يې تر پاى د ديلي وه) او غالب تراوسه ژوندي دي.

په پښتو شاعرۍ کې چې د فکر نشت ډېر محسوسېږي، فکر ته ډېره اړتيا ده.

0 thoughts on “فکري شاعري/ اجمل ښکلى”
  1. اجمل ښکلي ته د زرکي کړکي د جایزې مبارکي وایم. د ده له مقالو څخه ډېر څه زده کېږي. الله تعالی دې اوږد عمر او روغ صحت ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *