نوره نو داراته ډیره عادی خبره ښکاریده ، وګورم چې هلته د فیسبوک مخته خلک ولاړ دي او عکسونه اخلي .

          د سهار لخوا خو به لا وختی وه ، دومره خلک به نه ول . خو مازدیګر به چې له کاره بیرته د کور په لور روان وم ، نو بلاناغه به د فیسبوک د “لوګو”مخته یو یا دوه ګروپه بنیادمیان ولاړ په خندا او شوق یې د یوبل عکسونه اخیستل.

       یوه ورځ به مي لیدل چې څوچیت پیت چینیان  که ویتنامیان  ځوانان نجونې او هلکان دي،د فیسبوک د نښان په مطابق د کیڼ لاس غټه ګوته د (لایک)په نښه پورته یادګار نیسی، عکسونه جوړوي.

      بله ورځ به چې تیریدم ، کتل به مي چې سره رنګی اروپاییان دي، چې ورته ګوری، ښه زښته زیات عمر پرې تیرشوی ، مګر داسې په شوق پوزیشن نیسې ته وایي د پرون ورځې پیغلې او زلمیان دي .

     بیا به نو که کوم بل مازدیګر ورته ځیر شوی  لیدل دې چې هغه دي ، د ککرې په تالاق کې ټوپې والا یهودان  جدی او تروش ولاړ دي ، عکسونه ثبتوي. یا کومه بله ډله د لاتینې امریکې له خلکو څخه دي ، یو بل سره په غالمغال او خوشالې ګړیږی  او د فیسبوک تر مخه په ټیل ماټیل د عکس اخیستلو لپاره سره مسابقه کوی.

     سبا به مي کتل چې په رنګ سپین په ونه لوړ لوړ خلک له بادامی سترګو سره ، پوهیدم چې یابه قزاقان وي ، یا د منځنې اسیا د کومې بلې څنډې.

    کومه ورځ خو به دې لا لیدل چې هلته یو په غوښو ښه پټ خیټور عرب له څو چاغو چاغو اولادونو سره ولاړ، د (لایک ) اکت کوی .

 نور نو هلته نه د اوه اته کلن هلک نجلۍ عکس اخیستل راته څه نوې موضوع وه او نه د شپیتو کلنو پخو خلکو لیدل د فیسبوک تر مخه .

          خو یوه ورځ مي هلته بل څه ولیدل چې سترګې مي اتومات ور واوښتې .   تقریبا” ماسپښین قضا مهال وه . په هغه ورځ  یو ډول خړه پړه هوا وه . لمر د کلیفورنیا په سر داسې پیکه او بی خونده بریښیده لکه زړه یې چې نه وي او په زور او له مجبوریته چا په ځای شین ځای وریځ آسمان کې پیره درولی وي .

      توند او بې حوصلې شمال به د سمندر د څنډو د خړو خټو او چنګښو بوی په بیړه د (ډمبارټن) په پله راواړوه ، د فیسبوک له مخې به یې په ځغلنده ګامونو تیر کړ، بیا به هلته لږوټی وړاندی د ( مینلو پارک) ښارګوټی په مغازو او دفترونو کې  تری تم ترې ورک شو. شمال به په تش لاس بیرته راوګرځید ، د ډمبارتن د پله لاندی به لکه د پټ پټانکې لوبی په شان غلی غلی تیر شو چې یو ځل بیا د سمندر بوی هسی په مفته د پله له سره دې پلو راواړوی .

       او په یوه همداسې ماسپښین مازدیګر کې مي هغوي هلته د فیسبوک تر مخه ولیدل . یوه په ونه لوړه ډنګره په عمر پخه میرمن ، د سواری په رنګ ګاج ټکری په سر، اوږده توره لمن او په سر یې اوبدل شوی ښه اوږد جاکټ له سپینې کوتنې چې پایڅې یې خامک شوې وي د فیسبوک مخې ته ولاړه ،یو چارشانه ځوان سړی او یوه پیغلوټۍ نجلۍ هم ورسره ،ټول په نوبت د فیسبوک تر مخه عکسونه اخلي .

هم ډیر ورته حیران شوم ، هم ډیره خندا راغله؛ ما ویل ،ته دې زړې ښځې ته ګوره ، دې شوق وذوق ته یې .

تصمیم مي ونیوه چې مالومه یې کړم.  بیا نوپرې ورتاو شوم . موټر مي په عجله د فیسبوک پارکینګ کې ودراوه ، هغوی ته مي  ورمنډې کړی چې رانه لاړ نشی .

غږ مي پرې وکړ:

– سلام دې ورسیږی !

 دری واړه راته متوجه شول . لمړی خپله میرمنه په خبرو شوه:

– سلام زویه ! د اوغانستان یي ؟

 – هو، ترورې.

پوښتنې مو تودې تودې سره وکړې ،  دا قوی اندامه ځوان یې زوی وه چې  دل آغا نومیده . وړه ګلالۍ پیغله یې د لور لخوا لمسۍ  نوم یې خمارۍ وه .

 دوی دلته د فیسبوک تر مخه د  وطندار(زما) په لیدو خوشاله سول ،خو زما فکر بل چیرې وه . آخرمي ترې وپوښتل:

– ښه نو، ومو نه ویل چې څنګه پدې خوا رابرابر شولي ؟

هغې خپل زوی ته وکتل:

 – – د دې زوی جان او دې هوښیاری خمارۍ له برکته…..

 په خندا مي ورته وویل :

– ترورې، ډیر درباندی ګران دي . ښه دوی نوڅه توره کړی چې داسې یې نازوی ؟

– څنګه یې توره نده کړی؟ همدا د دوی له برکته تر دې ځایه راغلې یم .

– هغه څنګه؟

یا به ما بیځایه شلګی کړې وي ، یا به میرمنه بی حوصلی شوې وي.

 له اسویلی سره یې ځواب راکړ:

– هی زویه څه یې کوی؟ ډیره اوږده کیسه یې ده.

زه هم بیرته خپلې اشتباه ته متوجه شوم :

– رښتیا وایي ترورې، دایې ځای نده . ما وبخښی چې بی وخته پوښتنه مي وکړه . یوازی کله مي چې تاسو دلته ولیدي ، خوشاله شوم ، د وطن مینه مي درباندی ماته شوه.

 میرمنه غلې شوه ، خپل زوی او لمسۍ ته یې وکتل ، لکه له هغوسره چې سلا کوی:

 – زویه موږ هم ډیر درته خوشاله شوو . د خپل وطن سړی مو دلته ولید. پوهیږم چې په زړه کې خو به وایي چې دا زړه بوډې څه لیونې شوې چې  د دنیا تر دې سره د پیسبوک لپاره راغلې .

 ما ته خدای راکړه، ژر مي ورغبرګه کړه :

 – نه ترورې! د لیونتوب خبره دې خدای نه کوی ، هسې زما زړه کې هم همدا خبره تاویدله چې له فیسبوک سره مو څه مینه ده ؟

– زویه زه به د ا د لارې په سر څه درته ووایم. ډیره اوږده کیسه ده، درته لنډه به یې کړم. داسې وه چې د دل آغا جان پلار صاحب منصب وه ، په ځوانه ځوانې کې شهید شو.  دا زوی مي څلور پنځه کلن وه ، د خمارۍ مور خو لا د غیږې وه . هلک یې بیا وروسته پرورشګاه ته را څخه بوت. یو څه وخت یې نه وه تیر کړی کله چې خبریدم ، بیا یې وخته په شوروی وراړولی وه . د کارمل ګور دې خدای له مارانو لړمانو ډک کړی . دا د زړه ټوټه یې داسې رانه پنا کړ چې بیا مي په سترګو  ونه لید .

 میرمنه ژړا پسې واخیسته، زوی یې وروړاندی شو. لاسونه یې په اوږو ورکیښودل . په ماته ګوډه ژبه یې کراروله :

 – ادی بس که ، مه ژاړه، خلک ډیر دي .

 ما هم نوره څه پوښتنه ونکړه، خوند یې نه کاوه .

 میرمنه بیرته په خبرو راغله:

 – زویه! دیرش کاله مي خپل اولاد ونه لید. خدای یې پوهیږی چې د شوروی کوم کنج ته یې لیږلی وه . موږ هم له کابله کډه شوو . لیورونه مي لوی شوي وو ، عسکری ته یې نیول .

زیاتی د زوی ،نه د مړی خبره وم نه د ژوندی .خو دا دیرش کاله مي له زړه نه دی وتی . دا دیرش کاله مي هره شپه اوښکې پسې تویې کړی ، دا دیرش کاله مي د لمانځه په ځای دوعاوې ورته کړی . دا دیرشو کالو کې به داسې ورځ نه وی تیره شوی چې دی به ما نه وی یاد کړی .

 له ژونده یې خو مي لاس وینځلې وه ، ما ویل خدای مي یو ځل د ده د قبر دیدن په نصیب کړی ، چې د قبر خاوری یې بوی کړم ، زما د زوی بوی به پکې وی ، زړه به لږ پرې صبر کړم.

ادی نوره د غږیدو نه وه، غلې شوه.

د فیسبوک تر مخه بله ډله خلک راغلل ، درګرده یادګاری عکسونه اخلي .

 موږ له هغه ځایه لږ ګوښه شوو. ادی بیرته پیل کړه :

– پوه شوی زوی جانه ! دا خوارکی هلته بی موره بی کوره ، بی قومه بی اولسه لوی شوی وه . نه کوم خپل و خپلوان ، نه کوم غمخور و خواخوږی . خدای پوهیده چې په همغه واړه ځان به یې څومره سختی ، څومره کړاونه تیر کړی وي . مور دې ورته ړنده شی چې ده به د شپو په تیاروکې څومره اوښکې تویې کړې وي .

 زویه ! نور نو ټولې دنیا په نشته کې شمیرلی وه، چا یې مازی نوم هم نه اخیست . یوازی به ما او د دې خمار ۍ مور کله کله پسې ژړل .

       زړه مي نه ترې صبریده .ګوره چې خدای مي آخر خواست قبول کړ. دغی په دنیا جنتې خمار ۍ جانی د ل آغا په پیسبوک کې پیدا کړی وه ، له عکسه یې پیژندلی وه . د ل آغا دې خدای راته سل کلن کړی ، عمر دې خدای پلار ته نه ورته کوی ، نور په څیره کې کټ مټ هغه ته ورته دی.

ادې مخ لمسۍ ته کړ:

 – خمارۍ لورې ! ته راوړه د بابا عکس دې.

خمارې له دستکول عکس راوویست .

 یواته په لسو کې تور سپین پخوانی ټیپ عکس . خو چې به ورته ځیر شوی ، تا ویل همدا  دل آغا  دی ؛ لږغنم رنګی دی ، یوڅه ډنګر شوی، ډبل بریتونه یې پرې ایښی ، د تندی ویښتان یې لا نه دې رژیدلی ، ناست دی ،؛ راتلونکې ته له هیلو په ډکو سترګو عکس اخلی .

حیران شوم ، دل آغا ته مي وکتل او بیاعکس ته .

– رښتیا وایي ادی بالکل سره ورته دي .

 – د غسې خبره شوه زویه! زما هوښیارې خمارۍ خپل ماما د بابا له عکسه پیژندلی وه . بیا مو سره پیدا کړل . دی په کانادا کې ، موږ هلته په کابل کې. داد دیرش کالو بیلتون یوې خواته ، خو دا د شلو ورځو تر څو چې زوی مي له کانادا راته ، تلوسه بلې خواته . سترګې مي پسې ړندی شوې . بیا نو دل آغا جان مي راغی ، وروسته له دیرش کالو مي په غیږ کې ونیو ، خپل زوی مي دیرش کاله باد پیدا کړ……..دیرش کاله …زویه ! خدای دې هیڅکله د اولادو غم  نه درښیې…….

خمارۍ ادې ته کاغذی دستمال ورکړ، سترګې یې پرې وچې کړې .

– زویه ! خدای به مي د کلو کلو زاریو هردم شهیدیو ته کتلو وي، ارمان یې راپوره کړ. همدا پیسبوک یې وسیله کړ، زوی مي بیرته راکړ. دل آغا ته مي ویل چې پیسبوک ته به مي ضرور بیایي . خدای بیرته راکړی ، همدې پیسبوک راکړی . نه پوهیدلم چې دا پیسبوک به څه شی وي . ماویل که کوم سړی وي، په سرتور سر به دعاوې ورته وکړم ، لاس او پښې به یې مچو کړم . که کوم موټر غوندی ماشین وي ، مخه او ټایرونه به یې په پلو  ورپاک کړم ، که کوم ځای او سیمه وي، خاورې به یې د سترګو رانجه کړم .

    د ادې زړه په فیسبوک نه وه موړ شوی ، وخت، وخت د تګ وه.

 دوی درې واړه په خوشالې له فیسبوک څخه روان وو او ما په زړه کې دغه ننې ورځ یو ځل بیا (لایک) کړه.

                                                                                 پای

0 thoughts on “فیسبوک او د کارمل ګور/ عزت الله صدیق”
  1. دا به ریښتیا وي؟ باور وکړئ چې هم یې زما سترګې له اوښکو ډکې کړې او هم مې سخت ورته وخندل.

  2. الله دی د فیسبوک څښتن ته هدایت وکړی امید دی چی د اسلام په مبارک دین مشهور شی. لکه څنګه چی دده فیسبوک پانړه دیوی مور د زړه دواشوه الله دی ددی زړی مور دعاګانی د فیسبوک د څښتن د هدایت شمع وګرځوی…امین

    په ریښتیا چی ډیره له درده او احساسه ډک داستان وو. او الله دی د عزت الله خان په قلم برکت کړی چی قضیه یی مونږ تاسو ته کټ مټ را انتقال کړی…..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *