(د فطري جدلياتو منفرد اواز)

شاعري څه ده؟ د لفظونو او صوتونو حسنِ ترتیب که د خيالونو او خوبونو صورتګري. د احساس د څړیکو نغمه سرايي يا د زړه د درد اشنايي، د حسن او مینې د امتزاجي کېفيت رنګ او که د ژوند او مرګ د کېفيتي امتزاج اهنګ..!!

هر څه چې ورته ويلای شي خو د شاعر د تخلیقي کرب او د کرب د تخلیقي عمل په نتیجه کې د ساز و اواز په لهرونو کې د حسياتو او لسانياتو د اتصال او تشکیلي نظام ښکلا او ادا ته په عمومي توګه شاعري ويلای شي. چې په ادبي او اصطلاحي مفهوم کې ورته د انساني جذبو د تهذيب نوم ور کړای شوی دی.

هم دغه شاعري ده، چې خيالات منظم کوي او قوت ته ګويايي وربښي، يا ورته د لفظونو او صوتونو جامه اغوندي … او په دې چل د يو زړه، ذهن او نظر حسي تجربات او تجربي حسيات نورو زړونو، ذهنونو او نظرونو ته منتقل کېږي.چې پکې نه يواځې د الهامي کېفياتو او قلبي وارداتو خوږ خوږ درد او خوږ خوږ غږ شامل وي. بلکې د شعور او دانش رڼا رڼا فکر و ښکلا ښکلا هنر هم ملګری وي. چې مونږ ورته د شاعر د تخلیقي حس او تنقیدي شعور اظهار او د تخلیقي عمل د جمالياتي وژن لار هم ويلای شو.

د پښتو فولکلور نه واخله تر کلاسیک او بيا تر ننني جدید دور د شاعرۍ مختلف رنګونه، اهنګونه او پړاوونه زمونږ په ادبي تاریخ کې ثبت دي، لفظيات او ترکیبات وخت په وخت بدل شوي. نوي شوي او بيا زاړه شوي دي. اشارې، کنايې او استعارې خپلو معنو سره راغلي او د فقرو په ثقافتي سياق و سباق کې استعمال شوي دي. لهجې ،رويې او زاويې په ادبي سماجياتو کې په خپل خپل ځای خپل شناخت سره پېژندلای شوي او منلای شوي دي….. او دغسې پښتو شاعري لفظي، صوتي ، صوري او معنوي سفر د صديو لاره وهلې، وخت په وخت او عهد په عهد مختلف منزلونه سر کړي. او ګڼ سماجي بدلونونه يې لیدلي دي… ځکه د ژبې ارتقايي عمل او فکري رفتار مخ په وړاندې راغلی دی. او د خپل سماجي ژوند په چوکاټ کې يې عصري تقاضې پوره کړي دي. او د خپل ماحول، ولس او عصر ترجماني، عکاسي او نمايندګي يې کړې ده. خپل سماج نه يې اثر قبول کړی، خو خپل سماج يې هم په خپل فکر متاثر کړی يا بدل کړی دی. او د هغه وخت د علمي شعور مطابق يې د فکر و نظر لارې جوړې کړي او رڼا کړي دي… او دا د شعر او شعور سلسله چې تر مونږ رارسي نو هم دغه د ژوند نغمه او د انسان د درد کیسه يې مرکزي نکته ده….. حرف و صوت د ژوند علامت دی. لفظ د لوظ په معنا دی او ژبه د بيان وسیله ده…. نو بيا د خاموشۍ جواز څه دی؟ کتل دا پکار دي چې د نن ساز کوم اوزار غواړي؟ کوم الفاظ د نن اواز ګرځي؟ او کوم شعر د نن د شعور اظهار ثابتېږي؟

د يوویشتمې صدۍ شعر و فن بايد چې د ګلوبل ولیج په دې دور کې خپل معنويت، افاديت او اهميت دنيا ته وښايي.  مونږ د شلمې صدۍ د يو روښان، تیز رفتار او هنګامه خېز دور نه اوس اوس رابهر شوي يو. او زمونږ ادب په دغه صدۍ کې د خپل وجود او موجودګۍ ثبوت ورکړی دی. ګورو چې د شلمې صدۍ د اخري لسیزو نه يوویشتمې صدۍ ته داخل شوی زمونږ ”د شور په نوی پړاو“ شاعر څه وايي؟ څه کول غواړي؟ يعنې څه اېجنډا لري؟

خو په دې شور کې اول دا فېصله کول دي، چې شاعر کوم ځايې ولاړ دی؟ مونږ څوک اورو ؟څوک لولو؟ شاعر که فلاسفر که څوک سياسي مبازر؟

شعر، شعريت، فن او نغمګي؟ فلسفه د جدليت، ماديت، حرکت او تغيير و تبدل.! که سياسي نعره، نظريه او مبارزه…! دا هر څه په دې شور کې ټول دومره اسان نه دي. ځکه چې شور نن د ماحولياتي الودګۍ يو عنصر ګرځیدلی دی. شاعر وايي:.

