تاند- د حامد کرزي ویندوی د سې شنبې په ورځ وویل چې ولسمشر کرزی به د ناټو په راروانه سرمشریزه کې ګډون ونه کړي.
ټاکل شوې ده چې د ناټو مشران د راتلونکي سپټمبر په څلورمه او پنځمه / یوه اوونۍ وروسته/ د بریتانیا په ویلز ایالت کې په افغانستان کې د ناټو د راتلونکې رول په اړه مهمه غونډه وکړي.
د ناټو مشرانو هیله لرله چې دې غونډې ته به د افغانستان نوی ولسمشر ورشي خو د افغانستان انتخاباتي جنجال، چې پر له پسې د عبدالله عبدالله د انتخاباتني ټیم له لوري اوږدېږي، د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ځنډولي او له نامعلوم برخلیک سره یې مخامخ کړي دي.
د ناټو غړي هیوادونه غواړي چې له افغانستانه د خپلو ټولو محاربو پوځیانو له ایستلو وروسته یو شمېر روزونکي برېږدي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي د سې شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د ناټو په سرمشریزه کې د ولسمشر کرزي د نه ګډون کولو په دریځ کې بدلون نه دی راغلی. ولسمشر د ناټو د بلنې په ځواب کې ویلي و چې د ده ځای ناستی یا نوی افغان ولسمشر او یا هم د حکومت ځیني نور چارواکي به د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې په کابل کې باوري سرچینې وايي چې ممکن د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.