تاند- د ولسمشر کرزي ویندوی وايي، حامد کرزی به هیڅ وزیر ته اجازه ورنه کړي چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي موافقه تر هغو لاسلیک کړي چې د افغانستان اساسي غوښتنې منل شوې نه وي.

ایمل فیضي دا څرګندونې وروسته له دې ورکړې چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په بروکسل کې وویل چې کېدای شي د ولسمشر کرزي پرځای د افغانستان دفاع وزیر له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

نن د ناټو سرمنشي هم وویل، یوازې کرزی نه بلکې د افغانستان د حکومت هر استازی د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي موافقه لاسلیکولی شي.

د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د افغانستان د ولسمشر یو شرط دا دی چې د امریکا متحد ایالتونه دې فوراً له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

د کرزي بل شرط د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د چاپو بندېدا ده.

ایمل فیضي رویټرز خبري اژانس ته وویل :«تر څو چې دا غوښتنې منل شوې نه وي، ولسمشر کرزی به هیڅ وزیر ته اجازه ورنه کړي چې امنیتي موافقه لاسلیک کړي.»

د امنیتي موافقې له لاسلیکولو د ولسمشر کرزي انکار په بروکسل کې د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې، چې نن /چهارشنبه/ پای ته رسېږي، ډېر بحث وشو.

7 thoughts on “فیضي، ولسمشر هیڅ وزیر ته اجازه ن�� ورکوي چې امنیتي موافقه لاسلیک کړي”
  1. دهرچا خپل نظر دی خو زما نظر په لاندی ډول دی

    بیشکه او بیشکه زمونږ ګران، مهربان اوغیرتی اولسمشره ښاغلی عبدالحامد کرزیه

    ما دومره فکر نه کاوه چه ستا امر به دومره چلیږی مګر اوس ډیر خوښ یم اوستا په غیرت اوهمت ویاړم، ځکه ستاسی شجاعت اوهمت مونږ ته دیوی خوا داوښودله چه تاسی دافغانستان په تیرو شوو پاچاهانو پښه واړوله، اودیوه زړه ورپاچا اواولسمشر لقب دي نن او په راتلوونکی کی وګاټه، اودبلی خوا په نړی کی هم یو زړه ور اوقدرت مند ولسمشر یی، ځکه ټوله ناتو، امریکااو ځینی بزدله افغانان درته چغی وهی چه تړون امظآ کړه، مګر ستاسی وجدان چه په نه لاسلیک کیدوکی دوطن په ګټه ولاړ دی، نه دمرګ پروا لری اونه دژوند پروا لری
    که اوس دي څوک خدای مکړه مړ هم کړی نوم به دي دافغانستان په تاریخ کی همیشه ژوندی وی.
    شاباش افرین زمریه

    وګوری پرویز مشرف ته فقط دامریکا څخه په لمړیو وختو کی دیک چینی تلیفون وکړو چه یا می غلام شه اوکه نه ژوندی دي نه پریږدم، داچه
    هغه پنجابی وه سمدلاسه امریکا ته په یو تلیفون سلامی شو حال داچه ځان ته اټومی طاقت هم وای

    ژوندی دي وی دافغانستان ولسمشر ښاغلی کرزی

    دخدای په امان

  2. زما په شخصی نظر اولس مشر کرزی صاحب چه دومره په خپله خبره کلک ولاړ دی نو دا ته د خپلی لس کلنی دوري څخه دا تجربه شوی ده چه دغه یهود او نصواره په خپله ژمنه کلک نه دي ولاړ دا به بیا هم سره د تړون او تعهد د خپلی وعدی خلافی کوي او بیا به هم د مظلومو افغانانو ویني تویاويیږي او دوی به مود خپلو اډو څخه سیل کوي او بل دا چه ګوری دا یهود او نصواره دومره بی شرمه او مړی سترګي خلک دی چه سره د دومره ټینګار او دړاکو چه دوی یی افغان حکومت ته ورکوي بیا به هم دوی د کرزی خبری ته غاړه ایږدي او هر څه به ورسره مني دوی خپل هدف ته د رسیدو لپاره خپل وجدان نموس غیرت هر څه قرباني کوي خو دوی خپل هدف ترلاسه کوی د دوی هر ډالر د خپلو سلو ګټو سره مل وي خو بیا هم افسوس په دی چه مونږ د خپلو منافقو ګاونډیانو په وجه په داسی حال کی ګیر يو چه که دا تړون ونه کړو هم توان دی او که یی کاوو هم توان دی نو اوس ټولو افغانانو ته بیړه نه ده پکار چه د تړون زر لاسلیک کیدو غوښتنه کوي او د اولس مشر ملاتړ پکار دی چه یهودو ته دا معلومه شي د ټولو نظر یو دی انشاالله نور به افغانستان بیا نه خرابیږی
    نور وسلام د ښه او سوکاله افغانستان په هیله ساجد لکڼوال

  3. الله دی راوله کرزیه. مور دی شدی ، آخر دی مغزونو کار و کړ. په رښتیا چه دری ژبی خلک وایی: عقل اوغان پسان می آید. په آخر کی دی طالبان خوسحاله کړل او انډیوالی دی له پاکستانیانو سره بیا له سره تازه کړه. ما له پخوا نه ویل چه دی د آی، اس، ای بچی یی خو خلکو راسره نه منل

  4. په پټوسترګو او غیرمشروط ډول دتړون لاسلیک کول به دخودکشی مترادف وی نو ځکه همدا یی وخت ده چی خپلی ټولی غوشتنی پری ومنو. پدی حساس وخت کی باید ټول وطنوال دولسمشر سره اوږه په آوږه ټینګ ودریږی اودولسمشرملاتړوکړی ترڅو هغه نورهم په ځان باوری شی.

  5. بانه درته لوكي كرم كه جشمان درته لوكي كرم دازه يوازي بس يم كه جهان درته لوكي كرم. خداي دي دير عمر در كي دافغانانودسرتاج يي خوافسوس فه مونزدقدرنشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *