تیره اونۍ د فیصل اباد د کرهنې په پوهنتون کې د پسرلي جشن نمانځل کیده چې د مختلفو سیمو خلکو پکې برخه اخیسته او د خپلو سیمو کولتور یې پر نورو پیژندلو. ددوی په منځ کې افغان ځوانان هم وو چې د افغانستان نه راغلي او دلته په دې پوهنتون کې لوړې ذدکړې کوي دغه ځوانانو هم د نورو سیالانو سره سیالۍ ته مټې وهلې تر دی چې په پوهنتون کې یې د هیواد نوم روښانه کړو .
د راپور له مخې افغان کلتوري نندارتون ډیر مینه وال لرل ، په زرګونو نندارچیان به هره ورځ کتو ته راتلل په نوموړي پوهنتون کې افغان ذدکونکي وايي نندارچیانو ددوی د کولتوري هڅو او توکیو ستاینه کوله او ورته د پام وړ وو.
په کلتوري نندارتون کې د بابا ګانو انځورنه ، د افغانستان هر ولایت د مختلفو سیمو ښکلي انځورونه ، د میوزیم نقشې ، قالینچې ، د اغوستلو کالي ، میوو او داسی ډیر نورو شیانو پکې شتون لرلو.
افغان ځوانان ددې باوجود چې په جنګونو کې رالوی شوي او په ژوند کې یې ډیرې کمې د خوښۍ او سیالۍ ورځې لیدلي دي، خو بیا هم تل په دې هڅو بوخت دي چې نړۍ ته وښايي دوی په سوله ، مینه، اسلام او کولتور مین دي.
په نوموړي پوهنتون کې افغان محصلین د نندارتون په لګولو ډیر خوشحالي سرګنده ګړه او د اتحادیی ریس حضرت الله رحیمي د هلو ځلو یې ستاینه وکړه.
د سفارت نه کلچر اتاشي حبیبزوي ،د پښتو اکاډومۍ مشر اقبال حسین افکار ، ځلانده شاعر اکبر حسین سیال ، د خارجي محصلینو مشاور داکتر طاهر صدیقي او د اتحادیی ریس حضرت الله رحیمي د کولتوري نندارتون پرانیستنه وکړه او افغان ذدکونکو یې تود هرکلې وکړو ، او میلمنو ته یې ښه راغلاست اوایل.
په کډوالۍ او مساپرۍ کې د داډول کولتوري هلو ځلو جاري ساتل او د نورو سره خپل ځان سیال ښکاره کول اسانه کار نه دی خو دغو افغان محصلینو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت او فرهنګي خونو په مرسته او د ذدکونکو په کوښښونو دا نندارتون دځان په ګټه پای ته ورسولو.
په هیوادنۍ مینه حضرت الله رحیمي