خبریال:میرویس جلالزی – د فیسبوک ټولنیزې ویبپاڼي مشرتابه خبرداری ورکړی چې پس له دې به له یو شمیر استخباراتي ادارو سره د هغو خطرناکو ترهګرو په پیژندګلوۍ او لټون کې مرسته وکړي چې د دغې ویبپاڼي له لارې فعالیتونه کوي.

فیسبوک ټولنیزه ویبپاڼه، چې د نړۍ په کچه یې اکثریت هغه کسان سره نښلولي چې انټرنټ ته لاس رسی لري، وايي یو شمیر کسان د دوی له شبکې څخه خلګ ګواښي او د نړۍ امنیت ته خطر متوجه کوي.

فیسبوک به هغه ترهګر پیژني او په اړه به یي استخباراتي ادارو ته معلومات ورکوي چې د فیسبوک د طراح او مدیره پلاوي په وینا نړیوال امنیت او د هیوادونو کورني امنیت ته خطر متوجه کوي.

دغه ټولنیزه ویبپاڼه اوس د نړۍ په کچه زر ملیونه (یو ملیارد) ګډونوال لري او ترهګرې ډلي يې هم د خپلو تبلیغاتي او نورو موخو لپاره کاروي.

د فیسبوک د تصمیم نیوکې ډلي د وینا له مخې چې دوی وروسته تر هغه دا پریکړه کړې چې د ۲۰۱۳ کال په می میاشت کې دغې ادارې هغه معلومات د لندن له استخباراتو وسپمول چې د یوه بریټانوي وګړي فوسلیررګبي د وژونکو د نیولو لامل کیدای شوای.

د بریټانیا صدراعظم دا د فیسبوک اخلاقي دنده بللي چې د هغو کسانو په پیژندګلوي کې له استخباراتو سره مرسته وکړي چې د بریټانیا په ګډون د نړۍ په بله هره برخه کې امنیت ته ګواښ پیښوي.

فیسبوک ویبپاڼی ادارې تر اوسه پوري نه دي ویلي چې دوی به څرنګه له نړیوالو او له کومو استخباراتي ادارو سره د څه په بدل کې همکاري وکړي.

د معلوماتي تکنالوژۍ د متخصصانو پر وینا فیسبوک کولای شي چې د هغوترهګرو او مطلوبو کسانو په پیژندګلوۍ او د ځای ځایګي د پيدا کولو او په ګوتو کولو په برخه کې له استخباراتي ادارو سره مرسته وکړي چې دغه ټولنیزه ویبپاڼه یا په اصلي او یا هم په جعلي هویت کاروي.

د هغوی پر وینا که چیرته فیسبوک اداره وغواړي دا کار وکړي دا به له یوه لوري د فیس بوک ټولنیزي معتبري ویب پاڼي هغه باور ته زیان واړوي کوم چې یې خلګ د خپل شخصي حریم د خوندي توب په برخه کې په دغه ویب پاڼه لري.

One thought on “فیسبوک له استخباراتي تنظیمونو سره د غښتلو ترهګرو په موندلو کې مرسته کوي”
  1. بايد فیسبوک يو خوندي ځای وي ، د ګډونوالو شخصي حريم هم باید خوندي وي ، خو د فیسبوک څخه ناوړه ګټه اخستنه د منلو وړ نده ، ځينې ځوانان په خپلو ليکنو کې نور ګواښي هغوی بايد دې ټکي ته پام ولري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *