د انسان د پیدايښت سره مرګ او د ځواني سره زړښت شته دی. د انسان د ژوندپه هره مرحله کې د الله تعالی لوی حکمتونه پراته دي.
ځینې خلک دځواني ارمان کوي، خو زما په پوهه ښه ده چې زړښت شت، مرګ شته، جنت او دوزخ شته.
د هر انسان دوه وجوده او جهتونه دي، چې داخلي وجود او جوړښت او بیروني وجود او جوړښت په نوم یاديږي.
د انسان په زړښت کې داخلي جوړښت له بهرني جوړښت سره نېغ په نېغه اړیکې لري.
د اکثرو ناپوهو او بې علمو کسانو بیروني جوړښت (( قد، قواره، سترګې، غوږونه او داسې نور))چې زړیږي، داخلي جوړښت یې (( اعصاب، زړه، هډوکي، مغز او داسې نور )) هم ورسره زړیږي. د دې په مقابل کې د پوهو کسانوبیروني جوړښت او جهت چې زړیږي، داخلي جوړښت د بدن یې لا ځوانېږي. دلته بهرنی جوړښت له داخلي جوړښت سره چندان اړیکي نه لري.
دلته جسمي او بیروني ښکلا ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او د بدن د ښکلا په نامه زښت زیات روزنځایونه شته دي او ډېر ځوانان مو په ډېرو مصارفو خپل بدنونه او جسمونه جوړوي، چې دې ته بیروني ښکلا وایي، خو دلته ضرورت بل ډول احساسېږي او د بیروني ښکلا نه داخلي ښکلا ته زیات ضرورت دی، چې دهغې جملې نه د فکر ښکلا په نامه باید ډېر د تمرین ځایونه جوړ شي.
په جسمي او فزیکي لحاظ ډېر انسانان په ټولنې کې لرو، خو د فکر خاوندان ډېر کم کسان لرو.
هو! دلته حساب په پیسو، موټرو، واسطو او داسې نورو لاملونو کېږي، نه د فکرونو پر اساس.