شدت د محبت دی، که احساس د محرومۍ

زياتېږي چې جانانه! تله راتله کې فاصله

فلسفي وايي:.

عقيده په تغيير باندې لرمه

ارتقا د پړاوونو نه راوځي

او د سياستدان نعره ده:.

په رنګ اونسل مونږه نه منو تقسيم د انسان

مونږ به په سر دغه ګناه اخلو، په مخه به ځو

کوم اهنګ،کوم رنګ او کوم جنګ؟

شعر، فلسفه او نظريه بېل بېل مطالعه کول، تجزيه کول او فېصله کول به ګران شي. ځکه چې درې واړه په يو بل کې ضم او مدغم دي. يو بل کې ننوتي او پېوست دي. او يو بل دپاره لازم ملزوم ګرځېدلي دي، نو ځکه يو ځای او په فکري و فني يووالي کې به يې جاج اخلو، ځان پوهوو او حِظ حاصلوو.

د خالد پښتون شهرت په نظرياتي لحاظ د يو ترقي پسند سياسي مبارز دی. او په ادبي حواله يې پېژندګلوي د يو بې مخه نقاد ده. ځکه د شاعرۍ حواله يې لږه تته او په يوه ډډه ده. د شاعرۍ کسب يې نسب نه لرې لګي. شاعري يې اګر چې په ادب کې د وړومبي تعارف حېثيت لري. خو تنقیدي فکر او تنقیدي عمل يې شاعري شا ته کړې ده. سياسي فکر وعمل يې هم شاعرانه مزاج و حيثېت تت کړی او پټ کړی دی. بلکې نظريه پرې سوره ده او دباؤ يې ساتلی دی، بهر کېف ”د شور په نوی پړاو“ کې يې لټوو. او سره د خپل تنقیدي نظر او سياسي نظريې يې د شاعرانه منصب او مقام جايزه اخلو، خو ټولو نه مخکې د هغه د فلسفيانه نظر بنياد او د سياسي فکر منبعه يې لټوو.کوم نه چې هغه (شاعر) قوتِ نمو اخلي او الهام ترې مومي. او بيا د خپل چاپېرچل او عصر ښکلا او صداقت ته ژبه ورکوي. او خپلې شاعرۍ کې يې خپل حيثېت او شعور سره موجودګي ثابتېږي.

خالد پښتون چې خپلې شاعرۍ کې د جدليت عمل بار بار استعمالوي، نو هغې نه دا پته لګي چې زمونږ دا شاعر په معاشره کې د جدلياتي اصولو او قوانینو د عمل او د هغې په نتیجه کې دا راپېدا کېدونکو اثراتو او حالاتو نه هم ښه اګاه دی. او دغه د جدلياتو د ساينس او عملي تجربو نتايج هم ورته معلوم دي. او داسې په ژوند کې د اضدادو د ټکراو او تصادم نه راوتي نوي صورتحال، تبدیلي او نوي سماجي وجود سره د نوي سماجي شعور د راتګ مسلسل عمل نه چې کومه نوې بالايي ډهانچه تشکیل مومي. په هغې د ادب د بدلېدونکو قدرونو او نويو رواياتو قايمولو انقلابي ګامونو فکري او عملي روونه او رويې هم پېژني. او د هغو د وسیع کولو او ودې ورکولو په عملي او ادبي فریضه کې د شاعر،ادیب او دانشور ذمه واري به هم ورته معلومې دي. او که داسې نه وي، نو شاعر څنګه د جدلياتي حرکاتو، تضاداتو او تحير او بدلون تمه يا غوښتنه کولای شي؟

ژوند پخپله يو جدلياتي حرکت يا عمل دی، چې هر دم د تغيير او تبدیلۍ عمل سره مخامخ دی. ځکه خو علامه اقبال وايي چې:.

ثبات ايک تغيير کوهی زمانی ميں

دغه شان ادب هم د مارکسي ادیبانو او سماجي ساینسدانانو په نظر کې يو جدلياتي حرکت دی. ځکه په يو ځای نه دی ولاړ. تبدیلي پکې راځي او مخ په وړاندې ځي. او ځان سره د خلکو فکر هم ارتقايي عمل نه تېراوي او د سماج په تبدیلۍ او نوي تعمیر کې مرسته ملګرتيا کوي. بل په معاشرتي ژوند کې د جدلياتي اصولو او قوانینو کار فرمايي، د تضاداتو ټکراو، مسلسل حرکت، ارتقايي سفر يا سمدستي انقلابي صورتحال سره مخامخ کېدل او په نتیجه کې د زوړ نظام خاتمه، د نوي ژوند تعمیر او نوي دنيا تشکیل يې منطقي انجام، لازمي نتیجه او ساينسي فېصله ده. يو خو په ژوند کې ددغې فکري او عملي بدلون اثر به لازمي ددې سماجي وجود په بالايي ډهانچه يعنې د سماجي شعور په هره شعبه پرېوځي. چې ادب هم پکې شامل دی، نو ځکه هغه به هم دغه تبدیليو سره مخامخ کېږي. ځکه چې دغه د فطرت قانون دی. او دا په انساني فکر، سماج او ژوند کې لاګو کېږي. او خپله کاروايي جاري ساتي. او هم دغه د نشونما فطري او لازمي اصول او قانون دی. چې جدليات بللی شي. او جدلياتي موديت يې په عمل کې ثابتوي. او تاریخي ماديت يې ګواهي کوي.

د جدلياتو په حواله د پښتو يو ستر شاعر ،ادیب او عالم امیر حمزه خان شینواري په خپل يو لیک”انسانيت او امن“ کې وايي چې:.

”د کاينات د نورو شيانو په څېر انسان هم ددې کاينات يو شی دی. نو ظاهره ده چې د نورو شيانو غوندې به انسان هم د جدليت د قانون نه متاثره وي. پخپله به هم د اضدادو مجموعه وي. خو حقېقت دادی چې انسان صرف يو مادي ځناور نه دی، بلکې هغه انساني عنصر چې مونږ ورته ”انسانيت او انسانی انا“ وايو د مادي کاينات جز نه دی. “

حمزه صېب مخکې لیکي چې:.

”د ماديت د نظريې سره سم که څه هم انسان يو مادي ځناور دی، خو د خپل عقل لرلو په وجه د نورو ځناورو نه ترقي يافته دی، يعنې سوشل يا متمدن ځناور دی.“

حمزه صېب په دې خبره زور اچوي چې:.

”انساني انا د انسان حقیقي او مرکزي شخصيت دی. انسان د يو مقصد د پاره پېدا شوی دی، او که دی هم د نورو شيانو غوندې مادي وی ، نو هغه مقصد هیچرې نه شو حاصلېدی.“

د خالد پښتون په جدلياتي تصوراتو کې هم روحاني عناصر موجود دي او د انسان د ارادې او انا زور پکې څرګند دی. څنګه چې حمزه صېب انسان د واک اختيار خاوند ګڼي د هغه په قدرو قېمت پوه دی. او دا ګڼي چې انساني ضمیر مړ شوی نه دی او نه چرې مرګ قبلوي. ځکه چې هغه د انساني انا نه فنا کېدونکی صفت دی.

ولې د حمزه صېب دا وېنا يو ساينسي صداقت دی چې:.

” د کاينات په نظام کې چې کوم روح دی، هغه جدليت دی. څومره چې اضداد د يو بل سره ډغره وهي. نوي حالات او نوي شيان مینځ ته راځي او بله دا چې ماده په هر لحاظ په تغيير او تحول کې ده.“

يو معروف ترقي پسند دانشور اور نقاد سجاد حارث په ”ادب او جدلياتي عمل“ نومې کتاب کې د ادب او ژوند په مینځ کې د تعلق او رشتې پحقله د امریکې يو روشن فکره، باشعوره او باضمیره شاعر walt whitman رايې داسې څرګندوي:.

”محض تخيل او د لفظونو راټولول فن او شاعري نه ده، بلکې د يو شاعر او فنکار د پاره د ژوندو او کوټلو حقیقتونو څخه اګاهي بېحد ضروري ده.“

”يو شاعر ته صرف او صرف د شعرونو په تخلیق مطمين کېدل نه دی پکار. بلکې ورسره ورسره د يو پيامبر، روشن ضمیر انسان، مغني، معلم او د يو هادي اخلاقي فرېضه هم سرته رسول پکار دي. “

په قول د میکسیم ګورکي ادب د انسانيت نقاد دی. ادب سړی په دې پوهه وي، چې هغه د حالاتو غلام نه دی. او ورته دا ښايي چې هغه د خپل ژوند پخپله مالک دی. چې په کوم طرف يې بيايي بوتللای يې شي. په دې لحاظ ادب تغيير پسند، قدامت شکن او د جدید دور پیشرو دی. او د ادب دغه کردار پخپله ثابتوي چې ادب يو سماجي عمل دی او ددې سماجي عمل په ذریعه خلک د يو بل په تجربو کې شرېک کېږي او خبرېږي او ددغې عمل په ذریعه انسان او سماج په فکري او تهذیبي لحاظ ترقي کوي. د ادب د استادانو مطابق:

”تخلیق د ژوند سلیقه ده، تهذیب دی او ځکه د شعروادب مرګ د انسان مرګ دی. د تهذیب مرګ دی.“ د ترقي پسندو نقادانو په نظر کې:

”د ژوند حقیقت تغيير او حرکت دی. او کومه معاشره چې د تغيير او حرکت نه انکار وکړي يا يې انساني خيالاتو کې جمود پېدا شي، نو هغه معاشره ختمه شي، ورکه شي.“

زمونږ شاعر خالد پښتون باندې هم دغه فلسفيانه تناظر کې شاعري راورېدلې. او د خپلې سياسي مفکورې او نظریې په رڼا کې يې خپل خيالات او تصورات خپل شاعرانه حس سره پېش کړي دي. چې ددې طبقاتي معاشره کې ژوند کوي. ځکه د هغه کردار هم طبقاتي دی. او د خپل حساس طبېعت او سماجي شعور په سبب هیڅ قسم طبقاتي فرق او امتياز نه شي برداشت کولای.او ددغې طبقاتي استحصالي معاشرې خلاف جدوجهد خپله منصبي ذمه داري ګڼي. او د طبقاتي جبر او استحصال خلاف اواز پورته کوي. په حېث د يو ترقي پسند شاعر شاعرۍ يې مقصدي او انقلابي ده.

خالد پښتون صرف د تخييلي پرواز شاعر نه دی، بلکې په جدلياتي فلسفه يقین او سياسي نظريه عمل کوونکی قلمکار او فنکار دی. په فکر، سماج او کاينات کې د جدلياتي عمل د خصلت او اهميت نه خبر دی. ځکه په شاعرۍ کې يې د حرکت، تغيير او بدلون غږ واضح او بلند دی. او د احساس شدت پکې زيات دی. هم په دې وجه شاعر د تخييل په نسبت د احساس ژبه خپله کړې او د شعور د اظهار لاره يې پرانستې ده. لکه چې وايي

ما د خپل احساس بڅری بل کړلو

ځان مې د شعور په رنګ لړلی دی

هم دغه د شعور رڼا ده چې شاعر ته لار ښايي.

په تيارو کې راته ښکاري

په رڼا مې عقيده ده

او چې کله خپل چاپېرچل کې تیری ویني، نو د احساس او شعور شاعر څنګه خاموش پاتې کیدای شي. او په شعر کې به يې څنګه د حرکت او تغيير فلسفه غزونې نه کوي، مزاحمت به سر نه وچتوي. او دا اعلان به نه کوي:.

زه د سقراط، زه د حسېن، زه د منصور په شکل

د ظلم هر ګزار نه وروستو ژوندی شوی يمه

د شاعر سماجي شعور او سياسي فهم هغه په ټوله لوبه پوهه کړی دی. ځکه په ډاګه وايي چې:.

ګرانه! د خپل قام د قاتل مرستې له په نيمه شپه

خان که هوجره پريښې ده، جومات نه ملا تلی دی

د احساس په لمبو سوی شاعر څومره په کرب او درد کې مبتلا د خپل سماجي شعور اظهار کوي.

زمونږ د کلي نجونې غږ قدرې کولای نه شي

وړې وړې د رواجونو په اور وسوزېدې

داد بېدار ضمیر خاوند به څنګه خاموش شي. چې سماجي خرابي او د ظلم جبر رويې او روايات چې يې د ژوند معيار او اقدار وګرځي. تپوس کوي.

د ورور په جرم کې يې خور د سورې نوم ګټلی

دا ددې کلي رواجونه دي چې څه به کېږي

يو طرف ته د شاعر حساس طبیعت او بل طرف ته د شعور رڼا شاعر په ارام ناستې ته نه پریږدي او بيا يې چې د جدلياتي عمل ساینسي ادراک فکر و نظر ته پختګي وربښلې وي او د سياسي مبارزې نظرياتي وسیلې ورته قوت او حوصله ورکړې وي، نو هغه خو به په دې خبره يقین لري چې د رڼا لارې څوک بندوی نه شي.

دا ناپوهه خلک پوهوی نه شم

فکر په زنځير هم چا تړلی دی

خالدپښتون په شاعرۍ کې نور هم په دې سبب ډاډه او زړه ور دی:

نن د لفظونو تقدس ترېنه رڼا اخستې

هغه سقراط چې د تيارو سره يې جنګ کولو

ځکه د حق و صداقت او د رڼا او ښکلا سندرې وايي او سقراط،حسېنؓ او منصور يې شعري علامتونه، استعاري غږونه او تشبیهاتي تصویرونه دي. او د هغوی فکر و نظر، حوصله او جرأت او د هغوی په خپل موقف يقین و استقامت يې د خپلې لارې د سفر مشالونه او مثالونه ګرځولي دي.

شاعر دغه سوچ او نظر د غزلو نه علاوه په نظمونو کې هم پېش کړی دی. خصوصاً دا نظمونه : د تغيير ټپه، راز، ګوزار، ژوند او امن وغېره…

بس يوه لار ده نا معلومه کله پټ کله ښکاره شم

کله خاوره شم، خزان شم، کله ګل کې وغړېږم

د حالاتو تغيير دی، په يو حال کې نه ودرېږي

سوچ کوم سفر سفر دی، اخر چرته به ودرېږم

زه ټپه د تغيير يم يکه ځار شمه قربان شم

(د تغيير ټپه)

په داسې نظم کې د حرکت او بدلون فکر د شاعر د جدلياتي نظر ترجماني کوي. ”امن“ نومې نظم هم د ژوند د ښکلا او صداقت سندره ده. چې د انساني معاشرې دپاره يې ضرورت او اهمېت د هر څه نه اوليت لري. او په صحیح معنو کې د ژوند د دستورالعمل د دیباچې حېثيت لري. ”ژوند“ هم د حرارت او حرکت د ساينس ګواهي کوي. او په کاينات و معاشره کې د تضاداتو عمل په ګوته کوي. او د تهدیبي او نوي تعمیر لاره ښايي.

تلم په مخه تلم خو څه مې نه ويل

ساز د حرکت وم، پريشانه وم

ځان نه وم راوتی د ادراک په لور

لاره د ګومان وه سرګردانه وم

(راز)

يعنې د نظم هم د جمود په ځای د حرکت وکالت او دفاع کوي. ”ګوزار“ په دې نظم کې د ارتقا د تصور او د بدلون لاره روښانه ده. د معاشرتي جبر يو تصویر دی. چې شاعر يې په احتجاج مجبوره کړی دی. ځکه په جذباتو کې د هر قسمه فلسفو نه انکار کوي، خو خاموش نه پاتې کېږي سوچ يې متحرک دی. او د تبدیلۍ هر عمل ته هرکلی وايي. د داخلېت جذبه پرې غالب ده. خپل احساس نور د څه قسمه تشدد ته نه ورکوي. خپل ضمیر وژلو ته تيار نه دی. د جذبې شدت او د احساس وحدت يې د کتو دی، خو بيا هم دومره هوش لري چې د ژوند د حالاتو بدلولو عزم يې مضبوط او مصمم دی. لکه چې وايي.

وخته! نور لاس نه دې چاړه اخلمه

د بې وسۍ وجود نه سا وباسم

ګارې کومه د تيارو سېنه کې

پورې راپورې ترې رڼا وباسم

چې له مودې يې تسلسل قايم دی

بس له دې جبره ارتقا وباسم

(ګوزار)

”د شور په نوي پړاو“ شاعري په فکري لحاظ ډېره واضح ده. چې شاعر يې د هیڅ قسم تزبزب يا مصلحت ښکار نه دی. خپل شعر يې دخپل فکر او نظريې ترجمان ګرځولی دی. او په شاعرانه ښکلا او حکمت يې خپل انقلابي سوچ او علمي نظر د خلکو د فکري رهنمايي د پاره ”د شور په نوي پړاو“ مخې ته راوړی دی. په نورو ټکو کې ژوندی او متحرک شاعري يې کړې ده. او د ترقي پسند ادبي تحریک يو رهبر علي سردار جعفري دا وېنا يې رښتيا کړی ده چې،

اپنی ماحول اور عصر سی لاتعلق ہوکر

کوئی زنده اور متحرک ادب پیدا نہیں ہوسکتا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *