تاند- د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویندوی وايي چې د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر کرزي سره ویني.

ابمل فیضي وویل، ټاکل شوې ده چې ښاغلی هېګل نن / شنبه/ ناوخته په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره وویني.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي سرچینو په قول ویلي و چې هېګل په پام کې نه لري چې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وویني.

سرچینو له ښاغلي کرزي سره د هېګل د نه کتلو علت په امنیتي موافقه کې پرمختګ ته د امریکايي چارواکو نهیلي ښوولې وه.

هېګل نن ناببره افغانستان ته راغی چې دلته له امریکايي پوځیانو سره وویني او له هغوی په افغانستان کې د پوځي خدمت او د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو په لوړولو کې د رول په خاطر مننه وکړي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی هېګل د افغانستان له دفاع وزیر بسم الله خان محمدي او کورنیو چارو وزیر عمر داوودزي سره وویني.

هېګل تېره اوونۍ په بروکسل کې هم د افغانستان له دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره کتلي و.

ده او د ناټو عمومي منشي وویل چې له امریکا سره امنیتي موافقه د کرزي پرځای د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران هم لاسلیکولی شي.

بسم الله محمدي هېګل ته د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو ډاډ ورکړ

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل، چې نن ماسپښین کابل ته راغی، د افغانستان له دفاع وزیر بسم الله محمدي سره له کتنې وروسته وویل: افغان دفاع وزیر ډاډ راکړ چې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي موافقه به لاسلیک شي.

هېګل په کابل کې خبریالانو ته وویل:»د افغانستان دفاع وزیر بسم الله خان محمدي راته ډاډ راکړ چې دا ځنډېدلې موافقه به لاسلیک شي.»

تر دې مخکې داسي اوازې خپرې شوې وې چې ممکن هېګل د کرزي پر ځای له دفاع وزیر بسم الله محمدي سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

One thought on “فیضي وايي، د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر سره ویني”
  1. دی سره دا څووم لوړپوړی امریکایی چارواکی دی چی دامنیتی تړون دلاسلیکولوپه تړاو افغانستان ته راځی خوزه فکرکوم چی هیڅکله به هم حامدکرزی داتړون چی دومره مهم دی په اسانه لاسلیک نکړی خوخبره داده چی ولی امریکا اوولی هم په افغانستان کی دننه ځینی افغانان دومره پدی هکله تلوارکوی چی ګنی ژردی لاسلیک شی تراوسه لا امریکاییان شته اویوپوره کال لا په مخکی لری په دی برسیره بیا په هیوادکی دننه غیر پښتانه قومونه چی اوس لا ځانونه افغانان هم نه بولی دی سند لاسلیک کولوته لیواله دی اووایی چی باید ژر کاریی ختم شی .کرزی پدی پوهیږی چی دغه سند که همداسی لاسلیک شی نوزیات زیان چی رسیږی هغه پښتنوته رسیږی ځکه پداتیرو کلونوکی اکثره پښتانه ووژل شول خودولتمند پکی نورڅوک شول ،پښتانه هم دطالبانوله خوا ووژل شول اولا وژل کیږی اوهم دامریکاییانو دشپنیو عملیاتو له امله دوی وژل شوی ،رټل شوی اوآن ګڼ شمیر یی لادرکه دی نوکه هرڅوک دی سند لاسلیکولوته خوشاله دی نوپښتانه باید صبر وکړی اووګوری چی څه کیږی اوس وخت شته ممکن چی ددی امنیتی تړون په چټکی سره لاسلیکول دراتلونکی لپاره سخته پښیمانی له ځان سره ولری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *