تاند- د افغانستان د ولسمشر ویندوی ایمل فیضي ادعا کوي چې د طالبانو ځینو مشرانو له ولسمشر کرزي سره تماس نیولی او د قطر د دفتر په اړه یې نارضایتي ښودلې ده.
د ښاغلي فیضي په وینا د طالبانو مشرانو ولسمشر ته ویلي چې د دا دفتر د دوی نمایندګي نه شي کولی ځکه چې د هغه په جوړولو کې د بهرنیانو لاس دی.
په داسي حال کې چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو نژدې دوې اوونۍ پوره کېږي، دا دفتر تراوسه پوري د خبرو اترو لپاره فعال شوی نه دی.
ادعا کېږي چې یو شمېر طالبان له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو مخکې له هرراز خبرو او د قطر د دفتر له بءانستلو سره مخالفت کوي. هغوی باور لري چې د ناټو ځواکونو تر وتلو مخکې باید د افغانستان له حکومت سره هیڅ راز خبرې ونه شي.
فیضي د هغو طالبانو، چې د قطر د دفتر له پرانستلو سره یې مخالفت ښودلی، نومونه نه دي اخیستي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره اوونۍ د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون سره په یوه خبري غونډه کې وویل:«یو چانس رامنځته شوی دی، زه له ټولو هغو کسانو څخه چې غواړي د خپل هیواد په سوکالۍ کې ونډه ولري، غواړم چې له دې فرصته استفاده وکړي، تاوتریخوالی بس کړي او د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي.»
يه یوه اعلامیه کې چې طالبانو روانه اوونۍ په خپله ویبپاڼه کې خپره کړه، په دوحه کې د دوی ویندوی محمد نعیم ویلي:«د هغه بیرغ، چې کلمه شریفه پرې لیکل شوې وه، کښته کول مقدساتو ته سپکاوی ګڼل کېدای شي.»
په دوحه کې د طالبانو د ویندوی محمد نعیم په وینا له حقوقي پلوه طالبان پر خپل دفتر د اسلامي امارت لوحه ځړولی شي، ځکه چې دا ودانۍ د اسلامي امارت مالکیت بلل کېږي، بل څوک یې د بدلولو او امر کولو حق نه لري.
یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، طالبان پر دې ټینګار کوي چې په قطر کې دې د دوی دفتر «د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر» ونومول شي، لوحه دې پرې نصب او بیرغ دې پرې وځړول شي.
دغه امریکايي چارواکي همداراز ویلي چې طالبان تر هغو خبرو ته تیار نه دي چې دا دوې غوښتنې یې نه وي منل شوي خو نور امریکايي چارواکي بې له دې چې د خبرو د پیلېدو په اړه څرګنده خوشبیني ولري خبرو ته لېوالتیا ښيي.
د افغانستان حکومت او د امریکا متحدو ایالتونو د جون په نیمايي کې وروسته له دې چې د طالبانو دفتر په قطر کې په یو لړ مراسمو کې پرانستل شو او د اسلامي امارت لوحه او سپین بیرغ پکې نصب شول، اعتراض وکړ.
وروسته قطري منځګړو د طالبانو له دفتره د اسلامي امارت لوحه او بیرغ لېري کړل خو امریکايي چارواکی وايي، اوس طالبان اصرار لري چې ترهر راز خبرو مخکې باید د دوی پر دفتر لوحه او بیرغ ولګول شي.
په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جېمز کنیګهم د سولې د بهیر په هکله د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل:«موږ پوهېږو چې د افغانستان حکومت زموږ په شان د خبرو غوښتونکی دی. اوس دا په طالبانو پوري اړه لري چې د افغانستان د راتلونکې، سولې او پخلاینې په باب له افغانانو، د افغانستان د سولې له عالي شورا او حکومت سره خبرو اترو ته له برابر شوي فرصته استفاده کوي او که نه کوي؟»
امریکايي چارواکو په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو څرنګوالي ته په اشارې ویلي، د تېرې میاشتې له رسوا ناکامۍ وروسته دوی د دغه دفتر پر بندولو غور وکړ، خو له دې کبله چې کېدای شي دا دفتر د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو مخکې له د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو سره د پخلاینې لپاره د حامد کرزي حکومت ته وروستی فرصت وي، چارواکو ته یې قناعت ورکړ چې دفتر پرانستی پرېږدي.
We have to put more pressure on government to update a very strong ANSF forces with the support of airforce and build high level weaponry sestyme at the durindline and take back all refuges from Pakistan and kill all those who gets caught in war. I gurintee Taliban will kiss your feet and Pakistan will never dare to destabilize any district of afghanistan. Thanks
Khan afghan baba is right , this is the only solution to build our armed forces to confront these anti afghans elements Taliban . And we should not talk with these Pakistani interest agent Taliban .
Khan baba, 140000 Nato troops will be out by the end of next year, if even stay for ever we would be in the current security situation where our government doesn’t have power beyond Kabul and district centres in provinces are almost half controlled by Taliban. It’s better we conduct peace talks with our disenchanted Afghans and avoid our enemies take disadvantage of this gap.if the US doesn’t have problem with Pakistan even when Bin Laden was hunted down near to Islamabad therefore Afghanistan should resolve its issues and welcome the talks without any consideration.
I am agree with Khan Saab, we should not talk to ISI or Taliban, Talibans are not Afghans, they are mixture of Punjabis, Arabs, Uzbeks and Chechens, we should root out this evils, no talks with terrorists they are killing our innocent people just kill them.
KHAN PAPPPA: You and your americans army (ANA) most talk otherwise we MUJAHIDEEN will kill everyone of you.
خان افغان بابا، زدراڼ، حیدري، خروټی او عابدالله صیبانو، تاسو چې دا تبصرې لیکلې یو فیصد شرم مو هم نه کاوه چې د خوږې پښتو په ویب سایټ کې یې په انګلیسي لیکئ. که دا بهانه کوئ چې په کمپیوتر کې پښتو نه لرئ، کنټرول پینل ته لاړ شئ. له لینګویجز او ریجنز نه پشتو کیبورډ انتخاب او هوکی کړئ، په څو ثانیه کې دننه مو کمپیوټر ته پښتو راښکته کیږي او که په پښتو لیکل نشئ کولی لاندې لینک ووهئ تاسو کولی شئ چې د یو دوه ساعتونو په تمرین سره یې زده کړئ. که شفټ ونیسئ هغه توري راښکاره کیږي چې په عادي ډول نه لیکل کیږي.
http://www.branah.com/pashto
احمد جانه وروروه زه ډیر په مشکیل کی واقیع یم یوه پوښتنه لرم له تا څخه کی جواب راکړی ډیره مهربانی بدی وی مننه
نوی درته معلوم که در معلوم وی کی لینګ راته ښکاره کړی شکریاWordpress –wp log به په پښتوباندی به