تاند – د فېسبوک خاوند او موسس مارک زوکربرګ په ۲ ساعتونو کې نژدې ۱۹ ملیارد ډالره وبایلل او د شتمنۍ له نظره یې مقام څلور درجې ټیټ شو.

د فوریس د ملیاردرانو په لیست کې اوس د فېسبوک د خاوند ځای له څلورم څخه ۸ ته راټیټ شو ځکه چې د دې شبکې عواید لږ شوي وو.

مارک اوپریسیلاچان

که څه هم سږ کال د فیسبوک عاید تر تېر کال ۱۲ ملیارد ډالره زیات و خو لګښتونه یې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۵۰ زیات شوي دي.

زوکربرګ د چهارشنبې په ورځ په ۲ ساعتونو کې ۱۸ ملیارده او ۸۰۰ ملیون ډالر په ونډو کې وبایلل.

د امریکا د ونډو په بازار یا وال ستریټ کې د فیسبوک د ونډو ارزښت په سلو کې ۲۰ ولوېد.

د زوکربرګ ټوله شتمني ۸۲ ملیارد او ۴۰۰ ملیون ډالره اټکل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *