تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم مرستیال، حنیف صدیقي رستم هم له ښځینه لوبغاړو سره د جنسي زیاتیو په دوسیه کې مجرم پیژندل شوی دی.

فیفا ویلي، ښاغلی صدیقي رستم په خپله اداره کې له روان جنسي تاوتریخوالي خبر و خو په اړه یې اقدام نه دی کړی، له همدې کبله به ۵ کاله د فوټبال اړوند فعالیتونه نه کوي او ۱۴زره ډالر به جریمه هم ورکوي.

تر ده وړاندې کرام الدین کریم د جون په میاشت کې پر نجونو لوبغاړو د جنسي زورزیاتي په دوسیه کې د تل لپاره له فوټبال اړوند فعالیتونو څخه محروم او یو میلیون ډالر جریمه اعلان شو، خو اوس په تازه اقدام کې د فیفا لخوا د ښالي کریم مرستیال محمد حنیف صدیقي رستم هم د جنسي تاوتریخوالي څخه د خبر لرلو او په اړه یې د اقدام نه کولو له کبله مجرم بلل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *