ژباړه محمداکبر حقمل
د خپلو وړتیاوو او خپل ځان په اړه د باورونو بدلول په ژوند کې د ټولو پرمختګونو زېږنده او یا رېښه ګرځي. ستاسو د باورنو په بدلون کې د شخصیتي رېښې وده په دې اړه ده، چې کوم کارونه تاسو ته شوني او کېدونکي دي. آیا خوښئ ترڅو درآمد یا د پیسو لاسته راوړلو کچه مو دوه برابره شي؟ البته چې تاسو کولای شئ! پوښتنه دا ده: آیا باور لرئ، چې داسې یو څه شوني دي؟ ستاسو نظر د خپل درآمد درې برابره کولو کې څه دی؟ آیا باور لرئ ترڅو داسې یو څه د شوني وي؟ اجازه راکړئ ترڅو بله پوښتنه درڅخه وکړم. آیا له اولې ورځې څخه کله، چې په کار مو پیل وکړ له تر اوسه پورې مو کوم وخت خپل در آمد دوه یا درې برابره نه دی کړی؟ آیا اوسنی درآمد مو د اول وخت درآمد په پرتلې سره ډېر زیات نه دی؟ مخکې له دې څخه مو خپل ځان ته دا نه ده ثابته کړې ترڅو خپل درآمد مو دوه یا درې برابر کړئ؟ که چېرې لاره وپېژنئ نو کولای شئ هر کار مو، چې له دې څخه وړاندې کړی دی شونې ده، چې بیا بیاځلې یې تکرار کړئ. اما یواځې او یواځې که باور وکړئ. تاسو یواځې که دا باور ولرئ، چې کولای شئ نو بیا هېڅ هم درته ناشوني نه دي. «ناپلئون هیل» ویلي دي: (( هر هغه څه، چې د انسان لپاره باور مننونکي وي هغه په سل سلنې شونتیا سره موندونکي یا لاسته لاوړونکي دي)). هغه لرغوني فکرونه باید پرېږدئ کوم، چې موږ ته پرمختګ نه شي راکولای. موږ اوس د فکر په نړۍ کې ژوند کوو موږ اوس د باور په نړۍ کې ژوند کوو که چېرې مو فکر او باور مثبت او د شونتیا پر لور خوځښت کوي نو پوه د شو، چې موږ بریالي یو کومه ستونزه مو پر وړاندې نه شي را ولاړېدلی ځکه زموږ باور ستونزمن څیزونه آسانوي او ناشوني څیزونه شوني کوي. فکر مو بدل کړئ تر څو نړئ مو پر وړاندې بدلون ومومي.