ایمیل فیضي

تاند- د افغانستان د ولسمشر ویندوی د انتخاباتو د خپلواک کمیسون دا ادعا رد کړه چې ګنې ولسمشر حامد کرزي د واورو او د لارو د بندېدو په خاطر د انتخاباتو د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر یوسف نورستاني پرون مشرانو جرګې ته وویل چې کرزی غواړي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې تر ټاکلي مودې ناوخته شي ځکه چې نوموړی د واورو د اورېدو او د لارو د بندېدو له درکه اندېښمن دی چې یو شمېر خلک به په انتخاباتو کې ګډون ونه کړای شي.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي دا خبره رد کړه چې ګنې کرزي د انتخاباتو د نېټې د بدلولو وړاندیز کړی مګر تایید یې کړه چې د انتخاباتو پر نېټې یې خبرې کړي دي.

فیضي وویل:«ولسمشر به هیڅکله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په چارو کې لاس ونه وهي، او نه به نور پرېږدي چې داسي کار وکړي.»

د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو هم د انتخاباتو د ځنېډو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې د بدخشان په شان د لېرې او واورینو سیمو لارې د حمل په میاشت کې بندې وي.

خو له بلې خوا د هوا له تودېدو سره ناامني زیاتېږي. اکثره طالبان په ژمي پاکستان ته ځي او د هوا له ښه کېدو سره افغانستان ته رااوړي.

اساسي قانون او انتخاباتي قوانین وايي چې د ټاکنو نېټه نه شي بدلېدای. د انتخاباتو د خپلواک کمیسون یوه چارواکي وویل چې قانون د نېټې د بدلولو اجازه نه ورکوي خو که هوا ډېره خرابه وي بیا کېدای شي چې د نېټې په بدلولو غور وشي.

د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې د جمهوري ریاست انتخابات باید د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړسمه نېټه وشي او د جوزا په میاشت کې نوی ولسمشر خپل کار پيل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *