پوهيالی سيد اصغر ارمل هاشمي

د نړۍ د ټولو انسانانو داخلي جوړښت سره توپیر لري.

د انسان پوهه، علم او نور… په داخلي جوړښت باندې مستقیم او غیر مستقیم اغېزې لري، له همدې امله د فکر پیاوړتیا هم د انسانانو سره توپیر لري، ځینې وګړي دایم په فکر کې ډوب وي، چې د وخت په تېرېدلو د دوی په فکر کې پیاوړتیا پیدا کېږي. خو داسې انسانان هم شته، چې له ځان او ټولنې ناخبره خپل وخت تېروي، دوی عقل او پوهه لري، خو فکر نه کوي.

په هرې ټولنې کې د مثبت فکر(positive minded) او منفي فکر(negative minded) درلودونکي انسانان شته.

په کومې ټولنې کې د پوهې او علم کچه لوړه وي، هلته د مثبت فکر خاوندان ډېر وي او په کومې ټولنې کې د پوهې او علم کچه ټیټه وي، هلته د منفي فکر خاوندان ډېر وي.

ډېر خلک مې ولیدل د ښو کورونو ارمانونه کوي او دوی په داسې کورونو کې د ژوند کولو هیلې لري او هر چېرې د دوی د مالکینو ستاینه کوي. خو داسې انسانان هم شته، چې په داسې لوړو ماڼیو کې ژوند کول ورته ګناه ښکاري، دوی د داسې کورونو د هرې ښختې او تيږې نه د ظلم او زیاتي اوازونه اوري او دغه لوړوالی ورته هیڅ ارزښت نه لري.

د داسې لوړو ماڼیونه د غریبو او بیچاروو کوډلې ډېرې بهتره دي.

ډېر مې ولیدل هغه چا ته هوښیار وایي، چې چالاکه، غولوونکی او چلباز وي یا هغه چا ته هوښیار وایي، چې د دریځ مخکې ښه ښه تقریرونه کوي او هغه څوک چې غلی ناست او ډېرې خبرې نه کوي، خو ټوله ورځ د خپلې

ټولنې د نیکبختۍ په فکر کې وي، هغه ته بیعقله وایي، ځکه چې د لومړي شخص په شان خلک نه شي غولولی. د هغه چالاکه نه دا غلی انسان څومرتبې  بهتره دی.

یو شاعر وایي:

د توتیانو له وینا دا معلومیږي

چې خبرو باندې څوک نه سړی کېږي

سری نه دی چې یې کار د سړو نه وي

په خبرو که هر څومره ښه پوهېږي

شاعر هم د علم، پوهې او خدمت لپاره ډېرې خبرې او ښه ښه تقریرونه معیار نه ګڼي.

یو عالم وایي:  (په مجلسونو کې تقریرونه ښه کېږي، خوپه تنهایې کې لوړ لوړ فکرونه انسان ته پيدا کېږي.)

د نړۍ فیلسوفان فکرمند انسانان وو او هر وخت دوی په فکر کې ډوب او ډېرې خبرې نه کولې.

د برق اختراع کوونکی اډیسن په غوږو دروند و او د مقابل طرف خبرې ښې نه اورېدې، یو کس یوه ورځ ورنه پوښتنه وکړه؟ ایا تا د غوږونو د دروندوالي له کبله په ژوند کې ستونزې ګاللې؟ دې وویل: زه په غوږو دروند وم، خبرې مې ښې نه اوریدې، له همدې امله خلکو له ماسره ډېرې خبرې نه کولې او ما هم ډېرې خبرې نه کولې او ټوله ورځ به په فکر کې ډوب وم، همدا لامل شو، چې د کایناتو په مورد فکر وکړم.

زما د کامیابۍ راز په دې کې و، چې ما ډېرې خبرې نه کولې او هر وخت مې فکر کاوه. دا چې نن مو د ټولنې چالاکه خلکو ته هوښیار وایي، هوښیار څوک دی؟

ډېر انسانان دي، معرفت دځان او جهان یې حاصل کړی دی او د دنیا ډېرو طبعیي توکو ته د معجزې په ډول ګوري.

د یوعقل او فکر خاوندان دي، څوک وایي: پاس اسمان دی، بې ستنو ولاړ دی. خو ځینې وګړي بیا د اسمان په پیدایښت کې د الله تعالی کرامت، لوی والی او قدرت ویني او په هر څه کې د ذات الهي د لویوالي مثالونه ته تعجب کوي.

د ټولو انسانانو لید لوری سره توپیر لري او د جهان په ننداره کې د ټولو فکرونه سره فرق کوي، ځینې د نړۍ پر اسرارو خبر اوهر څه ته په دقت ګوري.

0 thoughts on “فکر/ سید اصغر هاشمي”
  1. سید اصغر خانه! اول سلام بیا درته روغ صحت غواړم .

    چیری یاست ؟اوڅه کارو بار کوی ؟ وختونه تریږی یاد ګارونه وی زه دوزارت زراعت دمنابع طبعی دساتل شویو ساحاتو ریس یم
    protected Area Director

    ستا مطلب جالب ده خو باډی حسمونه او فکرونه تل یو شان نهوی که یو شان وی بیا تضاد منڅ ته نه رازی چه تضاد نه وی دفعه نه وی داکه دلوی عظیم الشان ذات پټ اسراردی چه موږ ورباندی نه پوهیږو بریښنا دوه مزی لری یو مثبت بل منفی څکه بریښنا تو لیدیږی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *