هلال الدین عزیزیار

له تېرو شاوخوا ۸ کلونو راهیسې په هېواد کې د انټرنيټ خدمات ورځ تر بلې په زیاتېدودي. اوس د تري جې جټک انټرنیټ خاوندان یو او په دې وروستیو کې د انټرنیټي او ټیلفوني لا نورو اسانتیاو په موخه مو د افغان سیټ ون په نامه سپوږمکۍ هم فضا ته پورته کړې شوه.

فیس بوک د اړیکو د پراخوالي، د خپلو غوره  او رغنده نظرونو  د څرګندولو، د نورو له مطالبو د ګټې اخیستني، د هېواد او نړۍ  د تودو مسایلو او پېښو څخه د خبریدا لپاره غوره سرچینه ده  او همدا اوس په دغه ټولنیزې رسنۍ کې په زرګونه افغانان د هېواد دننه او د باندې اکاونټونه لري او د خپل فیس بوک له لارې له یوه بله سره د زړه خواله کوي او خپل لنډ نظر او اوږدي لیکنې خپروې.

په اوس وخت کې د پښو د ژر خبریدا او دغه راز د نظرونو د شریکولو لپاره تر ټولو اسانه او ګټوره وسیله ده که څه هم موږ په فیس بوک کې زیات شمېر هغه د غوره نظر خاوندان لرو چې له پورته کړی شوو مطالبو یې پوره ګټه اخیستل کېږي له ډلې يې څوک په اوږده لیکنه کې په هر اړخیزه توګه د یو موضوع په اړه معلومات وړاندې کوي، څوک ډېرې لنډې جملې لیکې خو له ډېر څه برخمني وي چا اوږدې تبصري کړې وي او څوک ترې د تفریح په موخه ګټه اخلي.

خو د داسې کسانو ونډه هم په کې  د پام وړ ډېره ده چې بې معني او بې ځایه خبرې پورته کوي  او بې ګټې تبصرې لیکې چې د ګټه پر ځای زیان ډېر دی

دا سمه ده چې قانون د بیان د ازادۍ حق راکړی خو شرط یې چوکاټ دی خو دې سره په خلاف اکثره په کې اخلاقي او قانوني پولې ونړوي داسې څه ولیکي چې په لوستو به یې حیران شي، دوي اکثره د لیکنې پر مهال په ځان نه پوهېږي خو څه چې يې په زړه شي بس ور پوسټ یې کړي، حتی ډېر کلی خو یو بل ته پکې کنځلې هم ولیکي تر ډېر چې دا کار کوي ځان داسې معارفي کوي چې دا توان لرم ډېر څه ولیکم خو لیکل یې هسې پوچې خبري وي..

ډېر کله په کې خلک یوه موضوع قومیت ته واړوي او د خپلې ندانۍ له مخې تعصب ته لمن وهي.

دا لا څه چې ډېرو نرانو پکې له ځانه ښځې جوړې کړي هی توبه د دې لپاره چې څوک وغولوي په مستعار نومونو اکاونټونه لري د بل د شخصیت سپکاوي وکړي

حال دا چې هېڅ څوک  د چا شخصیت ته سپکاوي نه شي کولی او هر سړي په ټولنه کې د ځانګړي شخصیت لروونکی دی.

اوس دا غوغا ده چې فیس بوک تړل کېږي دا به سمه نه وي که داسې اقدام دولت وکړي نو د بیان ازادي به سانسور کړي په تړولو یې خفه کېږو خو که دا بې ځایه خلک چې بې ځایه الفاظ کاروي ترې ورک شي نو ایله خوند به وکړي.

کله نا کله چې د دغه ډول فیسبوکیانو په پوسټ نظر ولیکي او غلطي یې ور په ګوته کړی د چا خبره سم چوي دا زغم هم نلري چې د ده په دې بد پوسټ دي څوک د اصلاح په موخه خپل نظر وړاندې کړي.

بې سوداه چې د خپل نوم تر څنګ يې انجینر،ډاکټر، استاد او ژونالیست لیکلی وي  نورو ته سپکاوي باندې د خپلې ناپوهۍ له کبه فخر کوي خو حال دا چې خپله یې خپل شخصیت له خاوروه سره خاوري کړی وي

که  دفیس بوک نه تعصب ته لمن وهل کېږي زموږ د هېواد د ویجاړۍ سبب ګرځي او د یو څو لنډه غرو بې ځایه لیکنې اختلافات پيدا کوي او د بې نظمۍ او د هېواد والو د بې ځایه احساساتي کېدو سبب ګرځي همدا نن دې بند شي. خو شرط دا دی چې تر فیسبوک مخکې دې طلوع، یک او څو نور تلویزیونهي چاینلونه بند کړای شي چې د تعصب سرچیهنې دي او فیسبوک ته هم د تعصب او کرکې خپرولو ویروس له همدغو چاینلونو راغلی دی.

0 thoughts on “فیس بوک دې بند نشي خو…./ هلال الدین عزیزیار”
  1. ډېره په زړه پورې ليکنه اود افغاني فیسبوک کارونکو ځوانانو لپاره ګټوره لارښودنه ګڼل کيږي ، زما د زړه خبره مو په وروستي پراګراف کې ليکلې وه هغه داچې د علت او معلول تر منځ رڼا هرڅه روښانه کوي ، د ژورنالستانو او نطاقانو خو شکر کمئ نشته ، خدای دې نور هم ډېر کړي خو دا د څارنوالانو په څیر ژورنالستان اودا د ډېر شدومد او زېرو زبر باندې فشار راوړونکي اوپه خاصه اکټرۍ سره تربيه شوي پردي پالي اکټران دې خدای زمونږ له سره کم کړي ، کله چې د دا ډول دپړه مارانو ویديوکلپونه زمونږ ځوانان ګوري د افغاني ګرم مزاجۍ په دود ورته په ځپلو دوه زوره وهي ـ لنډه داچې پورته ليکنه سل په سلو کې د غور وړ بولم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *