ژباړه: عبدالله عابد
سرچينه: الجزیره
پیټرا لاسازلو د هنګري هيواد هغه خبرياله، چې يو سوري ګډوال يې د دغه هیواد په پوله کې چې غوښتل يې له پولې واوړي په لغته وهلی وه او پړمخ يې پر ځمکه غورځولی وه، وايي په دغه سوري ګډوال ځکه دعوا اقامه کوي چې نوموړي خپله خبر بدله کړې او هغې ته يې سخت زيان اړولی دی.
میرمن پيټرا چې د هنګري هیواد (ان ون تی وی) سره يې د فیلم اخیستونکې په توګه کار کوه او له پيښې وروسته له دندې لرې شوه يوې روسي ورځپآڼې ته ويلي ۵۲ کلن اسامه عبدالعثمان په لمړي سر کې د هغه څه په اړه چې ورپيښ شوي وه پوليس ګرم بللي وه خو د نوموړې په وينا اوس بیرته له خپلې خبرې په شا شوی دی. نوموړې خبریالې همداراز فیسبوک ته هم ګوت څنډنه کړی او ويلې يې دي چې فیسبوک پاڼې هم زما د اوسني وضعیت په برخه کې يې خورا زیات نقش لرلی او خلک يې زما په وړاندې راوپارول.
دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر د میاشتې د پيښې رامنځ ته کيدو وروسته چې په ټوله نړۍ کې يې د خلکو غوسه پارولی وه نوموړې خبريالې د ياد سوري کډوال او د هغه اووه کلن زوی زید په وړاندې تر سره شوې کړنې څخه بښنه غوښتې وه.
په اخيستل شوي فیلم کې لیدل کيږي، محسن چې خپل زوی يې زید په غیږ کې ده او ژاړي خو پلار يې د پوليسو له ويرې په منډه ده وروسته له هغه دواړه په ځمکه پريوځي چې دغه خبريال پښه ورکوي چې په دې سره زید سخت ټکان ويني.