تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې ګونګې خبرې به پر ولسمشریزو ټاکنو بد اغېز وکړي او دا پروسه به د بحران خواته بوځي.

د فیفا مشر یوسف رشید نن یو خبري کنفرانس ته وینا کې وویل، د سولې پروسه کې د نړیوالې ټولنې چلند داسې ښکاري چې د افغانستان برخلیک شاته ګرځول کېږي.

رشید زیاته کړه، نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د سولې د خبرو په تړاو ولس ته وضاحت نه دی ورکړی او دې کار د ټاکنو په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي: (( باید نړیواله ټولنه او حکومت خلکو ته د سولې د خبرو په هکله وضاحت وکرړي، که نه راتلونکې ټاکنې به له درغلیو او بحرانه ډکې وي.))

نوموړی وايي، دا چې کمپاینونه د پخوا په څېر تاوده نه دي، یوه وجه یې دا ده چې ټول د سولې د خبرو په تړاو معلوماتي خلا کې ساتل شوي دي.

د رشید په خبره بنسټ یې د رڼو ټاکنو لپاره منشور جوړ کړی چې له بې ځایه مقرریو، تغیر او تبدیل، د وزیرانو او والیانو د سفرونو بندول، ټاکنیزو کمېسیونونو کې د مداخلې نه کول او نور ټکي په کې د رڼو ټاکنو تضمین کولی شي: (( که زموږ د منشور ټکي جدي عملي شي، نو د رڼو ټاکنو د ترسراوي ضمانت ورکوو.))

دا په داسې حال کې ده چې نن د ټاکنیزو کمپاینونو د پیل څلورمه ورځ وه ، خو د تېر ځل ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو د لومړۍ اوونۍ په څېر تودوالی نه په کې لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *