البرت انشټين وايي، په نړۍ کې تر ګردو سخت کار فکر کول دي. هو فکر کول سخت دي، مګر فکر بايد و پېژنو چې څه ته وايي، فکر کول چې پښتو تحت لفظي معنا يې چورت وهنه ده، منفي او مثبت اړخو نه لري. منفي فکر انسان تر حيوان ټېټې سويي ته وړي او مثبت فکر برعکس همدومره بهتري ورکوي، که انسان خبرې نشوای کولی او عاقل نه وای نو اشرف المخلوقات به هم نه وای.
د پښتو ادب ستوری ګل پاچا الفت وايي: فکر تر ښه ملګري هم بهتره دی، ځکه چې ملګری ممکن هر وخت تا درک نکړي او يا په ځينې کړنو کې ستا نظر تايئد نکړي. مثلا که يو څوک جرم کوي شايد يو ښه ملګری يې جرم بد وبولي او د ده راز افشا کړي بندي يې کړي او په ستونزو کې يې ايسار کړي، خو فکر هر وخت درسره دی که ښه کوې که بد د خلاصون او تېښتې لار درته ښيي. په هر ستونزه کې د ملګري کوي او ستا حکم مني.
خبره د عمل ده، که فکر وي عمل نه وي هسې دماغ ستړی دی ګټه يې نشته او که عمل وي خو فکر نه وي پايله يې زيان او تاوان دی. اړينه ده چې لومړی فکر وکړو او بيا عمل وکړو.
تاسې راځئ چې د فکر په اړه د نړوالو مفکرينو او پوهانو نظرونه او فکرونه ولولو چې فکر ته څنګه مخاطب دي، ښايي ډېرې نوې خبرې ترې زده کړای شو.
۱ ـ پوچې خبرې اخستونکی نلري، نو ته چې په پوزو کې رد بد واي اصلا زما له فکره اغېزمن يې. (احمد شاملو)
۲ ـ زه يو عجيب الوتکونکی يم، چې په لومړي غږ ښاريان را تاو شي، خو کله کله بيا زما په غږ او زما په اسرارو نه پوهيږي او نږدې هم نه راځي ( نيما يوشيج)
۳ ـ لوړ ترين څه په دې نړۍ دا دي، چې پوه شې څومره په خپل ځان پورې تړلی يې. ( ميشل دو مونتين)
۴ ـ کار يانې هغه څه چې په تر سره کولو يې مکلف وې. لوبه يانې هغه څه چې په تر سره کولو يې مکلف وې. (مارک ټواين)
۵ ـزما په اند، موږ به په داسې ورځ مرګ ته غاړه ورکړو چې له ښايست مو خوند نه وي اخستی. (اندره ژيد)
۶ ـداسې هېنداره نشته چې موږ زموږ ژوند ته ښکاره کړي، ځکه چې داسې هېنداره به چېرته پيداکړو درون مو بيرون ته را وباسي. ښه داده چې څنګه مو خلک ويني هغسې باطن هم جوړ کړو. (فرناندو پېسوا)
۷ ـيوازې فکرونه کولی شي پرته له کومې ستونزې له حقيقت سره پيوند شي. (فرناندو پېسوا )
۸ ـ که څوک فکر وکړي چې د بريا لپاره کومو شيانو ته اړتيا لري نو بريالی به هم شي . (فرناندو پېسوا)
۹ ـ په کومه اندازه چې انسان له ژوند سره جدي او په احتياط چلند وکړي. انسان دا نېکمرغي تر لاسه کولی شي چې ټول عمر ژوند په فکر کولو مخکې يوسي.
۱۰ ـفکر کول يانې وجاړی. د فکر کولو جريان فکر متهم کوي، ځکه چې دا وخت فکر تجزيه شوی وي او بڼې يې بدلون کړی وي. (فرناندو پېسوا)
۱۱ ـزه به د خالق منندوی يم که چېرته زه مفکر کس و اوسم . (فرناندو پېسوا)
۱۲ ـحقيقت او بريا ته د رسېدو لپاره ځينې رقمونو او توکو ته اړيو، خو دغه اړتيا وې فکر کول پوره کوي. (فرناندو پېسوا)
۱۳ ـ څوک چې ستاسې فکر خوښوي پدې معنا نده چې ستاسې وجود يې هم خوښ دی. (ريچارد براتيګان)
۱۴ ـ کوم فکر چې همدا اوس کوم د مړه سپي په اندازه ارزښت هم نلري، ځکه کاملا له ځان سره په جنګ يم . (ريچارد براتيګان )
۱۵ ـ دردونکی ژوند يا د د دردونکي ژوند په اړه فکر، دردونکي دي او ناسم دي. (فرناندو پېسوا)
۱۶ ـناول ليکوال د هېچا وياند ندی … هغه آن د خپلو خاصو افکارو وياند هم ندی . (ميلان کوندرا)
۱۷ ـ انسان چې په کوم محيط ژوند کوي هلته عادت وي او کله چې بيا بل محيط ته ځي نو د لومړي محيط یادونه ورسره وي او په سختي دا مني چې په دويم محيط کې ځان عادت کړي. فکر هم دغه شان دی. که په هره خوا لاړ شي سخت ده چې بيا يې لوری بدل کړو مګر نا ممکنه نده . (جان اشتاين بک)
۱۸ ـ بدګماني د انسان د فکر لپاره دومره مضره ده لکه يو مرغه چې په توره شپه له ځالې ووزي او په توپاني شپه الوت وکړي. (فرانسيس بېکن)
۱۹ ـفکر آسانه دی خو عمل سخت دی، د فکر ، نقشې او تعمق په مرسته عمل کول سخت دي او د عمل کولو لپاره فکر پيدا کول هم ستونزمن دي. (ګوته )
۲۰ ـ د کار کولو لپاره کافي نده چې مېزته کېښنو. مهمه داده چې د کار کولو په وخت خپل ځان له هر ډول فکر کولو لوړ او په امن وساتو . (اندره مورا)
۲۱ ـ هغه مخلوق چې د خپلو عقايدو او افکارو د بيان او اظها وس نلري، ژوندی مخلوق ندی . (شارل دومو نتسکيو)
۲۲ ـپه ادبياتو کې هم د مينې په شان نشو کولی په آزادنه ډول په هره خبره باور وکړو. موږ بايد مومن، ژمن، وفادار و اوسو نسبت هغه څه ته چې زموږ طبع او فکر يې غواړي. (اندره موروا )
۲۳ ـ څوک چې له چاسره مينه لري او له زړه مينه ورکوي، هره ورځ هڅه کوي چې د يوه داسې کلي کشيش و اوسي، چې غواړي ټوله شپه د هماغه کلي په تنګو کوڅو وګرزي او د خپل فکر او هوش په چاپيريال کې د خپل محبوب ګردش وکړي. (اندره موروا )
۲۴ ـ د يوه فکرمن سړي لپاره عمل همدومره اړين دی لکه شاعر چې د خپل فکر د شعر کولو لپاره د تصوير، کنايو او تشبه ګانو لټه کوي. (اندره موروا)
۲۵ ـ د نن ورځې ټول هغه انسانان چې اخلاقي عروج او فکر يې شاته پاتې عاشق کيږي . (فرناندو پسوا )
۲۶ ـيوازې هغه بوډا سړی چې مرګ ته نږدې دی کولی شي خپل ټولنيز باورونه او عمومي فکرونه ناديده ونيسي. عمر خوړلی انسان چې مرګ ته نږدې وي يوازې وي او مرګ سترګې او غوږونه نه لري چې د ده فرياد واوري. (ميلان کوندرا )
۲۷ ـ د نړي په ټولو پوهانو کې داسې کسان په سختي موندل کيږي چې هغوی د يوه مذهب احساس او ادارک هم ونلري. دا مذهب په مذهب سلسله يو شخص له نورو افرادو بېلوي. (البرت انشټين)
۲۸ ـد ښوونې او روزنې موخه دا نده چې ماديات لاسته راوړو. بلکې ښوونه او روزنه ددې لپاره ده چې فکر او هوښ مو عالي کړي. (اندره موروا)
۲۹ ـ په بيړه به د نيوکو او عيب لټونې کار و بار پای ته ورسيږي او ځای به يې د فکر آزادي ونيسي، بيا به هر څوک کولی شي په خپله خوښه د وجودي فلسفې په اړه فکر وکړي. (ګوته )
۳۰ ـ دا چې په آسمان کې د ځمکو د شتون خبرې کوو، نو معلوميږي چې غريب يو او حرس مو پدې نړۍ کې نه ځايږي. (فرناندو پسوا )
پای
۱۳۹۵-۵-۷