تاند – ځینې وختونه د خوښول «like» تکمه نشي کولی چې د فېسبوکد یوه پست په هکله ستاسو احساسات په پوره توګه څرګند کړي.
د سي اېن بي سي په نامه د سوداګریزو خبرونو سایټ لیکي چې، فېسبوک په ټوله نړۍ کې د خپلو۱۶۰۰ میلیونو کاروونکیو له پاره نوي «عکس العملونه» زیات کړل. د چهارشنبې په ورځ کتونکیو ولیدل چې د خوښوم/لایک له تکمې سره نورې هم زیاتې شوې دي چې د فېسبوک کاروونکیو ته فرصت ورکوي چې د یوه پست په هکله بېلابېل ځوابونه ثبت کړي.
اوس به د لایک د تکمې په کېکاږلو سره له چپې خوا نه د «مینه/Love»، «هاها/Haha»، «واوا/Wow»، «خفه/Sad» او «په غوسه/Angry» تکمې هم وي.
د «خوښول/لایک» تکمه به په خپل ځای پاتې وي او ورسره به کاروونکیو ته ټول ۶ ډوله فرصتونه ورکوي چې خپل عکس العملونه وښیي.
سي اېن بې سي لیکي چې، فېسبوک دا کار له ګڼو سروې ګانو څخه وروسته وکړ چې په نتیجه کې یې معلومه شوه چې ډېر خلک د مختلفو پستونو په وړاندې دې ته ورته عکس العملونه ښیي چې یوازې په لایک کې نه خلاصه کېږي.
فېسبوک لومړی دغه نوې ځانګړتیاوې د ۲۰۱۵ په اکتوبر کې په ایرلند، هسپانیا، چلي، فلپاین، کولمبیا، پرتګال، او جاپان کې و ارزولې او له بریالۍ ارزونې څخه وروسته یې په نړیواله توګه د کاروونکیو له پاره برابرې کړې.